شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني کویټ او قطر ته روان شو

ولسمشر غني کویټ او قطر ته روان شو

تاند (یکشنبه د میزان ۱۴) افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن دوشنبه د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ کویټ او بیا د قطر په لور وخوځید.

ولسمشر غني به ددغه سفر په مهال یوه لنډه دمه په کویټ کې ولري او هلته به د کویټ د مرحوم پخواني پادشاه شیخ صباح الاحمد الجابر الصباح د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړي.

له کویټ نه وروسته به قطر ته لاړ شي او هلته به د دوه ورځني سفر په مهال د قطر له امیر، صدراعظم او نورو قطر چارواکو سره د کتنې ترڅنګ د افغان دولت له مذاکراتي پلاوي او د افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد او په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو له عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر سره هم وګوري.

له ولسمشر غني سره په دې سفر کې د امرالله صالح په ګډون یو شمېر افغان لوړپوړي چارواکي او خبریالان هم ملتیا کوي.

ولسمشر غني داسې مهال قطر ته په دوه ورځیني سفر ځي چې څو ورځې وړاندې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بین الافغاني خبرې پیل شوي چې د ځینو اختلافاتو له امله پکې ستونزې رامنځ ته شوې وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب