سه شنبه, جولای 23, 2024
Home+د فيمينزم له مخې د پښتو ژبې ځيرنه

د فيمينزم له مخې د پښتو ژبې ځيرنه

پوهاند دوکتور اجمل ښکلى

Abstract:

Feminism is a school of women’s rights, which started from women’s rights and reached the male mentality about them in the culture.  According to feminism, this mentality is based on narcissism, which is a social reality.  On this basis, we can also study languages ​​that, according to feminist theory, retain their gender, and also differentiate word meanings and grammatical rules based on gender.  If in these languages ​​there used to be Avestan and Persian, which now leaves behind gender in the language: now it is Pashto, which still retains gender and differentiates linguistic rules and trends based on gender.  In Pashto, gender is dominated by two areas, one in the independent visa concepts, the feminine signs in the feminine, and the other in the grammatical variations.  In Pashto, there is a gender difference in the price of nouns, adjectives, number and adverbs, and also in the case of verb descriptions.  But in all of these contexts, the source is the masculinity, from which the feminine derives, so there are two ways: from the most common masculine to the feminine.

Keywords:

Feminism, Gender, Content Concepts, and Grammatical Reasons of Gender.  

لنډيز:

فيمينزم د ښځو د حقونو هغه مکتب دى، چې د ښځو له حقونو پيل شو او په فرهنګ کې د دوى په اړه د نارينه تر ذهنيت پورې راورسېد. د فيمينزم په اند، دې ذهنيت تر شا نرواکي ولاړه ده، چې يو ټولنيز واقعيت دى. پر دې بنسټ موږ د فيمينستي نظريې له مخې د هغو ژبو مطالعه هم کولاى شو، چې لا يې جنسيت ساتلى او د جنسيت پر بنسټ هم د کلمې ماناوې او ګرامري قاعدې توپيروي. په دې ژبو کې که پخوا اوېستايي او زړه فارسي وه، چې اوس يې په ژبه کې جنسيت تر شا پرېښى؛ نو اوس پښتو ده، چې لا يې جنسيت ساتلى او د جنسيت پر بنسټ ژبني قواعد او رغښتونه توپيرو.

په پښتو کې په دوو ډګرونو کې پر جنسيت غږېداى شو، يو په خپلواکو وييزو مفاهيمو کې چې ښځينه ته منسوبې ژ بنۍ نښې د نرواکۍ ښکارندويي کوي او بل په ګرامري رغښتونو کې. په پښتو کې د نومونو، ستاينومونو، شمېرنومونو، نومځرو، قيدونو په بڼه هم د جنسيت توپير شته او د فعل د تصريف په بڼه هم.

خو په دې ټولو مورادو کې اصل او سرچينه نرينه جنس دى، چې ښځينه جنس ترې راوتى. په دې ډول دوه داسې لارې دي، چې له نرينه جنس نه ښځينه جنس جوړ شوى، يو د نرينه توک وروستى غږ په بل غږ اوښتى او مونث ترې جوړ شوى يا دا چې پر نرينه جنس يو مورفيم ورزيات شوى، بيا ترې ښځينه جنس راوتى. دا ليکنه پر همدې مسايلو څرخي.

کليدي کلمې:

فيمينزم، جنسيت، خپلواک مفاهيم، ګرامري رغښتونه

سريزه:

فيمينزم د خپل تاريخ په دويم پړاو کې د ښځې له محدودو حقونو نه راووت او د فرهنګ په هره برخه کې يې د نرواکۍ له فرهنګ نه پرده پورته کړه. تاريخ ته يې سر ورښکاره کړ او پر ادبي متونو يې د فيمينستي تيورۍ له زاويې نه کره کتنه وکړه. پوهان د فيمينزم د دې دويمې څپې پيل د سيمون دوبوار له اثر (دويم جنس) نه بولي. د دوبورا په اند، ښځه توب کوم بيالوژيکي توپير نه ښيي، بلکې دا د نرواکۍ مفهوم دى، چې جرړې يې بايد له ښځو نه په هغو هيلو او ځانګړو ارزښتونو کې وګورو، چې (نرواکې) ټولنې د ښځې لپاره ښودلي. ښځه د دې ارزښتونو په منلو، د ټولنې هيلو ته هرکلى وايي. په بله وينا، ښځينه ځانګړنې د دې پر ځاى چې د جسم پر بنسټ تعريف شي، د هغو چلنونو پر بنسټ مشخصېږي، چې ټولنه يې ښځينه بولي او مخالفت يې د ښځو له جنسيت سره مخالفت بولي(۲).

د فيمينزم دې څپې د فرهنګ په هره برخه کې د ښځو په اړه د نرواکې ټولنې پر تعريفونو او مشخصاتو نقد وکړ. په دې کې ادبيات هم شامل وو، چې ښځه پکې د نارينه شاعر له خوا د محبوبې، مور او نورو بڼو راغلې وه او سړي د خپلو تمايلاتو له مخې واقعي ښځه مسخه کړې وه. همدا راز له ادبياتو سره په خوا کې ژبه وه، چې فيمينستانو يې په اړه بحث وکړ.

د جنسيت پر بنسټ د پښتو ځيرنه:

په لرغونو آريايي ژبو کې مورفيمونه له درې اړخونو ګردانېدل: حالت، جنس او عدد؛ خو تر دې په مخکو ژبو لکه هيتي ژبه کې نومونه په ساکښ او بېسا ويشلي وو او ګردان يې په دې دوو ډولونو و. ښځې او ماشومان هم د بېسا شيانو غوندې ګردانېدل. په ورپسې دوره کې په آريايي ژبو کې ساکښ او بېسا د حالت، جنس او عدد په ګردان واوښتل او دا ښيي، چې په ژبه کې د جنس ګردان او د جنسيت موضوع وروسته مطرح شوې.

څرنګه چې ژبه يوه ټولنيزه ښکارنده او د انساني افکارو هېنداره ده؛ نو دا له امکانه لرې نه ده، چې د جنسيت اړوند اختلافات دې پکې خپلې نښې پرېښې وي او جنسيتپاله ژبه دې يې رامنځته کړې وي. جنسيتپاله ژبه هغه ده، چې په کلمو او ګرامري رغښتونو کې يې پر ښځو سترګې پټې کړې وي يا يې ورته سپکاوى کړى وي(۱۰؛ ايوي و بک لاند ۱۲؛ ۸). د ديل سپندر په اند، سړي د ځواک په داسې يو موقعيت کې پاتې شوي، چې نړۍ يې د خپل ليدلوري له مخې نومولې او د ژوند او ژبې لپاره يې نورمونه جوړ کړې دي.( ۱۴).

د سړي ځواکمنېدل له تاريخي پلوه ځينې لاملونه درلودل. انسان حيوانات اهلي کړل او له دې امله بايد په څړځايونو پسې ګرځېدلى واى او د خپلې کورنۍ لپاره د خوړو په لټه کې له خپلې پادې سره له کورنۍ جلا شوى واى. څرنګه چې دا کار د نارينتوب له خويونو سره برابر وو، نو په درېيمه مز زريره کې د پلاروکۍ انقلاب راغى او د قبيلوي تملک(ملکيت) ځاى کورني ملکيت او د ښځې ځاى پلارمېړه ونيو. په دې ډول د انسان ځايناستى د اوېستا مېړه mašya-  شو او سړي همېشه مونثه ځمکه ورخپله کړه او patria د وطن مانا واخيسته(۴؛ ۷ (. پايله دا، چې د سړي په ذهن کې دا خبره پخه شوه، چې دوى پياوړي او برلاسي (اوېستايي: nar- “نر” د هندو اروپايي د nar- له ريښې نه دى، چې ځواکمن ته وايي)، د عقل څښتن(manu- “منوش، لومړنى انسان، د هندو اروپايي د man- له ريښې نه ” فکر کول”) او د ښځو او پادو مشران او څښتن (اوېستايي patay- د له اوېستايي ولۍ نه “پاييدل او خواړه ورکول”) انسانان دي(۳).

د پښتو مېړه هم د اوېستا د mašya-  له ريښې نه دى، چې په پښتو کې هم د ځواکمن، پياوړي او شجاع مانا لري او د مېړانې او مېړني ستاينومونه ترې راوتي. په زړه پورې دا ده، چې مېړه يوازې د مېړني مانا نه لېږدوي، بلکې له مېرمنې سره جوخت هم کارېږي؛ لکه: د پلانۍ ښځې مېړه. دا د جنسيتي توپير يوه ښکاره بېلګه ده، چې ولې له ښځې سره څنګ تر څنګ د مېړه(زړور) کلمه کارېږي؟ ځکه چې پر وړاندې يې ښځه ده، چې کمزورې ده او يوازې مېړه يې ساتنه کوي. له همدې امله هغه ښځه چې واده يې کړى وي، په پښتو کې مېړوښه بولي او دا ښيي، چې په پښتو کې د ښځو اړوند مفاهيم د سړو له مفاهيمو زېږي، ګنې هغه سړي چې واده کړى وي، ښځمېړ يې نه بولي.

په پښتو کې هم ځمکه لفظي مونثه کلمه او مونث مفهوم دى، چې څښتن يې بالعموم سړى وي او له سړي نه اولاد ته په وراثت کې پاتې کېږي. د وراثت موضوع هم له تاريخي پلوه د نرواکۍ زېږنده دى، چې اولاد د پلار په خېل او قوم پسې ځي او د مور لور په ارثيت کې له پامه غورځېږي. له بله پلوه د پښتو د “مېرمن” کلمه د استاد زيار په اند، د پښتو له مېنې او د فارسي له مېهن کلمې سره همريښه دي. که د مېرمن او مېنې په لړ کې د پښتو مېړه ته وګورو، په پښتو کې مېړه ته خاوند او څښتن وايي. خاوند صاحب ته وايي. دا کلمه راته وايي، چې پښتانه مېړونه خپلې ښځې د مال غوندې گڼي او ځان ته يې د څښتنوالي(تصاحب) حق ورکوي(۶).

څښتن د تصاحب او مېرمن د ملکيت کېدو لومړنۍ مانا لري، ځکه څرنګه چې سړى د مېنې څښتن دى، داسې د مېرمن څښتن هم دى او دا اړيکه په پښتني ټولنه کې برعکسېداى نشي. داسې نشو ويلاى، چې ښځه د سړي څښتنه ده. دا مفهوم يوازې په پرمختللو ټولنو کې شته، چې ښځه پر سړي مسلطه وي او ځان يې يوازنۍ څښتنه بولي او له بلې ښځې سره يې شريکول نشي زغملاى. يوه خبره د يادولو وړ ده، چې مېرمن کلمې په پښتو کې د تاريخ په اوږدو کې د “مېرمندې” په بڼه د وينځې او د شيانو د تصاحب مانا هم ورخپله کړې ده. پښتو لنډۍ ده:

کوکريه مه راپسې غاپه

ستا د مېرمنې په سلا راغلى يمه

که پښتو ژبې ته د فيمينزم له ليدلوري وګورو، په دې کې هم سړى په مرکز او ښځه په حاشيه کې ده. سړى د ښځې لپاره معيارونه ټاکي. پخپله سړى د پښتو په ګډون په زياترو ژبو کې د انسان انډول دى. يعنې د سړيتوب ځانګړنې د انسانيت ځانګړنې دي، چې په دې کې زړور، پياوړى، هوښيار، نېک، فعال، حاکم او داسې نور مثبت خويونه راځي، چې د ټولنې افرادو ته يې د ورخپلولو تلقين کېږي؛ خو پرخلاف يې ښځه ده، چې ډارنه، کمزورې، کمعقله، احساساتي، مکاره، منفعله او محکومه او… ګڼل کېږي، چې په ټولنه کې دا خويونه بد ګڼل کېږي او له همدې امله د ښځې په اړه منفي تصور موجود دى.

له دې زاويې نه ويلاى شو، چې په ژبه کې “سړى” يو نښور مفهوم دى، ځکه چې د انسان، بالغ او نارينتوب نښې لري؛ خو ښځه بې نښې ده او د سړي له مفهوم سره د تضاد پر بنسټ د پوهاوي وړ ده؛ نو چې سړى د انسان انډول شو؛ نو ښځه لاشعوري له پامه غورځېږي او حاشيې ته ځي.(۱)

 دين راته وايي، چې خداى له جنسيته مبرا دى؛ خو زموږ کلچر او زموږ ژبې موږ ته خداى د يوه نارينه جنس په توگه راپېژندلى دى. خداى زموږ په عقيده کې يو مټور او لوى شخص دى، چې موږ د خلو غوندې په يوه او بل غره ويشتلاى شي. موږ له خداى نه د لرغوني اسطوري پېر د توتم غوندې د شفقت تمه کوو يا ورته د يوه قهرجن واکمن او غيرتي ذات په سترگه گورو. له غيرت نه موږ ځانگړې جگړه ييزه مانا اخلو او د نارينه وو کار يې گڼو. موږ  دې منسوب کړيو صفتونو ته نه ځير کېږو؛ خو کله چې خداى ته د ښځينه صفتونو د منسوبولو هڅه کوو، پته راته لگي، چې موږ خداى يو نارينه ذات گڼو. خداى ته د خپلې مور صفتونه نه ورکوو او که ووايو، چې خدايه مهربانه ذاته ده؛ نو له واره د خپلې تېروتنې درونوالي ته متوجه کېږو.” (۶)

د فيمينزم پر بنسټ په زياترو ژبو کې بېلابېل ښځينه نومونه سړو ايښي او د نارينه عواطفو او انګېرنو ننګېرنو ښکارندويي کوي.

د پښتو د جن نجلۍ کلمه د اوېستا د gen له کلمې سره هم ريښه ده. په اوېستا کې gen د زېږولو مفهوم لري او هغې بې مېړه ښځې(پېغلې) ته وايي، چې مطيع او منونکې او په کور کې ناسته وي، اوېستا زده کوي او زامن راوړلاى شي(۹). د اوېستا يوه بله مونثه کلمه janay-/jənay-/jənərā- /gə-/jahī-/jahīkā- ده، چې د مېرمنې او ښځې مانا لري(۱۵)، چې دا کلمه د پښتو له نجلۍ سره هم ريښه ده. دا کلمه په اوېستا کې په منفي مانا راغلې او هغې ښځې ته وايي، چې په خپل عمل او دروغو يې خپل اخروي ژوند تباه کړى وي او د اهرېمنو په ډله کې شامله شوې وي.(۹) يا هغه ښځه ده، چې د شنډوالې له امله اهريمنۍ شوې وي(۹).

همدا راز د پښتو د واده کلمه په اوېستا کې د vaδū-/vaδut-/vaδri.yaonā- يعنې مېرمن ښځې په مانا راغلې، چې په هندواروپايي کې د vedh- په بڼه ده، چې د وړلو او اطاعت مانا لري. په خوارزمي کې دا کلمه د wud، په سغدي کې د waδu  په بڼه راغلې، چې په فارسي کې يې v په b او δ په y اوښتى او bayog/bayo/ ]ناوې[) او يا يوازې په y د δ په اوښتو ترې wayog/wayo  جوړ شوى(۱۳؛ ۱۱). د دې ريښې مانا وروسته پراخه شوې او د واده کولو مانا يې ورخپله کړې. پر همدې بنسټ د vaδri.yaonā- مانا  هغه نجلۍ ده، چې د واده په درشل کې وي. په پښتو کې د ولور کلمه هم  په l د d او د b په w د بدلون په پايله کې د vadu-bar له کلمې راغلې، چې د واده د وړلو بيې ته وايي.

يوازې د خپلواکو وييزو مفاهيمو په کچ نه، بلکې د رغښت او ګرامر په کچ هم په ژبه کې د نرواکۍ ځانګړنې وينو. له رغښتي پلوه ځينو ژبو جنسيت تر شا پرېښى، مثلا: په فارسي ژبو کې په ټولنيزه توګه جنسيتي توپير شته؛ خو په فارسي کې چې په لرغوني پېر کې جنسيت و، وسمهال له منځه تللى دى. په پښتو کې لا هم د جنس تفکيک شته، چې د نوم، ستاينوم، عدد، نومځري، قيد او فعل په کچ موجود دى.   

په پاسني هر مورد کې په پښتو کې د جنسيت له پلوه اصل نرينتوب(تذکير) دى او تانيثيت د تذکير زېږنده دى. په دې ډول يوه نرينه کلمه شته وي، خو چې کله ښځينه ته کارېږي؛ نو له همدې نرينه نه په لږ مورفولوژيکي بدلون يا د روستاړي په ورزياتولو مونثه کېږي. پيل به له نوم څخه وکړو:

۱ دوبي په پښتو کې لفظي نرينه نوم دى، چې د مونث د جوړولو لپاره يې څو لارې دي. يوه دا ده، چې وروستۍ “ي” په “ۍ” واوړي او “دوبي” په دوبۍ بدله شي.

په دې برخه کې “ڼه/ڼۍ” هغه روستاړى دى، چې د نرينه د ښځينه کولو لپاره کارېږي: موچي: موچڼه، نايي” نايڼه، حاجي: حجاڼۍ.

پر دې سربېره په پښتو کې له مذکر نه د مونث کولو بله عامه لار د نرينه نوم په پاى کې د a ورزياتول دي او دا چاره زياتره په بېواکغږ د پاى شويو نومونو د مونث کولو لپاره کارېږي؛ لکه: وکيل: وکيله، مشر: مشره، مامور: ماموره، محمود: محموده.

همدارنګه په پښتو کې د خپلوۍ څه مونث نومونه له نرينه نوم نه راوتي: کاکا: کاني، ماما: ماني او دا ځکه چې د دوى تشخص د دوى د مېړونو له مخې دى او لکه د مور او خور غوندې خپل تشخص نه لري. په پښتو کې “زۍ” د “زوى” لنډه بڼه ده، چې په نرينه کلمو کې کاريږي؛ خو دا نرينه جنسيت په مونث جنس هم تحملېږي؛ لکه: يوسفزى: يوسفزۍ، خورزه، ترورزۍ.

پر دې سربېره ځينې نور نومونه د بڼې د اوړون په مټ له نرينه نه ښځينه کېږي، مثلا سرچينه “پښتون” دى، چې د مونث جوړولو لپاره يې بڼه اوښتې او “پښتنه” شوې. همداسې شپون: شپنه او نورې. “مېلمنه” او “کوربنه” هم په “مېلمه” او “کوربه” د “نه” روستاړى ورزيات شوى.

په پښتو حيواناتو ښځينه نومونه هم له نرينه وو نه په لږ بدلون جوړېږي: مږ: مېږه، زمرى: زمرۍ، چرګ: چرګه او ….

په پښتو کې د مونث د جمع کولو لپاره پر نرينه جمع روستاړي باندې بالعموم (ې) ورزياتېږي: دوبيان: دوبيانې، محصلان: محصلانې، زانګوګانې.

۲ ستاينوم: په پښتو کې د جنس له مخې سرچينه نرينه ستاينوم دى، چې کله يې ستايلى(موصوف) ښځينه شوى؛ نو د نورو نومونو غوندې يې بڼه بدله کړې ده. په پښتو کې د ستاينوم او ستايلي سمون(مطابقت) مهمه موضوع ده. دا سمون هم د عدد او هم د جنس له پلوه مطرح دى. د جنس له پلوه ستاينوم له خپل ستايلي سره بېلابېلې بڼې لري، مثلا  “سور” د مفرد مونث لپاره په سره او د جمع مونث لپاره د “سرې” په بڼه راځي. همداسې “ښه” د نرينه لپاره “ښه”، چې د يوګړي ستاينوم لپاره يې وروستى زورکى په زور اوړي او “ښه” کېږي، چې بيا د جمع لپاره په “ښې” اوړي.

۳ عدد: په پښتو کې عدد هم لومړى د نرينه لپاره دى او بيا د ښځينه لپاره پکې اوړون راځي، چې په اصلي ډول کې يې يوازې “يو” او “دوه” په “يوه” او “دوې” اوړي او په رتبي  او انقسامي ډول کې تقريبا ټول د جنس لپاره بدلون کوي، چې يوازې “لومړى” په “لومړۍ” او نور په پاى کې زور اخلي، لکه سلم: سلمه، دوه اويايم: دوه اويايمه.

۴ نومځري:  د پښتو نومځري هم د جنسيت له ليده مطالعه کولاى شي. په پښتو کې په شخصي نومځرو کې په اولګړي او دويمګړي کې د جنسيت تفکيک نه وينو، يوازې په درېيمګړي کې دا توپير شته. لکه بن ونيست چې په “د نومځرو طبيعت” کې وايي، چې درېيمګړى په اصل کې د ويناوال لپاره شخص نه، بلکې څيز دى؛ نو ښايي همدا لامل وي، چې د درېيمګړي لپاره په لږه بدله بڼه په پښتو، فارسي او ځينو نورو ژبو کې اشاري نومځري کارېږي. اشاري او د درېيمګړي نومځري دواړه لومړى د نرينه او بيا له نرينه نه د مونث د ګردان لپاره بڼه اړوي: دى: دا، هغه: هغې(اوښتې مونثه بڼه)، دغه: دغې.

په پښتو کې دويمه لويه برخه د فعل ده، چې د جنس له پلوه پکې په وسمهال کې ګردان نه دى پاتې، يوازې په تېر مهال کې هغه هم يوازې د درېيمګړي لپاره پښتو فعل د جنس له پلوه ګردانېږي؛ خو دا ګردان يې په نرينه جنس د ه(a)، له/ لې(جمع مونث) په ورزياتولو جوړېږي. د درېيمګړي يوګړي نرينه بڼه يې په بشپړ مهال کې زياتره صفر وي: کېناست: کېناسته/ کېناستله/کېناستلې، وليد: وليده يا وليدله/وليدلې، وووت: ووتله، احمد کار کاوه: احمد کورنۍ دنده کوله، راغى، راغله، وخوړ: وخوړله/وخوړله او وخوړلې او داسې نور.

د پښتو فعل په ګردان کې دا هم مهمه ده، چې که په ايښي کې څو فاعله يا مفعوله راغلي وي، فعل د جنس له پلوه د چا له پاره ګردانېږي؟ که په جمله کې يو فاعل يا په تېر مهال متعدي جمله کې مفعول نرينه و او نور ښځينه وو، که هغه فاعل يا مفعول تر فعل مخکې د جملې په سر کې هم راغلى وي، فعل د هغه د موجوديت له امله د نرينه جمع په بڼه ګردانېږي:

۱ زلمى، زرڅانگه، زرمينه او زرينه راغلل.

۲ ما په لندن كې يو كال او درې اوونې تېر کړل)۵)

په (۱) جمله کې زرڅانګه، زرمينه او زرينه او په (۲) جمله کې درې اوونۍ ښځينه دي او له دې سره چې له فعل سره جوختې راغلې؛ خو فعل يې پروا نه ده کړې او تر دوى د هاخوا نرينه فاعل او مفعول لپاره تصريف شوى. که (۱) جمله په لاندې بڼه واړوو، هم به فعل د نرينه په بڼه ګردانېږي:

۳ هلک او نجونې راغلل.

دا ښيي، چې په پښتو ژبه کې څو ښځمنې له يو نرينه سره نه دي برابرې او نرينه جنس پرې بيا هم دروند دى.  

پايله:

د فيمنيزم له زاويې نه که پښتو ژبې ته وګورو؛ نو پوهېږو، چې پښتو د ژبې په توګه او پښتنو د ټولنې په توګه لا جنسيت تر شا نه دى پرېښى او اوس هم د انسانانو د وېش لپاره د جنس له تلې نه استفاده کوي. په پښتو کې په وييز او ګرامري کچ لا جنسيت پاتې دى او د دې ټولو مطالعه راته وايي، چې په پښتو ژبه کې هم د پښتنې ټولنې غوندې ښځې دويم جنس دى، چې د نرينه(مذکر) له چپې پښتۍ زېږېدلې. په پښتو ژبه کې مونث جنس په مانيز، وييز او ګرامري کچ موجود دى، چې په وروستيو دوو ډګرونو کې د مونث د جوړولو لپاره پر نرينه ژبني توکي د روستاړي په ورزياتولو يا اوړونونو سره کلمه له نرينه څخه مونثه کېږي او دا ښيي، چې په پښتو کې مونث جنس له نرينه راوتى.

ماخذونه:

  • ابوالقاسمی، محسن. دستور تاریخی زبان فارسی. تهران: سمت. ۱۳۷۵. ص ۵۲ ۵۳
  • پاينده، حسين. نظريه و نقد ادبى: درسنامه اى ميان رشته اى. تهران: سمت. ۱۳۹۸. ۷۷مخ
  • رضایی باغ بیدی، حسین بازتاب فرهنگ مردسالار در زبان های هندواروپایی. نامۀ فرهنگستان، شمارۀ ۹. تهران: فرهنگستان. ۱۳۷۶. ص ۸۹۹۹
  • رید، ایولین. پدرسالاری. ترجمۀ افشنگ مقصودی. تهران: گل آذین.۱۳۹۰. ص ۱۲۱ ۲۱۱
  • زيار، مجاور احمد. ليکلارښود(يوه پښتو کره پښتو). پېښور: د ساپي پښتو څېړنې او پراختيا مرکز. ۱۳۸۵. ۲۸ مخ
  • ښکلى، اجمل. فيمينستي ادبي نظريه. کابل مجله. کابل: د علومو اکاډمي. ۱۳۹۵. ۱۳ مخ
  • قرشی، امان الله. ایران نامک. تهران: هرمس. ۱۳۸۰ .ص ۳ ۲۷
  • محمودی بختیاری، بهروز؛ افخمی، علی؛ تاج آبادی، فرزانه. بازتاب اندیشه مردسالارانه در زبان فارسی: پژوهشی در جامعه شناسی. نشریۀ زن در فرهنگ و هنر. دورۀ۲، شمارۀ ۴. صص۹۰ ۱۰۷. ۱۳۹۰. ص ۳۹
  • یسن ها. ترجمۀ ابراهیم پورداوود. تهران: اساطیر. ۱۳۸۰. بند ۹، ۱۰، ۱۵، ۶، ۲۲، ۵۳، ۵۴ و ۵۷
  • 26- Cameron, D. Feminism and Linguistic Theory. New York:

Martin,s. 1985. P. 75

  • Cheung, Johnny. Etymological Dictionary of the Iranian

Verb. Boston: Leiden. 2007. P. 404

  • Ivy, D.K. and Backlund. Exploring Gender Speak: Personal Effectiveness in Gender Communication. New York: McGraw- Hill. 1994. P 72
  • Pokorny, Julius. Indogermanisches Etymologisches Wō Tūbingen: Francke. 1994. P. 1744
  • Spender, D. Man made language. London: Routledge & Kegen Paul. 1980. P. 2

۱۵ بارتولومه، کریسیتیان. فرهنگ ایرانی باستان به انضمام ذیل آن با پیشگفتار بدرالزمان قریب. تهران: اساطیر. ۱۳۸۳۔ ص ۶۰۳۶۰۴

2 COMMENTS

  1. کوم تفاوت چې په پښتوژبه کې د نارینه اوښځینه نومونو او د هغوی په ګردان کې شته ، کټ مټ په روسې ژبه او تر ډېره ځایه په فرانسوي کې هم شته .

  2. د ښاغلی محترم اجمل ښکلی د علمی او په عین حال کی ترخی طنزیه لیکنی څخه په مننی سره، یو څو لنډ ټکی:
    ۱ – هڅه روانه ده چی زموږ په هیواد کی د ښځو حقه حقوق تأمین سی چی البته ” نر ” ددی انسانی پروسی مخکښ دی ( د ښځو په ګډه مرسته ) .
    ۲ – په ژبه کی د فِمینین او ماسکولین د قاعدی شتون یوه طبیعی خبره ده او ګومان نه کیږی چی ددی قاعدی د وضع او تثبیت تر شا کوم تبعیضی چلند پښی غځولی وی ( البته دا ډول مسائل په ډیرو ژبو کی تر سترګو کیږی ) .
    ۳ – د ژبی اصلی پیدا کوونکی سبحانه وتعالی دی لکه څنګه چی خپله د انسان او نورو مخلوقاتو پیدا کوونکی سبحانه و تعالی دی منتهی انسان د خپل فطری استعداد په مرسته ” ژبه ” او د ژبی قواعد کشف کړی دی.
    ۴ – د مؤنث او مذکر صیغه تر بلی هری ژبی په پښتو ژبه کی ډیره پیچلی او مغلقه او سخته ده، همدا علت دی چی هیڅ غیر پښتون هیڅکله د سختی هڅی سره سره نه سی کولای په بشپړه توګه پښتو ژبه زده کړای سی ( حتی د شوروی او انګریز او چین او……روزل سوی مامورین) .
    یو غیر پښتون کس به د مکتب او پوهنتون او کار په ساحه کی د پښتون سره په څنګ کی پنځوس کلونه ژوند کړی وی خو ناڅاپه به ږغ وکړی چی: مثلاً
    ” د مَلَک بازو د لاس څخه ګډوه ولوېدئ او ټول اوبه ئې پر مځکه توی سو “.
    ۵ – 《میاشت 》 او 《 ورځ 》او 《 وریځ 》او 《 ستن 》او 《 لمن 》 او 《 ږمونځ 》ظاهراً مذکر او نرینه اسمونه دی خو تر نر ئی ښځینه مخلوق ډیر کاروی بناً د ښځو د مظلومیت مسئله باید هری پدیدی ته تعمیم و نه مومی او نه دا ډول تفکر د ښځو سره د خواخوږی او پیوستون د موضوع سره مرسته کولای سی بلکه نور هم په ښځه کی د منفی څپو د پیدایښت او خوځښت لامل ګرځی.
    ۶ – د ښاغلی اجمل صاحب د استعداد د ستائنی په ترڅ کی، هیله ده رانه خپه نه شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب