سه شنبه, جنوري 7, 2025
Home+کښتۍ (لنډه کیسه) اسدالله بلهار

کښتۍ (لنډه کیسه) اسدالله بلهار

   له کابو نیم کال راهیسې یې د ناستې ځای ته نږدې، د اوبو په منځ کې د اسماني رنګه لیکو سپینه او کوچنۍ کښتۍ په همدې یوه ځای کې ولاړه لیده. کښتۍ بادوانونه او بیرغونه نه لرل. یوازې څو اوسپنیزې نازکې ستنې او پړې یې ښکاریدل، یوه اوسپنیزه ستن خو تر نور یو څه لوړه هم وه. کله به چې تیز باد نه چلیده، نو بیا به ورباندې یو مرغه هم ناست و، چې یا به یې یو نیم غږ تر ستونې راووت او یا به یې هم په خپلو بڼکو کې مښوکه وهله، کله به چې د اوبو څپې زوروې شوې نو کښتۍ به یې په منځ کې لکه زانګو یوې او بلې خواته زنګیده. خو ناست مرغه به ری په کې نه واهه او همداسې به ورسره ښوریده.


د اوبو په شین کوړم کې به هغه وخت د اوبو څپې تیزې کیدې چې باد به چلیده او کښتۍ به په داسې وخت کې، د ځوان مسافر د ناستې له ځایه یا لږ لیرې شوه او یا به نوره هم ورته رانږدې شوه.  

 کښتۍ به چې د اوبو څپو هر څومره د مسافر خواته ور نږدې کوله دی به ورته خوشحاله کیده. خو چې څپې به زوروې شوې او د کښتۍ په ژیو به ور واوښتې نو دواړه سترګې به یې پټې کړې. مسافر به چې هره ورځ د اوبو د همدې لوی شین کوړم خواته راغی او په ډبرینه څوکۍ به یې ډډه ولګوله لومړی به یې همدې کښتۍ ته او بیا شاوخوا نورو ولاړو کښتیو ته وکتل، که به کومه کښتۍ روانه وه نو تر ډیرو به یې څارله، مسافر ته به د هغوو کښتیو نندارې او سیل هم ډیر په زړه پورې و چې په کې ناست کس یا کسانو به د پاروګانو په زور په اوبو کې هی کړي وه.


نن اوبه ارامې او آن لکه ولاړې غوندې ورته وبریښیدې، ده په خپل تندي او سترګو ور پراته ویښتان د سر په ښورولو سره شاته واړول، خدای خبر ولي یئ په دې هم بسنه ونکړه، خپل ویښتان یې په پرله پسي ډول په کیڼ لاس بیا بیا واړول او بیا یې لکه د تیر په څیر د سپینو لیکو ولاړې کښتۍ ته په ځیر ځیر وکتل، اک پک شو، د کښتۍ په اوسپنیزو ستنوپوري بادوانونه او دوه بیرغونه تړل شوې او ځړول شوي وو. په اوبو کې د ولاړې کښتۍ له هغې بلې خوا ناڅاپه د یوه سړي سر ور ښکاره شو. سړی د اوبو په منځ کې ولاړ و، د کښتۍ پړې یې ټینګول. کښتۍ وان چې کله له خپلو کارونو وزګار شو، په بیړه کښتۍ ته ور وخوت. مسافر ته یې لاس پورته کړ، په لوړ غږ یې ورته وویل: خوندوره لمرینه ورځ موپه خیر! ده یې په ځواب کې د هغوئ په ژبه همدومره وویل: ستاسو دې هم په خیر وي او غلی شو. شیبه وروسته کښتۍ چالانه شوه، همدا چې حرکت یې کاوه کښتۍ وان یو ځل ورته لاس وښوراوه، ده هم ورته لاس پورته کړ. له خپلې دې کړنې سره یې ورک ملګری رحیم ور یاد شو، رحیم چې کابو اوه میاشتې وړاندې یې د ترکيي د چناک کلا ولایت ایوانجیک ساحل کې کښتۍ ډوبه شوه. هغه ده ته د تګ په وخت کې د خدای پامانۍ په دود همداسې لاس ښورولی و. په سترګو کې یې اوښکې ډنډ شوې، تر شونډو لاندې یې وویل: های نیمګړې دنیاګۍ… او بیرته د خپل کور په لوري ستون شو. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب