یکشنبه, مې 12, 2024
Homeخبرونهپنجشنبه په افغانستان کې عمومي رخصتي ده

پنجشنبه په افغانستان کې عمومي رخصتي ده

تاند ( چارشنبه، د دلوې ۲۵مه) د طالبانو تر واک لاندې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سبا پنجشنبه (د سلواغې ۲۶مه) په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان کړه.

دغه وزارت په استولې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه ورځ له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو د ماتې او شړلو د ورځې له ۳۵ مې کالېزې سره برابره او په همدې مناسبت په ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده.

طالب چارواکو له بیا واکمنیدو راهیسې دا ورځ نمانځلې او له روسي ښکېلاک څخه د افغانستان د خلاصون د ورځې په توګه یې درناوی کړی.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو چارواکو د جمهوري نظام پر مهال وضع شوې ډېرې نورې رخصتۍ لغوه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب