پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeادبلنډه کیسهعجیبه خلک دي/ لنډه کیسه ، فرشته صالحي

عجیبه خلک دي/ لنډه کیسه ، فرشته صالحي

سړی ورته حیران پاتې شي

د ورکشاپ تر څنګ ولاړ وو، هر موټر چې تیریده، اشاره یې ورته  کوله چې که غواړې موټر یې ووینځي، دی یې ورته وینځي.

نن یې هیڅ کار نه وو کړی، د مکتب کورنۍ دندې ته یې هم تشویش وو.

کتابچه یې راویسته، یو ځلې په کور کې وړه خور وریاده شوه بیرته را ولاړ شوږ

د موټر خاوندان چې تیریدل، غږ یې پسې کاوه چې موټر یې ورته ووینځي…

بالاخره یو موټر ودرید، ښيښه یې ښکته کړه، د موټر خاوند ماشوم ته په ځیر وکتل، چې خوله یې خبرو ته سموله؛ ماشوم په خبرې که ځان ورواچوه:

  • زه پوهیږم؛ چې څه فکر کوې، وایې به دا کوچنی هلک دی، موټر پاک نه کړي. تشویش مکوه ، ښه بلد شوی یم، که ستا په زړه پاک نشو پیسې مه راکوه!

سړی له موټره راښکته شو ورته یې وویل:

  • سمه ده موټر ووینځه!

ماشوم خوشحاله شو، په دې وخت کې د ورکشاپ خاوند راغلی، ماشوم ته یې په غصه وویل:

  • زما د دکان مخې ته به موټر نه وینځې!

هلک ورته په زاریو شو:

  • کاکا! دلته ویاله ده، بل ځای ماته خلک موټر نه دروي.
  • خی سمه ده، خو نیمې پیسې به ماته راکوې!

هلک مجبور وو او په ځړیدلو شونډو یې ورته وویل:

  • سمه دهږ

هلک کوچنی او په تنه خورا ضعیفه وو او موټر غټ، د پاکیدو پر مهال دومره ستړی ښکاریده، لکه ساه چې یې وځي.

د موټر خاوند ته یې غږ کړ:

  • دا موټر دې چیک کړه!

د موټر خاوند جیب ته لاس کړ،د پیسو راویستلو په حال کې یې هلک ته وویل:

  • موټر د سم ندی پاک کړی، نیمي پیسې درکوم، موټر حرکت وکړ…

هلک یو ځل په لاس کې نیمو پیسو ته وروکتل او بیا یې د ورکشاپ خاوند ته وکتل.

کاغذ یې راوویست، ویې لیکل:

  • عجیبه خلک دي، سړی حیرانه پاتې شي.

جمله یې لا نه وه پوره کړې چې درز شو…

وړوکی ماشوم په وینو ککړ پروت وو، کاغذ یې په لاس کې پاتې شو.

پای

4 COMMENTS

  1. ډیر زیات مې زړه درد وکړ !!
    ډیر ظلم وشو او روان دی – الله دې په افغانانو رحم وکړي.
    ډیره مننه، چې دا کیسه مو شریکه کړه – په دې هیله چې نړیوال زمونږ د غم او درد نه خبر شي ..

  2. د شینوارو دغنی خیلو و لسوالۍ د موټر بم چاودنی د شهید ماشوم دغی وروستۍ لیکنې ته چې ویلی یې دي: عجیبه خلک دي سړي ورته حیران باتې شي! عجیبه خلک دي سړی ورته حیران پاتې شي
    څه بدبختي ده! چې غله د چا مشران پاتې شي
    د مفسدینو په دولت کې د فساد قانون دی
    په دې فساد کې به نو څه د چا ایمان پاتې شي
    د غني خان او عبدالله دغه مفسد چارواکي
    د تمې نه دي چې به سم لکه انسان پاتې شي
    مه د امنیت تمه کوئ نه د خوشاله ژوندون
    عجب قانون دی چې غله قهرمانان پاتې شي
    هغه به کله رازیږیږي چې وطن راجوړ کړي
    زما په زړه به د اباد وطن ارمان پاتې شي

  3. افغان ملت د دوګما کمونستانو او جعلی مسلمانانو له خوا د اجنبیو په کومک د تباهی سره مخامخ دی او ددی دوزخی اور څخه خلاصون نه لیده کیږی ، د تنکیو جلیو او تنکیو هلکانو دژوند اوسنی حالات ډیر بی رحمانه دی او راتلوونکۍ هم نامعلوم دی ، ددی تباهی تهداب لیونی محمد داؤد د کمونستانو په کومک کیښود او ډیر ملی شخصیتونه ئي په قتل ورسول او دی زهرناکه د شوروی په کومک جمهوریت رامینځ ته کیدل نورو جعلی ملایانو ته د وحشت زمینه برابره کړه او اوس افغانستان اور اخیستۍ دی او نوی مصنوعی را پیدا شوی جعلی تاریخ دانان کوشش کوی چی د لیونی محمد داؤد کمونستی کودتا ته انقلابی بڼه ورکړی اما حقیقت هیڅکله نشی پټیدلای د غبار او رشتیا په شان درواغو تاریخونو تکرار بیا صورت نشی موندلۍ!!!

  4. ډېر دردوونکی داستان و.
    کاش بیا هېڅکله تکرار نشي.
    ستاسو قلم دې رسا وي
    ښاده شې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب