چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهد داعش په اړه د ملګرو ملتونو راپور ته د طالبانو غبرګون

د داعش په اړه د ملګرو ملتونو راپور ته د طالبانو غبرګون

تاند ( چارشنبه، د دلوې ۲۵مه) د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور رد کړ.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې په لیکو کې د افغانانو د حضور او کارول کېدو په اړه خپل هغه راپور خپور کړی چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته لیکل شوی.

په دې راپور کې ویل شوي چې د داعش په لیکو کې د افغانانو استخدام د پام وړ و.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهدوایي چې داعش ډله په افغانستان کې ځپل شوې او له همدې امله د نورو هېوادونو پر وړاندې هېڅ ګواښ نه‌شي رامنځته کولای.

هغه زیاتوي:«له بدغه مرغه ځينې بنسټونه غواړي چې د داعش لپاره کمپاین وکړي، هغوی د داعش پر لویو ښودلو بوخت دي چې دا ګام بې‌ځایه دی. موږ د دې غوښتونکي یو، د دې پر ځای چې داعش ته کمپاین وشي، واقعیتونه په پام کې ونیول شي او عامه ذهنونه له تشویش سره مخامخ نه‌شي.»

تر دې مخکې هم ځينو هېوادونو د داعش ډلې د احتمالي ګواښونو په تړاو اندېښنې څرګندې کړې وې؛ خو دغه موضوع تل د طالبانو د رژیم له لوري رد شوې ده.

دا راپور داسې مهال خپور شوی، چې راتلونکې اوونۍ په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربه توب یوه مهمه غونډه ترسره کیږي.

دې غونډې ته د طالبانو د رژیم استازي هم بلل شوي او ګومان کیږي، چې د دغه راپور خپریدل به پر طالب رژیم د فشارونو یوه برخه وي.

2 COMMENTS

  1. له ټولو نه مخکی باید په دې ټول پوهه شې چی ملل متحد هسې یو نوم ده او ټول کارونه یې د امریکا استخبارات سی ای ایې مخته وړې او اوس مهال ټول پوه شوې چې دا یوه بی حيثیته اداره ده
    او د امریکا په اشاره خپل کارونه مخته وړې که واقعاً دا ملل متحد واې او د خلکو د حقوقو داعې واې نو مونږ په خپلو سترګو د فلسطین مظلوم ملت حالت ګورو
    دوم که په داعش کې افغانان دپام وړ دې هغه هم د ملل متحد او امریکا په واسطه دې ټوله دنیا وینې چی شمالی ټلواله علنی داعش تقړیه کوې او تقریباً ټوله په اسطلاح دمقاومت شورا د داعش غړې دې او ملل متحد یې تر شا ولاړ ده دا هسې فضول او بی ارزشه راپورونه دې چې د ړانده ګوتروش له خوا د کاغذ له مخې ویل کښې

  2. د ښاغلی ورور شیرالله د تبصری سره هم غږی یم. بلی همداسی ده .
    د ۲۸۰۰۰ څخه زیات بیګڼاه ملکی فلسطینیان په ډیر وحشیانه ډول قتل عام شول، خو د ملل متحد د بشری حقوقو اداره خاموشه او بی پروا ده.
    ملل متحد = امریکا

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب