تاند (جمعه، د لړم/ قوس ۸ مه) د ترکیې رسنیو د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړی چې د دغه هېواد په ختیځ کې د حکاري ولایت په یوه ویاله کې د یوه موټر د چپه کېدو له کبله، چې افغانان پکې سپاره وو، لږ تر لږه ۲۰ کسان ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، موټرچلوونکي له امنیتي ځواکونو د تېښتې هڅه کوله چې کنټرول یې له لاسه ورکړ.
د ټپیانو د شمېر په اړه د رسنیو راپورونه توپیر لري. د انادولو خبري اژانس او رووداو د ۲۴ کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړی، خو د دمیرورن خبري اژانس د ټپیانو شمېر ۲۰ ښودلی دی.
د ځايي رسنیو د راپور له مخې، ټپیان د حکاري دولتي روغتون ته بېول شوي او روغتیايي وضعیت یې ښه بلل شوی دی.
دا پېښه د چهارشنبې په ورځ ناوخته، د حکاري ښار په شاوخوا ۳۰ کیلومترۍ کې، د حکاري او وان ښارونو پر لویه لار، د ارزیکي سیمې ته نژدې شوې ده.
د دمیرورن خبري اژانس د راپور له مخې، موټرچلوونکي د ژاندارمې ځواکونو له لیدلو وروسته د موټر مخه د اکبولوت کلي پر لور واړوله، خو له سیمې څخه د تښتېدو د هڅې پر مهال یې د موټر کنټرول له لاسه ورکړ.
موټر په ارزیکي ویاله کې چپه شو. د ترکي رسنیو د معلوماتو له مخې، دغه موټر د ۱۲ مسافرو د لېږدولو لپاره جوړ شوی و، خو تر ټاکلي ظرفیت ډېر کسان پکې سپاره وو.
د پېښې ځای ته د بیړنیو روغتیايي مرستو ډلې، اوروژونکي، د ناورینونو پر وړاندې د غبرګون ډلې او د ژاندارمې ځواکونه رسېدلي وو. د ټپیانو لومړنۍ درملنه وشوه او وروسته په امبولانسونو کې روغتون ته ولېږدول شول.
راپورونه وايي، موټرچلوونکی له پېښې وروسته تښتېدلی او د ژاندارمې ځواکونو د هغه د موندلو هڅې پیل کړې دي. د دمیرورن خبري اژانس ویلي چې د پېښې په اړه څېړنې هم پیل شوې دي.
ترکیه د هغو کډوالو لپاره د تېرېدو یو مهم هېواد دی چې غواړي اروپا ته ورسېږي. په تېرو کلونو کې هم د دغه هېواد په ختیځ کې کډوالو ته ورته پېښې شوې دي.