Home+له خبرو څخه مخکې شرطونه؛ د پاکستان مټکوره تګلاره

له خبرو څخه مخکې شرطونه؛ د پاکستان مټکوره تګلاره

عبدالوحید وحید

له افغانستان څخه د پاکستان لخوا د مشخصو او د تایید وړ امنیتي اقداماتو غوښتنه د خبرو اترو لپاره د اجنډا په توګه د درک وړتیا لري، خو د حيرانتيا خبره داده چې دغه غوښتنه د خبرو په جريان کې  د بحث لپاره اجندا نه، بلکې د خبرو او مذاکراتو د پيل لپاره د مخکیني شرط په توګه وړاندې کيږي. که له مذاکراتو څخه د پاکستان موخه د امنیتي ستونځو حل وي، نو د دغه هیواد امنیتي اندېښنو او غوښتنو ته د خبرو له پيل څخه مخکي عملاً ځواب ويل د خبرو اړتيا او اهمیت له منځه وړي. تعجب دى، هغه څه چې باید د خبرو  په بهير کې مطرح او وڅېړل شي، پاکستان يې له خبرو څخه وړاندې تحقق غواړي.

د افغانستان په هکله د پاکستان د نيابتي تګلارو په نتيجه کې پښتونخوا ته د ناامنيو رسيدل ددغې تګلارې ناکامي د تاريخ جبر او يا هم د دغه هیواد د سياستونو تازه رنګ او نيرنګ  وګڼو، خو واقعيت دادى چې د پاکستان ولس نن د ستونځو په عين هغه ګرداب کې قرار لري چې افغانان له څو لسیزو راهیسې پکې نښتي وو. څومره به ښه واى چې دواړو خواوو د ناامنيو سرچینې مشخصې کړي واى، دوه اړخيز تورونه يې څېړلي واى، د مسوولیتونو او مکلفيتونو په هکله يې بحثونه کړي واى او په ګډه يې داسې میکانیزمونه رامنځته کړي واى چې د دواړو هیوادونو لخوا ترسره کيدونکي ژمنې د تایید او څار وړ ګرزيدلې واى. له افغانستان څخه د پاکستان غوښتنه چې د  مېز په سر خبرو ته له کيناستو څخه وړاندې د ددغه هېواد امنیتي غوښتنو منل تضمین کړي  مذاکرات له دوه اړخيز بهیر څخه د اطاعت او بغاوت ترمنځ انتخاب ته اړوي او افغاني تاريخ ته په کتو اطاعت د افغانانو لپاره د منلو وړتیا نه لري. دا غوښتنه د شخړې د اصلي عواملو د څېړلو لپاره شونتيا محدودوي او د دوو هېوادونو ترمنځ د اړيکو له ديپلوماتيک چوکاټ څخه وزي.

اوږدمهاله امنیت د داسې غوښتنو له لارې نه رامنځته کېږي چې يو لوری باید خپل سياستونه د مقابل اړخ له غوښتنو سره سم کړي. که پاکستان په افغانستان کې د وسلوالو ډلو شتون د خپلې ناامنيو مهمه سرچینه ګڼي، نو دغه اندېښنه باید د مذاکراتو په ميز باندي مطرح شي او په عين حال کې د افغانستان لخوا ورته اندېښنې هم د امنیتي وضعیت یوه برخه ده؛ په دغو اندېښنو کې هوايي بریدونه، د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله، له ډیورنډ کرښې هاخوا څخه د ترهګرو را استول ، د سوداګري او تګ‌راتګ محدودیتونه او نورې داسې يو اړخيزې کړنې شامل دي چې کابل یې د خپلې ناامني له عواملو څخه ګڼي.

د پاکستان د تګلارې نيمګړتيا هغه مهال راڅرګندېږي چې ياد هيواد خپله ناامني د افغانستان لخواد اقداماتو پایله وګڼي او په افغانستان باندې د پاکستان تيرى  یوازې دفاعي ګامونه وګڼل شي. د نړيوالو نورمونو له مخې که د کوم هیواد لخوا د خپل د امنیت په اړه له بل هېواد څخه د ترهګريزو بريدونو ځینې ادعاوې په شواهدو باندي ثابتې هم شي، مذاکرات بیا هم ددې لپاره اړین دي چې دواړه لوري ممکن د مسوولیتونو، شواهدو، تناسب او د مناسب غبرګون په اړه اختلاف ولري.

له همدې امله، مشخص او د منلو وړ امنیتي ګامونه باید د خبرو د پيل شرط نه بلکې د یوه هوکړه شوي مذاکراتي میکانیزم پایله وي. دواړه لوري باید له خپلو اړوندو سیمو څخه د بریدونو د مخنیوي، د استخباراتي معلوماتو او شواهدو د شریکولو، د جنجالي پېښو د څېړلو، د وسلوالو ډلو د فعالیتونو د مخنیوي، د سرغړونو د ادعاوو د ارزونې، د ملکي وګړو د خوندیتوب او د هغو کړکېچونو د مدیریت لپاره چې ښايي په پوځي تقابل بدل شي، متقابل طرزالعمل رامنځته کړي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکيچنو اړیکو  تاریخ ته په کتو او د اوسنیو واقعیتونو په پام کې نیولو سره، داسې ښکاري چې په افغانستان کې د پاکستاني سياستونو له امله په غير ارادى توګه د دواړو هېوادونو امنیت له يو بل سره تړل شوي دى د امنیت مسؤولیت د یوه لوري پر غاړه اچول د توجيه وړ کړنه نه ده . دواړه هېوادونه مسؤولیت لري چې د يو بل له خاورې څخه د خپلو امنیتي اندېښنو په اړه مشخص او د تایید وړ شواهد وړاندې کړي، د پوځي اقدام پر ځای د خبرو او ګډو څېړنو لارې ته لومړیتوب ورکړي. دواړه لوري باید د خپلو اقداماتو د پایلو مسؤولیت ومني او د بل لوري مشروع امنیتي اندېښنې د خبرو له لارې وڅېړي.

په دغه چوکاټ کې، د یوه لوري امنیت باید د بل لوري د ناامني په بیه تأمین نشي. که افغانستان د خپلې خاورې د کارونې له امله د پاکستان پر وړاندې د امنیتي ګواښونو د مخنیوي مسؤولیت لري، پاکستان هم همدغه شان مسؤولیت لري چې په خپله خاوره کې د هغو جنګي ډلو د فعاليتونو مخه ونیسي چې افغانستان ته امنیتي ګواښ رامنځ ته کوي او دا چې خپلې امنیتي اندېښنې د داسې لارو له مخې تعقیب کړي چې د افغانستان حاکمیت، د ملکي وګړو خوندیتوب او د شخړې د سیاسي حل امکان زیانمن نه کړي. په همدغه چوکاټ کې د امنیتي ضمانتونو لپاره تر ټولو عملي لاره د متقابل میکانیزم رامنځته کول دی چې دواړه لوري پکې ژمنې وکړي، د ژمنو د عملي کولو څارنه وشي، سرغړونې په ګډه وڅېړل شي او د اختلافونو د حل لپاره له مخکې څخه ټاکل شوې لارې موجودې وي.

د پاکستان لخوا د هر اړخيز فشار د رامنځته کيدو کال پوره شو خو نتيجه يې لاهم مطلقاً منفي ده. په دغه تړاو مو مکرراً ليکلي دي چې تاريخ پاڼو ته په کتو په افغانستان کې د بهرنيانو لخوا د فشار ستراتیژی معکوسې پايلې لري او پاکستان هم مستثنى نه دى. د مسئوليتونو او اقداماتو متقابل ميکانيزم د هغې ناامنى د مخنیوي لپاره هم مهم دی چې د امنیتي فشارونو له امله پخپله رامنځته کيږي یا هم پراخه کېږي. پوځي فشار، اقتصادي محدودیتونه، د تګ‌راتګ او سوداګریزو دروازو تړل او د اختلافونو د حل لپاره د اټکل وړ او مستقیمو اړیکو لپاره د فورم نشتوالی کولای شي تاوتریخوالی زیات او د شته امنیتي ستونځو مدیریت نور هم ستونځمن کړي.

که پاکستان له افغانستان څخه د امنیتي تضمینونو په ترلاسه کولو ټینګار کوي، د خبرو لپاره مخکيني شرطونه ږدي او خپله برخه مسوولیت له پامه غورځوي، ممکن له امريکا سره د همغږي له امله مادي امتیاز ترلاسه کړي خو د پاکستان له اوږمهاله ملي ګټو سره قطعاً سمون نه خوري او ممکن د ستونځو په منځ کې ايسار پاتې شي. د مستقیمو اړیکو، د شواهدو د شریکولو، ګډې څېړنې او متقابلو ژمنو د عملي کولو لپاره د یوه فعال میکانیزم له نشتوالي سره به ادعاوې د مذاکراتو پر ځای د یو اړخیزو اقداماتو له لارې تعقیبېږي؛ بې‌باوري به ژوره شي، له کابل څخه د همکاري د ترلاسه کولو ظرفیت به محدود شي او د پولې دواړو غاړو ته به د امنیتي ګواښونو مدیریت لا ستونځمن شي. اوس پوښتنه دا ده چې په سيمه کې دغه ډول صورت حال رامنځته کول خو به د پاکستان د ستراتېژيک عمق د تګلارو نوى رنګ او نيرنګ نه وي؟

په لنډه توګه باید ووایو چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تلپاتې امنیت د مخکينيو شرطونو په ايښودلو نه، بلکې د متقابل مسؤولیت، خبرو او د باور وړ دوه اړخيزو تضمینونو له لارې رامنځته کېدای شي. پاکستان کولاى شي د خپلې خاورې پر وړاندې د امنیتي ګواښونو د مخنیوي غوښتنه وکړي، خو افغانستان هم حق لري له پاکستان څخه ورته متوجه امنیتي اندېښنې مطرح کړي. له همدې امله، امنیت باید د خبرو شرط نه، بلکې د خبرو  موضوع او پایله وي. که دواړه لوري د یو بل مشروع اندېښنې ومني، خپل مسؤولیتونه واضح کړي، د عملي کېدو او تایید وړ ژمنې رامنځته کړي، د شخړې د موقت مدیریت پر ځای به د تلپاتې امنیت رامنځته کيدو لپاره امکانات برابر شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ارماني (ارماني) ځانګړتیاوې| غني حسن

(خاکه) په کندهار کي څلور تنه نعمت الله نالان، محمدیار یار،  سیداحمد او محب الله ارماني او یو بل ملګری په نیمروز کي محمدعوض محمدي؛...