جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهولسمشر اشرف غني کوبت او قطر ته ځي

ولسمشر اشرف غني کوبت او قطر ته ځي

تاند (یکشنبه د میزان ۱۳) ولسمشر اشرف غني سبا دوشنبه کويټ ته ځي او بيا له هغه ځايه د قطر پلازمېنې دوحې ته سفر کوي.

د ولسمشر وياند صدیق صدیقي ویلي، چې قطر او کويټ هېوادونو ته د ولسمشر د سفر نور جزئيات سبا اعلانوي.

له ښاغلي غني سره په دې سفر کې د امرالله صالح په ګډون یو شمېر افغان لوړپوړي چارواکي او خبریالان هم ملتیا کوي.

د راپورونو له مخې احتمال شته چې نوموړی په دې سفر کې د قطري چارواکو تر څنګ د طالبانو د مرکچي پلاوي له غړیو سره هم وګوري او د سولې وروستیو مسایلو په هکله به ورسره خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د تماس ډلو ترمنځ پر کاري اصولو اختلافات پرځای دي او د تېرې چهارشنبې له ورځې راپدېخوا د حکومت او طالبانو مرکچي ټیمونو په خپلو کې هېڅ رسمي ناسته نه ده کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب