تاند (یکشنبه د میزان ۱۳) په افغانستان کې د ښوونکي نړیواله ورځ په داسې حال کې لمانځل کیږي چې زیاتیره ښوونکي اوس هم له ډېرو ستونزو او ننګونو سره لاس او ګریوان دي.
نن یکشنې د اکتوبر ۴مه چې د تلې یا میزان ۱۳مه کیږي، د ښوونکي له نړېوالې ورځې سره برابره ده او دا ورځ د پلازمېنې کابل په ګډون په ولایتونو کې هم لمانځل کېږي.
یو شمېر افغان ښوونکي وايي، چې حکومت ورسره په کراتو د دوی د امتیازاتو د زیاتوالي ژمنې کړي، خو تر اوسه یې عملي کړې نه دي.
د دوی په خبره چې له زیاتو اقتصادي ستونزو مخامخ دي او د حکومت له بې غورۍ شکایت کوي، خو ویاړي چې د هېواد د راتلونکي لپاره کار کوي.
عنایت الله جرار چې جلال آباد ښار کې په یوه خصوصي ښوونځي کې ښوونکی دی وايي، ۶۵۰۰ افغانۍ معاش لري او هره ورځ پینځه تر شپږ درسي ساعتونه تدریس کوي.
دده په وینا چې هره ورځ په نوي فکر او نویو درسي موادو سره ټولګي ته ورځي، خو وايي د ښوونځي اداره ترې د خورا کمو امکاناتو په بدل کې د ډېر کار غوښتنه کوي.
په همدې حال کې د پوهنې وزارت وايي، تر اوسه په ټول هېواد کې ۹۰زره نمرې ځمکه پر ښوونکو ویشل شوې او د معاشاتو د زیاتوالي لپاره یې هڅې روانې دي.
ددې وزارت د شمیرو له مخې په ټول هیواد کې ۲۲۰ زره ښوونکي پر دندو بوخت دي چې ۳۶ سلنه یې میرمنې دي.
د ښوونکو معاشونه له ۶۵۰۰ افغانیو پيلیږي او تر ټولو لوړه کچه یې ۳۰ زره افغانیو ته رسېږي.