تاند(دوشنبه، د میزان ۱۴) دواړو لورو په تازه څرګندونو کې یو بل د ګڼو ملکیانو په وژلو تورن کړی دی.
اذربایجان وايي چې ارمنستاني ځواکونو پر ګنجه ښار برید کړی دی او ۲۰ ملکیان یې وژلي دي.
په ورته وخت کې د ارمنستان پوځيانو بیا ویلي چې اذربایجاني ځواکونو ددوی پر ځینو کلیو او بانډو برید کړی دی چې له امله یې ۱۸ ملکیان وژل شوي او د سلو په شاوخوا کې ټپیان دي.
په ورته وخت کې ددواړو هېوادونو ملکیان د خپل ژوند په اړه اندېښنه لري، خو د سیمې هېوادونو او ملګرو ملتونو یو ځل بیا پر دواړو هېوادونو د سولې او مذاکراتو غږ کړی دی.