یکشنبه, مې 19, 2024
Homeمقالېاقتصادلس ستر نړیوال شرکتونه

لس ستر نړیوال شرکتونه

دوهمه برخه
تاسی په تیره لیکنه کې د نړۍ له لسو سترو شرکتونو له دریو سره بلد شوۍ. او په ترتیب سره مو لسمه درجه، نهمه درجه او اتمه درجه شرکتونه در وپیژندل.
 دادی په دی لیکنه کی به څلور نور ستر شرکتونه چې د کلنیو عایداتو له مخي په اوومه، شپږمه، پنځمه او څلورمه درجه کې شمیرل شوي در وپېژنو.
همدارنګه هیله لرم چې په راتلونکې لیکنه کې پاته دری تر ټولو ستر نړیوال شرکتونه چې په دریمه، دوهمه او لومړۍ درجه کې راځي درته معرفي کړم.
 ۷-BP
( 303
ملیارده ډالره)
د ب پ
( British Petroleum) BP] یا د برتانیې د نفتو یا تیلو شرکت مرکزي دفتر په لندن کې دی. دا شرکت هم یو له شپږو غیر دولتي خپلواکو ( Supermajor)
شرکتونو څخه ګڼل کیږي.
ب پ د نړۍ په نیږدی اتیا هیوادونو کې فعالیت لري. نوموړی
شرکت په دی هېوادونو کې څه ناڅه ۲۲۰۰۰ د سون توکو د پلورلو ځایونه لري او له اتیا زرو زیات کارکوونکې په کې په کارونو بوخت دي.
 له ټولو تیلو په سلو کی ۲۵ د امریکي په متحده ایالاتو کې تولیدیږي. په دی هیواد کې د تیلو زیاتی زیرمی پرتی دي. روسیه هم د تیلو د زیاتو زیرمو لرونکی هیواد دی.
 ۶
– Saudi Aramko
(سعودی أرامکو (355 ملیارده ډالره
 سعودي أرامکو د سعودی عربستان د تیلو دولتي شرکت دی. دا په نړۍ کې د تیلو د تولید او زیرمو ستر شرکت هم دی.
 نوموړی شرکت په ورځ کې د لس ملیونه بیرلو یا بوشکو ظرفیت لري او د نړۍ د تیلو څلورمه برخه ثابته زیرمه یا ۲۶۰ ملیارده بیرله ثابت تیل لري. أرامکو د عربي امریکايې تیلو شرکت
 ( Arabian American Oil Company)
لنډ نوم دی.
 ۵- State Grid ( 387 ملیارده ډالره)
د ستات ګریډ شرکت په ۲۰۰۲ کې رامنځ ته شویدی. دا په نړۍ کې د بریښنا ستر شرکت دی. نوموړی شرکت ډیرو هېوادونو ته بریښنایې انرژي لیږدوي او ویشي، خو په عمده توګه په چین کې دا کار سرته رسوي. ستات گریډ شرکت دوه ملیونه کار کوونکې او له یوه ملیارده زیات مشتریان یا پیرودونکي لري.
 نوموړی سازمان په چین کې د ډیر لری واټن ولتاژ مزي اداره کوي.
دا شرکت په ځنو پهرنیو شرکتونو کې هم پانګونه کوي لکه د ساري په توګه د بلجیم په ګټندوی شرکت ایندیس
 Eandis
 او د ایتالیي د
 CDP Reti انرژی په شرکت کې.
 داسی پلان دی چې نوموړی شرکت لکه د ریل د پټلیو او د موټرو د سرکونو په څیر د بریښنا یو نړیوال جال رامنځ ته کړي
. ۴- د چین د تیلو ملي شرکت
China National Petroleum ( 392 ملیارده)
د چین د تیلو ملي شرکت یا
( CNPC)
د نفتو او ګازو یو چینایې شرکت دی چې مرکزي دفتر یې په پیکنګ یا بیجنګ کې دی.
 نوموړی شرکت له ۱۹۸۸ کال راهیسی فعالیت لري.
پیتروچینه PetroChina
شرکت چې د ۱۹۹۸ کال راهیسی د تیلو لوی تولیدوونکې دی، هم د جين د تیلو ملی شرکت اړوند یا یوه برخه ده. دچین د تیلو ملي شرکت یا (CNPC)
 د نړۍ په دیرشو هیوادونو کې د ګازو پلټنه او تولید ترسره کوي. اوس همدومره،
 نور بیا
 پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن
هالنډ/ سپتمبر ۲۰۲۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب