Homeخبرونهد لغمان موټر بم برید ۲۸ کسانو ته مرګه ژوبله اړولې

د لغمان موټر بم برید ۲۸ کسانو ته مرګه ژوبله اړولې

تاند(دوشنبه، د میزان ۱۴) د رسنیو د راپورونو له مخې نن سهار هغه مهال د لغمان پر والي چاودنه شوې چې د خپل کاري دفتر پر لور روان و.

لومړنیو جزیاتو کې ویل کېږي چې په چاودنه کې والي رحمت الله یارمل ته کوم زیان نه دی اوښتی خو سیمه کې یوې امنیتي سرچینې تاند ته وویل چې په پیښه کې ۳۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې اته تنه وژل شوې او ۲۸ نور ټپیان دي.

سرچینه زیاتوي چې په دغه برید کې دوه نظامیان وژل شوې او دوه نور ټپیان دي.

بل خوا د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزی وایي چې په دغه برید کې ۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې اته تنه وژل شوې او ۲۰ تنه نور ټپیان دي.

لغمان یو له هغه ولایتونو دی چې په دې وروستیو کې د طالبانو د تحرکاتو او ځینو ناامنیو شاهد دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...