جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد: که د سولې خبرې ناکامه شوې امریکا به افغانستان ته شا...

خلیلزاد: که د سولې خبرې ناکامه شوې امریکا به افغانستان ته شا وا نه ړوي

تاند(دوشنبه، د میزان ۱۴) د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د امریکا ملي راډیو ته وویل، امریکا به په افغانستان کې نه خپله او نه د پخواني شوروي اتحاد تېروتنې تکرار کړي.

خلیلزاد وویل، که د افغانستان د دولت او طالبانو خبرې ناکامې شي، واشنګټن به د شوروي په شان افغانستان ته شا وا نه ړوي او له خپلو ګټو به تېره نه شي.

ده وویل، امریکا سولې ته د طالبانو د راضي کولو لپاره د دې ډلې لپاره څو تشویقوونکي لري چې یو یې له افغانستانه د امریکایي پوځیانو وتل او بل د افغانستان په حکومت کې د یوه مشروع شریک په توګه د طالبانو منل دي.

خلیلزاد این پي آر یا د امریکا ملي راډیو ته په مرکه کې وویل«دا د افغانانو لپاره یو فرصت دی چې پر یوې داسې حللارې خبرې وکړي چې بېلابېلې ډلې له بېلو بېلو نطریو او فکرونو سره په یوه هیواد کې ژوند وکړي.»

ده د دې پوښتنې په ځواب کې چې که په قطر کې د افغانستان د دولت او طالبانو روانې خبرې بې نتیجې پای ته روسېدې، د امریکا غبرګون به څه وي؟ وویل«امریکا به خپلو ملي ګټو ته شا وانه ړوي. موږ به هغه تېروتنه ونه کړو چې له افغانستانه د شوروي اتحاد له وتلو وروسته وشوه؛ یعني افغانستان مو پرېښود.»

د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو له وتلو او د شوروي له ماتېدو وروسته امریکا افغانستان ته شا واړوله چې په نتیجه کې یې افغانستان سیمه ییزو لوبغاړو لکه ایران او پاکستان ته پرېښودل شو او افغانستان په کورنۍ جګړه کې ویجاړ شو.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، افغانستان د امریکا لپاره یو درس لري او د هغه پر اساس امریکا افغانستان دغسي نه شي پرېښودای.

ده په عین حال کې وویل «د دې معنا دا نه ده چې باید په افغانستان کې پوځي حضور ته دوام ورکړو یا جګړې ته دوام ورکړو چې پوځي حضور ولرو، که شرایط برابر وي او که خطر احساس نه کړو کېدای شي چې خپل پوځیان وباسو یا یې شمېر شرایطو ته په کتو کم و زیات کړو.»

خلیلزاد دا هم وویل چې امریکا باید له افغانستان سره اقتصادي مرستو او سیاسي او دیپلوماتیکو اړیکو ته دوام ورکړي چې افغانان د سولې پر موافقې درېدو ته وهڅوي.

ده له افغان مشرانو هم وغوښتل چې تېرې تېروتنې تکرار نه کړي او داسې نظام جوړ کړي چې ټول پرې راضي وي او درست اصلي لوبغاړي پکې برخه ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب