ذبیح الله افغان
د نړۍ په اوسني سیاسي او اقتصادي چاپېریال کې دبریکس(BRICS)د ۱۸مې سرمشریزې جوړېدل او د چین د ولسمشر شي جین پینګ حضور یوازې یوه عادي نړیواله غونډه نه ده؛ بلکې د نړیوال ځواک د توازن د تدریجي بدلون یوه مهمه نښه ده. هغه نړیوال جوړښت چې د شلمې پېړۍ له دویمې نیمايي راهیسې تر ډېره د امریکا او لویدیځو قدرتونو پر اقتصادي، مالي، پوځي او سیاسي برلاسۍ ولاړ و، اوس له داسې بدلون سره مخ دی چې د آسیا، افریقا، منځني ختیځ او لاتینې امریکا مخ پر ودې قدرتونه غواړي د خپل اقتصادي، نفوسي او جغرافیایي وزن مطابق د نړیوال تصمیمنیونې په جوړښت کې ونډه ولري. بریکس د همدې تحول له مهمو نښو څخه دی او چین د خپل پراخ اقتصادي ظرفیت، صنعتي ځواک، نړیوالو سوداګریزو اړیکو او دیپلوماتیک نفوذ له امله، په دې بهیر کې ځانګړی ځای لري.
بریکس په پیل کې د برازیل، روسیې، هند او چین د همکارۍ له یوه اقتصادي تصور څخه رامنځته شو او وروسته جنوبي افریقا هم ورسره یوځای شوه. د دې ډلې د رامنځته کېدو تر شا اساسي منطق دا و چې نړیوال اقتصاد بدل شوی، خو د نړیوالو مالي او سیاسي ادارو جوړښت لا هم د دې بدلون بشپړ انعکاس نه کوي. د نړۍ په اقتصاد کې د مخ پر ودې هېوادونو ونډه زیاته شوې، خو د نړیوالو مالي ادارو په تصمیمنیونه کې د هغوی نفوذ لا هم د دوی له واقعي اقتصادي وزن سره په بشپړه توګه برابر نه دی. بریکس په همدې تشه کې د داسې چوکاټ په توګه راڅرګند شو چې د نړیوال جنوب هېوادونه وکولای شي خپلې ګډې اقتصادي، مالي او سیاسي غوښتنې په منظم ډول مطرح کړي.
د بریکس اهمیت یوازې د غړو هېوادونو په شمېر کې نه دی؛ بلکې د هغو هېوادونو په اقتصادي، نفوسي، جغرافیایي، انرژۍ او طبیعي سرچینو کې دی چې په دې جوړښت کې سره راټولېږي. د نړۍ لوی بازارونه، د انرژۍ مهم تولیدوونکي، د طبیعي سرچینو ستر صادرونکي، د چټکې اقتصادي ودې خاوندان او د نړۍ د نفوس یوه ستره برخه د دې پراخېدونکي جوړښت برخه ده. له همدې املهبریکس کولای شي د نړیوال اقتصاد په نقشه کې د یوه داسې مهم مرکز بڼه خپله کړي چې د لویدیځو اقتصادي مرکزونو ترڅنګ د نړۍ د اقتصادي او سیاسي قدرت د څو مرکزونو د رامنځته کېدو زمینه برابره کړي.
د بریکس د ۱۸مې سرمشریزې په ترڅ کې د چین د ولسمشر شي جین پینګ حضور دې بهیر ته ځانګړی سیاسي اهمیت ورکوي. د هغه د وینا اصلي پیغام دا و چې بریکس باید د نړیوال جنوب د غږ د پیاوړتیا، د نړیوالې حکومتولۍ د اصلاح او د نړیوال نظام د لا عادلانه او څو قطبي کېدو لپاره مخکښ رول ولوبوي. د شي جین پینګ په لیدلوري کې بریکس باید یوازې د اقتصادي همکاریو یوه ډله نه وي؛ بلکې باید د نوښت او ټکنالوژۍ، سولې او ثبات، د تمدنونو د متقابل درناوي او د نړیوالې حکومتولۍ د اصلاح په برخو کې هم فعال رول ولري.
دا لیدلوری د بریکس د راتلونکي لپاره د چین د ستراتیژیک تصور یوه مهمه برخه څرګندوي. د شي جین پینګ له نظره نړۍ د ژورو بدلونونو په حال کې ده، نړیوال جنوب مخ پر پیاوړتیا دی او د څو قطبي نړۍ تمایل ورځ تر بلې زیاتېږي؛ خو له بلې خوا یو اړخیزم، د زور سیاست، اقتصادي فشارونه او د بلاکونو پر بنسټ سیالي د نړیوال ثبات لپاره نوي ننګونې رامنځته کوي. له همدې امله بریکسباید د داسې نړیوال چاپېریال د جوړېدو لپاره کار وکړي چې پکې د هېوادونو حاکمیت، برابرۍ او د متقابل احترام اصلونه پیاوړي شي.
د شي جین پینګ د وینا له مهمو ټکو څخه یو هم د مصنوعي ځیرکتیا او نوې ټکنالوژۍ مسئله وه. د هغه له نظره، نړۍ د یوه نوي صنعتي او ټکنالوژیک انقلاب په درشل کې ده او مصنوعي ځیرکتیا به د راتلونکي اقتصادي او صنعتي ځواک په ټاکلو کې مهم رول ولري. له همدې امله بریکس باید د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې خپلې ګډې همکارۍ پراخې کړي، د ټکنالوژۍ د شریکولو او خلاصو سرچینو ملاتړ وکړي او د نوې صنعتي کېدو له بهیر سره د نړیوال جنوب هېوادونه وتړي.
د شي جین پینګ د وینا بل مهم محور د سولې او نړیوال ثبات مسئله وه. هغه ټینګار وکړ چې بریکس باید د سولې او ثبات په ساتلو کې مخکښ رول ولوبوي، د سړې جګړې له ذهنیت او بلاکي مقابلې سره مخالفت وکړي او د نړیوالو شخړو د سیاسي او سولهییز حل ملاتړ وکړي. د منځني ختیځ په اړه د هغه څرګندونې هم د همدې لیدلوري برخه وې. هغه د جګړو د پای ته رسېدو، دایمي اوربند، سیاسي حل او د سیمهییز امنیت د نوي جوړښت غوښتنه وکړه او د فلسطین مسئلې د حل لپاره یې د دوو دولتونو د حل ملاتړ څرګند کړ.
دا دریځ د بریکس د احتمالي راتلونکي سیاسي نقش لپاره مهم دی. که دغه سازمان یوازې د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکاریو په چوکاټ کې پاتې شي، نړیوال سیاسي نفوذ به یې محدود وي؛ خو که د نړیوالو شخړو، سیمهییزو بحرانونو او د سولې د هڅو په برخه کې هم د یوه مهم ډیپلوماټیک پلاتفورم په توګه خپل ظرفیت پیاوړی کړي، نو په نړیوال سیاست کې یې وزن لا زیاتېدلی شي.
د دې ترڅنګ د نړیوالې حکومتولۍ اصلاح د شي جین پینګ د وینا له مهمو محورونو څخه وه. هغه ټینګار وکړ چې نړیوالې ادارې باید د نړۍ د اوسني اقتصادي او نفوسي واقعیت انعکاس وکړي او مخ پر ودې هېوادونو ته باید د نړیوال تصمیمنیونې په جوړښت کې د دوی د واقعي وزن مطابق ونډه ورکړل شي. د ملګرو ملتونو د مرکزي رول، د نړیوال تجارت د څو اړخیز نظام او د سوداګریزو اړیکو د عادلانه کولو ملاتړ د همدې لیدلوري برخه ده.
په دې ټول بهیر کې د چین رول تر ټولو مهم دی. چین دبریکس تر ټولو لوی اقتصادي ځواک دی او د دې سازمان د نړیوال وزن په رامنځته کولو کې یې اقتصادي ظرفیت اساسي اهمیت لري. د چین ځواک یوازې د خپل لوی اقتصاد له امله نه دی؛ بلکې په نړیوال صنعتي تولید، صادراتو، سوداګرۍ، زیربناوو، ټکنالوژۍ او نړیوالو عرضهځنځیرونو کې یې پراخ حضور د دغه هېواد اصلي قوت جوړوي.
چین په یو وخت کې د نړۍ د ډېرو هېوادونو لپاره تولیدوونکی، مصرفونکی، سوداګریز شریک، پانګهوال او ټکنالوژۍ برابرونکی دی. له همدې امله د چین اقتصادي سیاستونه د دغه هېواد له پولو ډېر هاخوا نړیوالې پایلې لري. دا اقتصادي وزن چین ته دا توان هم ورکوي چې اقتصادي ظرفیت په نړیوال سیاسي او دیپلوماتیک نفوذ بدل کړي.
همدا ځای دی چې بریکس د چین لپاره ځانګړی اهمیت پیدا کوي. دا سازمان چین ته فرصت ورکوي چې له روسیې، هند، برازیل، افریقایي هېوادونو، منځني ختیځ او نورو مخ پر ودې اقتصادونو سره په یوه ګډ چوکاټ کې اړیکې پراخې کړي او د نړیوالو مسایلو په اړه د لویدیځ له دودیزو مرکزونو څخه بهر د همکاریو لپاره زمینه برابره کړي.
له همدې امله د چین لپاره بریکس یوازې یو اقتصادي سازمان نه دی؛ بلکې د نړیوال نظام د څو قطبي کولو په ستراتیژۍ کې یوه مهمه وسیله ده. د چین لپاره تر ټولو مناسب نړیوال چاپېریال هغه دی چې امریکا یوازینی غالب مرکز ونه اوسي او چین وکولای شي د نړیوال نظام د قواعدو، ادارو او اقتصادي جوړښتونو په جوړولو کې د یوه اصلي قطب په توګه رول ولري.
د بریکس یوه مهمه عملي لاسته راوړنه د نوي پراختیايي بانک رامنځته کېدل دي. دغه بانک د غړو او نورو مخ پر ودې هېوادونو د زیربناوو او دوامدار پرمختګ د پروژو د تمویل لپاره جوړ شوی او دا ښيي چې بریکس یوازې د سیاسي اعلامیو او نړیوالو غونډو مجموعه نه ده؛ بلکې هڅه کوي د مخ پر ودې هېوادونو لپاره د تمویل او پرمختګ بدیلې لارې هم رامنځته کړي.
د افغانستان لپاره هم د بریکس د پراخېدونکي نفوذ موضوع د پام وړ اهمیت لري. افغانستان په داسې جغرافیه کې موقعیت لري چې د آسیا د راتلونکو اقتصادي، ترانزیټي او انرژۍ اړیکو لپاره مهمه ده. کهبریکس هېوادونه د سیمهییز اتصال، انرژۍ، ترانسپورټ، سوداګرۍ او زیربناوو په پراختیا کې همکاري زیاته کړي، افغانستان د خپل جغرافیایي موقعیت له امله کولای شي د سیمهییز اتصال له فرصتونو څخه ګټه واخلي.
خو جغرافیه په خپله اقتصادي فرصت نه جوړوي. د افغانستان لپاره د دې فرصتونو د عملي کېدو شرطونه امنیت، بانکي اړیکې، سوداګریز باور، زیربناوې، سیمهییز اتصال او له ګاونډیو او سیمهییزو قدرتونو سره فعال اقتصادي تعامل دي. که افغانستان وکولای شي خپل جغرافیایي موقعیت له اقتصادي ډیپلوماسۍ سره وتړي، د سیمهییزو بازارونو، ترانزیټي دهلېزونو، انرژۍ او سوداګرۍ په راتلونکي جوړښت کې د یوه مهم اتصال په توګه مطرح کېدای شي.
د شي جین پینګ د ۱۸مې سرمشریزې وینا په همدې تحول کې د چین د لیدلوري یوه مهمه اعلامیه وه. د هغه پیغام دا و چې بریکس باید د نړیوال جنوب د اقتصادي وزن انعکاس کوونکی، د ټکنالوژیک پرمختګ شریک پلاتفورم، د سولې او ثبات ملاتړی او د نړیوالې حکومتولۍ د اصلاح لپاره فعال ځواک شي. په بل عبارت، چین غواړيبریکس له یوه پراخېدونکي اقتصادي فورم څخه په داسې عملي ستراتیژیک پلاتفورم بدل کړي چې د نړیوال جنوب د ګډ وزن لپاره سیاسي، اقتصادي او ټکنالوژیکه فضا رامنځته کړي.
په دې بدلون کې د چین راتلونکی رول هم له همدې ځایه ارزول کېږي. چین نه یوازې د بریکس تر ټولو لوی اقتصادي ځواک دی، بلکې د نړیوال جنوب له ډېرو هېوادونو سره پراخې سوداګریزې، اقتصادي او زیربنايي اړیکې لري. له همدې امله د بریکس راتلونکی تر یوه حده د چین پر اقتصادي ځواک، دیپلوماتیکې وړتیا او له هند، روسیې او نورو غړو سره د ګډو ګټو د رامنځته کولو پر توان پورې تړلی دی.
د شي جین پینګ حضور په همدې معنا یوازې په یوه نړیواله غونډه کې د چین د ولسمشر ګډون نه دی؛ بلکې دا پیغام هم دی چې چین غواړي په راتلونکي نړیوال نظام کې د یوه عادي لوی هېواد په توګه نه، بلکې د نړیوال ځواک له اصلي قطبونو څخه د یوه قطب په توګه حضور ولري. بریکس چین ته د همدې ستراتیژیک حضور لپاره پراخه فضا برابروي.
که دا بهیر بریالی شي، بریکس به د معاصر نړیوال سیاست په تاریخ کې یوازې د یوه اقتصادي فورم په توګه نه، بلکې د نړیوال ځواک د بیا وېش، د نړیوال جنوب د پیاوړتیا او د څو قطبي نړۍ د رامنځته کېدو له مهمو بنسټونو څخه یاد شي؛ او په دې بدلون کې به چین د تر ټولو مهمو او اغېزناکو قدرتونو له ډلې څخه وي.