هره ټولنه د اوسیدو لپاره ځانته ځانګړی سټرکچر (جوړښت) لري، چې هلته هر اوسېدونکی یې پیروي او اطاعت کوي. دا جوړښت انسان د ټولنیز کېدو (Socializiton) له لارې زده کوي او دا پېژني، چې د ټولنې سټرکچر د څه شي اجازه ورکوي او له څه شي څخه منعه کوي.
د ټولنیز کېدو په بهیر کې کورنۍ، همزولي او د زده کړو بنسټونه اړین رول لوبوي. د ټولنې سټرکچر په ټولییز ډول د ټولنې د هر فرد لپاره د زولنو حیثیت لري، یانې هر انسان مجبور او مکلف دی چې د اړوند سټرکچر برابر ژوند وکړي. دغه مجبوریت ته ټولنیز جبر (Social determinisim) هم ویل کیږي.
د ټولنې له سټرکچر څخه د تېښتې او یا پیروی په صورت کې بیا د ټولنیز کېدو تر څنګ ټولنیز نظارت (Social control) ولاړ دی، چې د ټولنیز کېدلو بهیر څاري. د مجازو کړنو په صورت کې یو انسان ته مکافات او د منعه شویو کړنو په صورت کې مجازات ورکوي. دا مکافات او مجازات د رسمي او غیررسمي بنسټونو له لوري په هر انسان پلي کیږي. رسمي د حکومت قانون پلي کوونکې او قضاوت کوونکې ادارې دي، چې د منعه شویو کړنو پۀ صورت کې په رسمي ډول د ټولنې پر افرادو مجازات (جریمه، بند…..او اعدام) پلي کوي او غیري رسمي ټولنیز نظارت بیا د ټولنې د عامو وګړو لخوا د منعه شویو کړنو پۀ صورت کې پلي کیږي. د غیری رسمي نظارت وسایل تمسخر، خندا، تېزې خبرې او داسې نور څه کېدای شي، خو د ټولنپوهنې له انده غیري رسمي نظارت ډېر اړین او اصلاح کوونکی رول لري او زما له انده بیا هغه ټولنې چې وروسته پاتي (محافظه کاره او دودپاله) دي، غیري رسمي نظارت بیخي زیات اړین رول لوبولی شي، ځکه دغسې ټولنو کې حکومتونه پۀ ټولییز ډول کمزوري او د قانون د سم پلي کولو توان او وس نۀ لري چې زمونږ افغاني ټولنه یې ښۀ بیلګه کېدای شي.
اوس که پوښتنه وکړو، چې ولې زمونږ په ټولنه کې فساد او رشوت خپلې ریښې ښخې کړي او هر فرد یې تر خپل اغیز لاندې راوستی او دوېم دا چې څنګه دا ناوړه پدیده ختمولی شو نو ځواب به یې څۀ وي؟
راځو د پوښتنې د لومړۍ برخې د ځواب ته، زمونږ په ټولنیز سټرکچر کې د عزت او لوړتیا لپاره معیار (Criteria) لږ څېړو.
که لږ ځیر شو زمونږ ټولنې د عزت او لوړتیا لپاره نن سبا معیار پیسې او مادیات ټاکلي او د لاسته راوړلو لپاره یې ټولې لارې – چارې ازادې پریښي. یانې د ټولنې یو فرد که غواړي عزتمن او لوړ شي، باید پیسې او مادیات پیدا کړي هاغه که لۀ هرې لارې وي!
اوس د ټولنې هر وګړی مجبور او مکلف دی، چې د ټولنیز سټرکچر دا برخه ومني او پیروي یې وکړي، کنه د ټولنیز نظارت له مجازاتو او مکافاتو سره به مخ شي. مکافات دا دي، چې د سټرکچر د اړوندې برخې په پیروي کولو سره به نوموړی فرد عزتمن شي. د ټولنې ټول رسمي او غیري رسمي افراد او بنسټونه به لاس پۀ نامه ورته ولاړ وي او مجازات دا دي، چې د ټولنې ټول افراد به نوموړی سړی حقیر او ټیټ ګڼي او حتا څوک به پۀ خلاص تندي ورسره ستړي مشي هم نۀ کوي. نو همدا لامل دی چې د ټولنې ټول افراد د سټرکچر برابر د مکافاتو (عزت او لوړتیا) لاسته راوړلو کوښښ کوي او پۀ دې لار کې لۀ یؤۀ ناروا او روا کار مخ نۀ اړوي. او هاغه خلک چې ځان تقوادار او پاک بولي د ټولنې د سټرکچر لۀ دې برخې سرکشي او سرغړونه کوي او لۀ سختو مجازاتو سره مخ کیږي.
پۀ ټولییز ډؤل ۹۰ سلنه خلک غواړي چې د ټولنې لۀ مکافاتو برخمن شي او پاتې لس سلنه بیا سرکشي کوي او د مجازاتو سره ځان مخ کوي، نو ځکه دلته د فساد کچه آن تر ۹۰ سلنه هم اوړي او د سرکشو او نۀ منونکو ډله بیا لس سلنه هم نشته.
دوهم شی چې پۀ افغاني ټولنه کې یې پراخه فساد ته لار هواره کړې د کلکو ټولنیزو اړیکو شتون او پالنه ده. همدارنګه د ټولنپوهنې لۀ انده پۀ هغو ټولنو کې چېرته چې ټولنیزې اړیکې پۀ شدت سره پالل کیږي، حکومتونه کمزوري او د فساد کچه لوړه وي. د دغسې ټولنو ډېری وګړي کلیوالي ژوند لري، چې د کلکو ټولنیزو اړیکو لرلو اصل ته لۀ ښاري ټولنو زیاته پاملرنه کوي، چې همدا کلکې ټولنیزې اړیکې د فساد او نورو جرایمو پۀ رامنځته کولو کې رول لوبولی شي.
لکه: د یو شخص د قاضي کېدو پۀ صورت کې هغه باید له خپلې کورنۍ او خپلوانو سره د جرم پر وخت مرسته وکړي. حتا د هغه کلیوال او دوستان لۀ نوموړي دا تمه لري چې که ما قتل هم کړی وي، قاضي صېب باید ما خوشي کړي. دا چې قاضي صېب د ټولنیزو اړیکو پۀ پاللو کې جدي دی، مجبور او مکلف دی چې د جرم پۀ صورت کې د مجازاتو پر ځای هغه خوشي کړي، چې همدا د ټولنې د ناوړه وضعیت یو بد انځور دی.
د پوښتنې دویمې برخې ته راځو او دا څېړو، چې څنګه کولای شو د فساد ناوړه پدیده لۀ بیخه وباسو او ختمه یې کړو؟
د فساد د ناوړه پدیدې ختمولو لپاره زما لۀ انده باید لاندې کارونه وشي، کنه ناشونې ده چې افراد د فساد څخه منع کړل شي.
۱: د ټولنې اوسنی سټرکچر دې بدل شي؟
اوسمهال د ټولنې سټرکچر پر ځای د دې چې افراد لۀ فساد منعه کړي، برعکس یې اړ کوي چې فساد وکړي. نو که غواړو فساد ختم کړو، باید د ټولنې سټرکچر داسې جوړ کړو چې خلک له فساد څخه پۀ راګرځولو مجبور کړي.
د عزت معیار دې همدا پیسي وي، ولې لارې چارې دې روا او د ټولنې پۀ ګټه وټاکل شي او یا دې سوچه یو بل معیار وټاکي.
لکه: علم، تقوا، اخلاص، ایمانداري او یا خدمت!
نو بیا افراد مجبور دي، چې د عزتمن کېدو لپاره اړوند معیار تر لاسه کړي او همدارنګه دې مجازات هم وټاکل شي، چې د اړوندو معیارو څخه د سرغړونې په صورت کې د سرغړونکي ته ورکړل شي.
۲: کله چې افراد د ټولنیز کېدلو د بهیر له لارې اړوند سټرکچر زده کړي. مکافات او مجازات وپېژني، نو د ټولنې کابو ۹۰ سلنه خلک به کوښښ کوي، چې د معیار (علم، تقوا او اخلاص) برابر مکافات لاس ته راوړي او لۀ مجازاتو څخه بچ پاتي شي.
اوس که څوک پوښتنه وکړي، چې د ټولنې دا سټرکچر څنګه بدل شي؟
ځواب یې ساده دی.
۱:د حکومت له خوا باید پراخ تبلیغات وشي!
۲:دینپوهان دې له منبر او دیني ادرسه د فساد او رشوت پۀ اړه پراخ تبلیغات وکړي (زمونږ په ټولنه کې دا تر ټولو اغیزمنه لاره ده).