غني حسن
په فېسبوک کې مې د (میوند غر ختنې ټیم- میوند اډونچر)پر یوه عکس سترګې ولګېدلې، چې فکر کوم د زابل ولایت یوې څمڅي ته تللي دي. نوموړی ټیم چي په اصل کي په جنوب لویدیځ زون کي یوه مشهوره د ځوانانو لوبډله ده، چي وخت ناوخته د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي هسکو غرونو ته ځي او پر ټولیزو رسنیو د خپل سیاحتي او ورزشي سفر څو عکسونه او راپورونه نشروي، چي په اصل کي خورا د خوند، هیله بخښوونکي او په عینحال کي د سیاحت خورا ښې منظرې او منطقې معرفي کوي. ماته ئې دغه یوه نمونه تر نورو ډېرو جالبه او زړه راکښوونکې ښکاره سوه.
غرونه، پخوانۍ څمڅي/غارونه، طبیعي او منظرهییزي سیمي د یوه هېواد د سیاحت، اقتصادي پرمختګ، کلتوري پېژندني او د خلکو د هوسایني لپاره ځانګړی ارزښت لري. د دغو سیمو موندل، جوړول، د سیاحینو لپاره چمتو کول یوازي د تفریح لپاره نه دي، بلکي د اقتصادي عوایدو د زیاتوالي، د کارموندني، د چاپېریال د ساتني او د هېواد د طبیعي ښکلاوو د پېژندلو لپاره هم مهم څه دي. دا نو یوازي کندهار د داسي منظرهییزو او طبیعي ساحو درلودونکی نه دئ، بلکي د هلمند، اروزګان، زابل او ډېرو نورو ولایتونو کي همداسي څه موندل کېږي. چي په هر لحاظ او د نړۍ د هیوادونو په څېر سیمو کي، چي پراخي دښتي، سیندونه، تاریخي ځایونه او طبیعي منظرې لري.
د داسي سیاحتي سیمو. موندل، جوړول نه یوازي چي کولای سي د سیمي په اقتصادي او ټولنیز پرمختګ کي مهم رول ولوبوي، بلکي د طبیعي ښکلاو په ساتنه، د کارموندني، د نړۍوالو سیاحینو جلب ته وده ورکوي.
- یو دا چي سیاحتي سیمي خلکو ته د استراحت، تفریح، ورزش او له طبیعت سره د نږدې کېدو فرصت برابروي.
- دا ډول ځایونه د کورنیو، ځوانانو او ماشومانو لپاره د سالمو تفریحي فعالیتونو زمینه هم برابروي.
- د سیاحتي سیمو په سمه توګه معرفي کول د سیمي او هېواد مثبت انځور پیاوړی کوي او د طبیعي، تاریخي او کلتوري شتمنیو په اړه د خلکو معلومات زیاتوي.
د طبیعي سیمو ترڅنګ د تاریخي ابداتو معرفي کول د یوه هېواد تاریخي هویت پیاوړی کوي. د هر ولایت لکه د دغه انځور زابل په ولایت کي طبیعي او تاریخي ځایونه کولای سي د سیاحت د ګډ پروګرام برخه وګرځي او هیله لرو، چي د هر ولایت مربوط اطلاعات او کلتور ریاست، ښاروالۍ ریاست، چاپیریال ساتني ریاست او نور مربوطه شعبې که اړوند چاري په اخلاص، صداقت، وطني احساس راپیل کړي زه باور لرم، چي د هېواد نوم، اقتصاد، فرهنګ، ادب، هنر او تاریخ ته به ډېر څه سوي وي. په موندنه کي ئې دا دی د ځوانانو تکړه او ښه ټیم( د میوند غر ختني- میوند اډونچرس اتومات همکاري کړې او کوي. که دغه ملګري د داسي ساحو په موندنه کي لا هم قیق سي او هر ځای (جي پي ایس) نقطې د اطلاعات او کلتور سره شریک کړي خدمت به ئې خورا نور هم تاریخي سي. که غواړئ چي د هېواد داسي طبیعي، منظرهییزي او د ښکلا ډکي ساحې، څمڅي ووینئ نو لاندي لینک کلیک کړئ!
د میوند غر ختني ټیم لینک: https://www.facebook.com/share/p/1QecsvU1h4/