څپک څپک واوره وریدله خو شاته مې نه کتل مخ په وړاندې او سر په لوړه روانه وم. غوږۍ مې له موبایل سره وصل کړه. رادیو مې اوریدله، څو وارې مې د ویاند دا خبره واوریدله «هڅه وکړئ بې ضرورته له کوره مه راوځئ، او ډیر پام کوئ سړکونه ډیر ښویه دي.» ډاډه روانه شوم نه د موټر په جلو ناسته یم نه بس کې یم او نه په لوی سړک روانه یم. یو وخت مې شاته وکتل پلونه مې په واورو کې پټ ول . دلته تل پلې ګرځم . شاوخوا شینوالی او مخامخ غرونه چې د نښترو په ونو لا دنګ ښکاري ، کله کله د غرو له څوکو د لمر وړانګه او سترګک او زیړ او شین رنګ، یو عجب احساس کوم نن په نشترو پوښلي غرونه داسې ښکاریدل لکه ناوې چې په شین کمیس پسې بیا سپین کمیس واغوندي د دې منظرې په لیدو نه مړیدم. ساړه هم د زغملو شي خو په ازاد ښکلي طبعیت کې چې وهم درسره نه وي.
له ښي لاسه مې دستانه راوایستله او د چپ لاس په ګوتې چې دستانه مې ترې ایستلې نه وه رغوی وګراو .ګوته مې درنه او ځان مې په دې لویه ساحه کې یوازې احساس نه کړ. هغو کلونو او وخت ته یې بوتلم چې د ورستي ځل لپاره مې له واورې کرکه شوې وه.
*
هو هغې چې په یخ او سوړ لاس کې یې زما لاس کلک نیولی ؤ او له څنګه یې نه لرې کولم. راباندې ډاریدله ماشومه ده هسې نه په دې لویه بیدیا کې په لیوانو ورپیښ نه شو. ستړیا، لوږه او ساړه ډیر وو خو ډار مې نه پیژاند، لویه تکیه مور مې راسره وه ځان مې راته محفوظه او خوندي ښکاریدو . د لارۍ مالک وویل نور په دې کوتل نه شم تللی او واوره هم تیزه وریږي. که دلته پاته شو په دې دشته کې هم د لیوانو خطر ډیر دی په ژمي وږي وي او که په مخ ځو شپه په تیاره کې جنګي الوتکې ډیرې ګرځي او چې رڼا وویني نو بمبارد هم پرې کوي پوهیږي چې د د روسانو په راتک خلګ په هره طریقه له وطنه وځي. نو ښه به دا وي چې یو څه په پښو مزل وکړو تقریبا لس کیلومتره وړاندې یو کلی شته شپه به ورسوو. قطار اوږد ؤ سړي مخکې ماشومان او ښځې ورپسې روان وو . لاره اوږده او واوره دومره بې رقمه وریدله چې کله کله به مو یو بل هم نه لیده، قدمونه نه پاته کیدل زر زر په سپینو واورو پټ کیدل. ټول غلي ول او داسې روان ول لکه د نړیوال جنګ په فلمونو کې چې د هتلر عسکرو اسیران یو په بل پسې روان کړي وي. اسیرانو ته اجازه نه وه چې خبرې وکړي سرونه به یې ښکته ول خو د دې کتار وګړي هم غلې ول شاید له ناخبره برخلیک یا د طبعیت له بې ډوله سړو، د لیوانو وهم او له پاسه ناڅاپه د الوتکو راتلل او ړنده بمباري. خو د سالار غږ دا چوپتیا ختمه کړه ویې ویل:
هغه د اور لوګي او رڼاوې وینئ نور له خیره سره ورورسیدو. او ورپسې مو د شمال هغه ځیږ ویرونکی غږ کې د څو نورو کسانو اوازونه واوریدل چې سره ویل یې ایا دا غریب خلک به ځای راکړي کم خو نه یو د دوو غټو لاریو مسافر یو؟ انا مې په لوړ غږ وویل «ولې څه ټکه رالویدلې که وطن سرو لیوانو نیولی پښتونواله خو مو لاختمه نه ده.»
ریشتیا چې لوی زړه ښه وي ګنې سخت بې وسه او خوار خلک وو خو د لوی زړه او پراخ تندي مالکان ول. د دوو غټو لاریو خلکو ته یې ځای او تر خپله وسه ډوډۍ هم ورکړه، هغه شپه مې د مور غږ کې ځان له هرې بلا خوندي لیده، له سړو ټوله سره ریږدیدمه، ډار او وهم مې په کم عمر ولید.
*
شاوخوا نه بنې ادم و نه ډار او نه له وحشته په واورو کې سفر، یو سوړ اسویلی مې وایست. په وارو کې ستوني ستغ پریوتم لاسونه مې اوږده کړل لکه په یوه شنه چمن کې چې څوک پریوځي او اسمان ته ګوري .شاعر وایي:
د وخت غربت د ژوند لټون او انتها د مینې
د چا لاسونه د چا پښې او د چا زړه تڼاکې
د واورې ورښت مې په مخ ښه ولګید، هغه وخت چې په کتار او یو په بل پسې روان وو لویان له لیوانو او د روسانو له بمبارده ډاریدل خو ما تر ننه بیا نه هغسې واوره احساس کړه چې په کې ستړیا وه او نه مې بیا د مور د لاس لمس چې زما لاس یې کلک نیولی وي او بیریږي چې اولاد یې خدای مه کړه د لیوه د خولې ګوله شي. پر ساړه مخ مې غټه توده اوښکه داسې په منډه تیره شوه لکه د یخ په سر چې څوک یخمالک وهي. وو ما په ماشومتوب کې وطن پریښود خپلې انتها ته نوره ورسیدم خو روسي ځوانان نن هم لالهانده په سختو واورو کې په نیمه شپه کې ناروې ته رااوړي او پناه اخلي نه غواړي د اوکراین په جنګ کې مړه شي.