په پاکستان کې د روسیې سفارت وايي، پښتو ژبه کولی شي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د متقابل تفاهم او پخلاینې په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.
د روسیې سفارت د اکتوبر په ۲۷مه د «په ورځني استعمال کې د پښتو پرمختللی ګرامر» په نوم د یوه کتاب د مخکتنې غونډه جوړه کړه. په دې غونډه کې په پاکستان کې د روسیې سفیر البرت خوریف، په پاکستان کې د افغانستان سفیر سردار احمد شکیب، د کتاب لیکوال حافظالرحمن دوران، یو شمېر پوهانو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.
خوریف په دې غونډه کې وویل، افغانستان او پاکستان ګډه ژبه لري او دا د دواړو هېوادونو خلکو ته یو مهم فرصت برابروي چې یو بل ښه درک کړي.
هغه دغه نوښت د روسیې د هغو هڅو یوه برخه وبلله چې موخه یې د خبرو اترو هڅول او د کابل او اسلاماباد ترمنځ د اختلافاتو حل دی.
د روسیې سفیر وویل: «پښتو ژبه کولی شي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د پخلاینې ژبه شي، لکه څنګه چې روسي ژبه کولی شي د روسیې او اوکراین ترمنځ د پخلاینې ژبه شي.»
د خوریف څرګندونې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو په پیاوړتیا کې د ګډ کلتور او ژبنیو اړیکو پر احتمالي رول ټینګار کوي؛ هغه اړیکې چې له اوږدې مودې راهیسې له بېلابېلو ستونزو او ننګونو سره مخ دي.
روسیې په وروستیو کې د افغانستان او پاکستنان ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره د منځګړتوب هڅې هم کړي خو اسلام اباد ویلي، تر څو چې د افغانستان له لوري تضمین نه وي ورکړل شوی، له افغانستان سره خبرې ګټورې نه بولي.