Homeخبرونهځینې هېوادونه؛ په بین الافغاني خبرو کې د منځګړیتوب هڅه کوي

ځینې هېوادونه؛ په بین الافغاني خبرو کې د منځګړیتوب هڅه کوي

تاند(دوشنبه، د میزان ۱۴) د افغان پلاوي ځينو سرچینو رسنیو ته ویلي دي چې د طالبانو او افغان پلاوي ترمنځ اختلافات لا هم پر خپل ځای دي او تازه یو شمېر هېوادونو هڅې پيل کړې دي چې ددغه اختلافونو د ختمولو لپاره منځګړیتوب وکړي.

سرچینې د یادو هېوادونو نومونه نه دي اخیستي خو تازه د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي او د ناټو استازي له طالب پلاوي سره کتلي او له دوی سره یې پر بېلو مسایلو بحثونه کړي دي.

له دې سره جوخت قطر، جرمني، ناروې، ازبکستان او اندونیزیا هېوادونو د افغان سولې د ملاتړ په نامه ډله هم جوړه کړې او ژمنه یې کړې چې له افغان سولې سره به همکاري کوي.

د دغه هیوادونو د ملاتړ څرګندونې داسې مهال راپورته کیږي چې نن د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم په دوه ورځني سفر قطر ته ځي دا چې په کومو مسایلو غږیږي تر اوسه یې په اړه جزیات نشته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...