سه شنبه, جنوري 7, 2025
Homeکلتورخاطرهژوند او ژواک (خاطرې) سراج احمد حبیبي

ژوند او ژواک (خاطرې) سراج احمد حبیبي

څلورمه برخه

لیکوال: سراج احمد حبیبي

د خپلوانو سره مو دا دومره راشه درشه یو وخت کې داسې مرحلې ته هم ورسېده، چې حتی زما د خور په واده کې دومره خپل نه پیدا کېدو چې د هغې سره ولاړ شي او هغه تر مټ ونیسي، دا خور مې زما بدل ده او پلار مې په هغه وخت کې د دې ودولو ته زړه ښه کړ، چې د غزني له قره باغ نه یې یو داسې قرضدار راغی چې که پلار مې د مجاهدینو غوندې په مکه معظمه کې په قران لاس هم ورته ایښی وای، چې پیسې نه لرم، هم ده به نه وای قبوله کړې.

دغو سړي ته زموږ د پلار هماغو کاکا ویلي وو چې دی که پیسې نه لري، زه به پیسې ورکړم، خو دی دې ځمکه راباندې خرڅه کړي.

هغه سړی یې دومره لمسولای ؤ چې زموږ په کور کې یې سمه بستره واچوله او د نه تګ اراده یې وکړه، دومره ډېر زموږ په کور کې پاتې شو، چې په کلیوالو کې دا خبره مشهوره شوې وه چې دا سړی د دوی د کور سړی دی، د ده ږیره سپینه وه او بوډا وه، ما ته به ځينې ماشومانو ویل چې هغه ستاسو بابا ولې داسې نه غږېږي لکه موږ چې غږېږو.

دغو سړي زما او زما د خور ژوند د تل لپاره د ستونزو او کړاوونو سره مخ کړ، د همده له امله مې پلار دېته مجبور شو چې زموږ خور په بنه باندې ورکړي او د دې په خاطر چې په راتلونکې کې به ما ته واده هم ونه شي کړای، نو دا خور مې یې ماته بدل کړه، خو دا چې خور مې په بنه ورکړل شوې وه او زما مېرمنه هم کوچینۍ وه، نو زما له خسر نه یې پرې اتیا زره روپۍ سر واخیستې، هغه اتیا زره روپۍ یې څه زموږ د دغو بابا په خوله کې ورواچولې او څه یې د کور لپاره ماتې کړې.

هغه وخت چې بیا کله واده پیل شو، زموږ په کور کې دومره پیسې نه وې چې د ورا لپاره مو موټرونه پرې نیولي وای، یو موټر مو د پلار یوه د کاکا زوی په شلو سوال زاریو راوست او بل مو د یوه کلیوال په کرایه ونیوه، خو چې دا مازې مو ناوې ترې ښکته کړه، موټروان دواړې پښې په یوه موزه کې ننویستې او زموږ د پلار نه یې کرایه غوښته، پلار مو چې هر څه ورته ویل چې وروسته به یې درته پیدا کړم، ته اوس ولاړ شه، خو سړي داسې قران کړی ؤ چې والله کې مې له دې ځای نه هم وښوروې، ښه وو پلار مې له چا نه ورته را قرض کړې او د سړي د وږې اروا لپاره یې د سکون یوه لویه ذریعه ځان جوړ کړ. کېدای شي له همدې امله الله سبحانه وتعالی ورته په ورځ د آخرت د زښته ډېرو اجرونو منظوري ورکړي، خیر که یې پر دې دنیا دې یو ډول ښېګڼې هم ورته په درد ونه خوړل.

زه که څه هم د خپل واده پر مهال دومره کوچینی نه وم او د ښوونځي په آتم ټولګي کې وم، خو بیا مې هم د ماشومانو خویونه ډېر کول، یو خو داسې په مېلو او چړچو روږدی وم چې په شپو شپو به هم کور ته نه راتلم او که به چې راغلم هم، په هغه ورځ به مې لس دولس تنه خپل انډیوالان د مېلې لپاره خپلې کوټې ته له ځان سره راوستل، زموږ کوټه خو بېخي د مېلو او ساعتېریو مرکز ؤ، ځکه یو خو ماته پلار په دې مېلو او ساعتېریو څه نه ویل، حتی کله کله به یې خپله هم د مېلې لپاره په کوټه پسې په خپل لاس اور راته اچاوه او بل مې په کور کې هم د چای او ډوډۍ د رابرابرولو لپاره تیاره نوکره درلوده، هغې به چې مازې د انکار کلمه له خولې راوویسته او یا به یې زما پر دې کارونو تندی تروش شو، نو ما به پرې رڼا ورځ توره شپه کړه.

ژوند او ژواک (خاطرې) سراج احمد حبیبي

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب