جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهګوتریش: په ننګرهار کې وروستۍ پیښه وحشتناکه وه

ګوتریش: په ننګرهار کې وروستۍ پیښه وحشتناکه وه

تاند(دوشنبه، د میزان ۱۴) د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په خپاره کړي پیغام کې ویلي چې په ختيځ ولایت ننګرهار کې پر عامو وګړو شوي ځانمرګي برید خواشینی کړی دی.

د هغه په خبره دا برید په داسې سیمه کې شوی چې شاوخوا یې ټول ملکي وګړي وو او دی یې په کلکو ټکو غندي.

انتونیو ګوتریش ویلي چې ددغه ډول ظالمانه بریدونو له مسوولینو سره باید حساب کتاب وشي.

تر دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر هم یاد برید غندلی و او هغه یې یو وحشتناک عمل بللی و.

ګوتریش دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د شنبې ورځ د ننګرهار په غني خیلو ولسوالۍ کې موټر بم برید ترسره شو چې ګڼو ملکیانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...