جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهامريکا: وسله‌وال بريد کې يو افغان وژل شوی او دوه نور ټپيان...

امريکا: وسله‌وال بريد کې يو افغان وژل شوی او دوه نور ټپيان دي

تاند(دوشنبه، د میزان ۱۴) د امريکا په کليفورنيا ايالت کې په يوه وسله‌وال بريد کې يو افغان وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.

د راپورونو له مخې يو وسله‌وال بريدګر په هغه پلورنځي کې پر افغانانو ډزې کړي دي چې ډېری وخت امريکا مېشتي افغانان پکې توکي اخلي.

ويل کېږي وژل شوی افغان د ننګرهار ولايت دی چې دوه کاله مخکې له خپلې کورنۍ سره امريکا ته تللی و.

دغه برید کې دوه نور افغانان ټپيان شوي دي چې د يوه حالت نازک او کوما کې دی او دويم بيا له روغتونه رخصت شوی دی.

امريکايي رسنۍ وايي، بريدګر هم له بريد وروسته ځان وژلی دی.

د بريد انګېزه لا څرګنده نه ده خو ويل کېږي بريدګر رواني ناروغ و.

امريکا کې هره ورځ ګڼ وسله‌وال بريدونه کېږي او دغه څه ټولې امريکا ته په ستر سرخوږي بدل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب