تاند (پنچشنبه، د لړک/ عقرب ۷ مه) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نن شپه (پنجشنبه) زیمبابوې ته په دوهمه شل اوره سیالي کې هم ماتې ورکړه او شل اوره لوبلړۍ یې وګټله.
زیمبابوې پچه وګټله او افغانستان ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه. هغوی ښه پرېکړه کړې وه او له همدې کبله د افغانستان پیلګر لوبغاړي؛ رحمان الله ګوربز، ابراهیم ځدراڼ او محمد اکرم په صفر کې وسوځېدل. صدیق اتل په ۲۱ توپونو یوازې ۱۷ منډې وکړای شوې. شاهدالله هم په صفر کې وسوځېد. خو ورپسې عظمت الله عمرزي عظمت وښود. ده د اعجاز احمد احمدزي په ملګرتیا د افغانستان د لوبډلې د منډو شمېر اوچت کړ. عظمت الله عمرزي په ۵۰ توپونو او د ۱۲ شپږیزو او ۵ څلوریزو په مرسته ۱۱۶ منډې وکړې او له همدې کبله هم غوره لوبغاړی شو.
اعجاز بیا په ۲۷ توپونو ۵۲ منډې وکړې. او بیا هم راشد خان د تېرې لوبې په شان په لږ منډو ښه بیټنګ وکړ. ده په ۶ توپونو د څلورو شپږیزو په مرسته ۲۵ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د زیمبابوې پیلګرو لوبغاړو بیا نسبتاً ښه بیټنګ وکړ. لومړیو دوو ۲۲ او ۲۵ منډې وکړې. او کیپتان یې سکندر رضا په ۵۶ توپونو ۱۰۶ ناسوځېدلې منډې وکړې.
په دې سیالي کې د افغانستان ۷ خو د زیمبابوې ۵ لوبغاړي وسوځېدل مګر زیمبابوې ونه توانېده چې د افغانستان له لوري د ۲۲۲ منډو هدف پوره کړي. افغانستان د ۱۹ منډو په توپیر د دې سیالۍ ګټونکی شو.
تېره مسابقه هم افغانستان ګټلې وه. ټاکل شوې ده چې دواړه ټیمونه د نوومبر په لومړۍ (یکشنبه) په درېیمه یا وروستۍ شل اوره سیالي کې سره مخامخ شی.
همداراز افغانستان او زیمبابوې دوې ټیستلوبې هم کوي چې لومړۍ یې د نوومبر په ۵ مه پیلېږي.