جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهنړیوال بانک: په افغانستان کې د ملیاردونو ډالرو له لګښت سره ...

نړیوال بانک: په افغانستان کې د ملیاردونو ډالرو له لګښت سره ۱۸ زره ښوونځي ودانۍ نه لري

تاند(دوشنبه، د میزان ۱۴) نړیوال بانک په افغانستان کې د زده کړو پر روان بهیر اندېښنه ښودلې ده.

د وي او اې انګلیسي د خبر له مخې د نړیوال بانک وروستي معلومات ښيي چې دمګړی په افغانستان کې ۱۸زره ښوونځي ودانۍ نه لري او نږدې ۳،۷ میلیونه ماشومان په ازاده فضا کې په زده کړو بوخت دي.

سرچینه وایي سره له دې چې په افغانستان کې میلیاردونه ډالر لګول کېږي خو د افغان چارواکو له لوري د تعلیم او زده کړو بهیر ته توجه کمه ده.

سرچینه کاږي چې په دغه هېواد کې ښوونځیو ته د تلونکو زده کوونکو په تګ کې هم کموالی راغلی دی.

نړیوال بانک دغه راز په ښوونځیو کې د زده کړو پر کیفیت هم نیوکه کوي او وایي ډېری زده کوونکي په سختۍ په ابتدایه دوره کې په لیک لوست پوهېږي چې دې ټولو مسئلو ته جدي پاملرنه په کار ده.

په افغانستان کې د نړیوال بانک مسوولینو له افغان حکومت غوښتي چې د ښوونځیو د کیفیت او ښوونکو د مسلکي کولو په برخه کې خپلې هڅې ډېرې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب