جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهد زندانونو د تنظیم اداره: د اعتصاب کوونکو بندیانو غوښتنې د دوی...

د زندانونو د تنظیم اداره: د اعتصاب کوونکو بندیانو غوښتنې د دوی له صلاحیته پورته دي

تاند (یکشنبه د میزان ۱۳) د افغانستان د زندانونو د تنظیم اداره وايي، د اعتصاب کوونکو زندانیانو ځینې غوښتنې ددوې له صلاحیته پورته دي او ولسمشرۍ ماڼۍ ته یې راجع کړي دي.

ددغې ادارې ویاند فرهاد بایاني ویلي، ددې بندیانو غوښتنې به د عدلي او قضايي ځانګړې کمیټې په ناسته کې وارزول شي.

د نوموړي په وینا ټاکل شوې راتلونکې دوشنبه د ولسمشر د دوهم مرستیال په مشرۍ د عدلي او قضايي ځانګړې کمیټې ناسته جوړه شي چې د دوی په اړه به په کې لازمې پرېکړې وشي.

د ښاغلي بایاني په خبره د اعتصاب کوونکو زندانیانو عمده غوښتنې عدلي او قضايی ارګانونو ته متوجه دي.

ددې ادارې د معلوماتو له مخې هغه زندانیانو چې له تېرو درې ورځو راهیسې یې د نه خوړلو اعتصاب پیل کړی د عمومي بخښې غوښتنه کوي او د پوځیانو، د مخدروموادو دقاچاق کوونکو، ناروغانو او سپین ږیرو په اړه د بخښنې په فرمانونو کې شاملېدل غواړي.

په ورته مهال د افغانستان د څرخي پله زندان کې یو شمېر بندیان وايي، پر اعتصاب یې اته ورځې تیریږي خو هیڅ پام ورته نه دی شوی.

د دوی په خبره چې تر اوسه یې د ستونزو د حل لپاره اقدام نه دی شوی، او کوم څوک چې د بخښنې په فرمان کې راغلي وي نه خوشې کیږي او خپل او خپلوان یې اجازه نه لري چې له دوی سره وویني.

دغه راز زندانیان ادعا کوي چې ځیني هغه یې د پیسو په بدل کې خوشې کیږي. دوی وايي تر څو یې چې ستونزو ته رسېدنه نه وي شوي اعتصاب به یې روان وي.

د زندانونو د تنظیم ادارې د اعتصاب کوونکو زندانیانو د شمیر په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو وايي اوس په دغه زندان کې څه کم ۷۰۰۰ بندیان ساتل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب