Home+د انسان نورمال تنفس| ډاکټر ش میره‌کی

د انسان نورمال تنفس| ډاکټر ش میره‌کی

 تندنفسي یا Tachypnea هغه حالت ته ویل کېږي چې د ساه اخيستلو شمېر له ۳۵ ځلو په یوه دقیقه کې زيات وي. په يو سالم انسان کې د ساه اخيستلو عادي شمېر شاوخوا ۱۲ ځله په يوه دقیقه کې وي. (په حقيقت کې د بالغو کسانو لپاره د ساه اخيستلو نورمال شمېر ۱۲ تر ۲۰ ځلو په يوه دقیقه کې وي، او که له دې څخه زيات شي، دا حالت د Tachypnea پر لور روان وي).

د Tachypnea او Hyperpnea ترمنځ توپير دا دی چې په Tachypnea کې ساه‌ اخيستل چټک او سطحي وي، خو په Hyperpnea کې ساه‌اخيستل چټک او ژور وي.

او د دوی توپير له Hyperventilation سره دا دی چې په Hyperventilation کې د وينې CO₂ (Carbon dioxide) اندازه راکميږي.

هغه ټوليز عمل چې له دوو برخو جوړ وي — يعنې د هوا ننوتل د تنفسي جهاز (دَم) او بيا د هغې وتل (بازدَم) — او موخه يې دا وي چې اکسيجن (O₂) وینې ته ورسوي او Carbon dioxide (CO₂) له وینې وباسي، د ساه اخيستلو عمل (تنفس) بلل کېږي.

په سالم انسان کې د ساه اخيستلو شمېر په هره دقیقه کې ۱۲ ځله وي، چې دې ته د ساه اخيستلو نورمال نظم (Normal respiratory rhythm) ويل کېږي.

که د ساه شمېر زيات شي، دا حالت تندنفسي (Tachypnea) او که کم شي، دا ورو ساه اخيستل (Bradypnea) بلل کېږي، او دواړه د ناروغۍ نښې دي.

د عمر ډله

د آرام تنفس (ساه/په یوه دقیقې)کې

نوی زیږیدلی (0–1 میاشت)

30–60

1–12 میاشتې

25–50

1–5 کلونه

20–30

6–12 کلونه

18–25

12 کلونه او پورته (لویان)

12–20

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...