شنبه, دسمبر 28, 2024
Home+ژوند او ژواک (خاطرې) سراج احمد حبیبي

ژوند او ژواک (خاطرې) سراج احمد حبیبي

د کتاب درېیمه برخه

لیکوال: سراج احمد حبیبي

هغه وخت د نورو کلیوالو ترڅنګ زموږ د خپلو خپلوانو سره هم اړیکې ډېرې سمې وې، زموږ د پلار د هماغو کاکا زامنو چې مخکې مې یې یادونه درته وکړه، زموږ سره په همدغې کلا کې کار کاوه، یوه یې همدغه کله فیل چلاوه او بل یې زموږ د یوه کاریګر سره د:

ببو وۍ ببو نادانې

نادانې ببو ټیټه شه خوله راوړه!

او یا:

بوزوګی خر دی ورکوئ ډېرې وربشې

لیلا جان جان مجلس دی، لیلا جان جان مجلس دی

سندرې ویلې، ژوند ښه د خپلو خپلوانو د شفقت او مهربانیو په سیوري کې تېرېده، که څه هم زموږ پلار به هغه وخت پر کور ډېر نه ؤ او پر غرو او رغو به یې د حزب اسلامي د مالي توب له پيسو سره په خوند شپې او ورځې تېرولې او د خلکو له غوړه مالیو نه به یې خوند پرې اخیسته، خو موږ یې د نه شتون کوم ذره قدرې احساس هم نه دی کړی، ځکه همدغو خپلوانو به راته د پلار تر مینې نه لا ډېره مینه راکوله، هر چا به تر لاس نیولي وو او په دوکانونو کې به یې شیان راته اخیستل، کله کله به یې د کلي د ماشومانو سره لوبو کولو ته هم پرېښودو، خو هغه به موږ غضب داسې نابلده نابلده په کې کېدو لکه هغه له بل ځای نه چې کور ته څوک دوې چرګانې راوړي او دلته یې له نورو چرګانو سره خوشي کړي، دا دوې چرګانې له هغو نورو چرګانو نه داسې ګوښه ګوښه ګرځي ته به وایې چې د ټول عمر لپاره یې مړی او ژوندی ورسره مؤقوف کړی دی.

زموږ د پلار د روب او داب له ختمېدو سره زموږ د خپلوانو اړیکې هم له موږ سره پیکه شوې، هغه د پلار د کاکا زامن مو چې په کلا کې به زموږ مزدوران وو، زموږ د اقتصاد د ضعیف کېدو له وجهې له یوې مخې له موږ سره راشه درشه پرېښوده، دا راشه درشه یې تر دې حده زموږ سره پرېښوده، چې موږ یې بېخي له هغو جومات نه هم وشړلو چې موږ له دوی سره یو ځای جوړ کړی ؤ.

 دا جومات په هغه وخت کې چې زموږ د پلار او د هغه د تره ترمنځ اړیکې ښې وې ټول زموږ په ځمکه کې جوړ شوی ؤ، زموږ د پلار تره که څه هم په هغه وخت کې زموږ پلار ته ویلي وو چې د ځمکې عوض به بیا زه درکړم، خو له بده مرغه چې د ځمکې عوض خو پر ځای پرېږده آن ټول جومات له موږ څخه واخیستل شو.

کله چې موږ د جومات د ځمکې خبره راپورته کړه او ومو ویل چې یا باید موږ جومات ته پرېښودل شو او یا باید زموږ د ځمکې عوض بېرته راکړل شي، نیږدې د وخت ملایانو کفر ته ویستلي وو، هغوی ټولو په یوه خوله دا خبره وکړله چې څوک جومات ته وقف کړې ځمکه بېرته واخلي، داسې دي لکه خپلې کانګې یې چې بېرته خوړلې وي.

د ملا صاحبانو دا خبره به په خپل ځای سمه وي، خو زه بیا وایم چې کاش په دې ځای کې پر دواړو جانبینو شریعت پلي شوی وای، ځکه د کانګو خبره به یا په حدیث شریف کې راغلې وي او یا به کومه مقوله وي، خو د دوی جرم بیا آن په الهي سپېڅلي کلام کې ثابت دی. قران عظیم شان د دوی د جرم په باب فرمايي:

« وَمَنْ اَظْلَمُ مِمَّنْ مَّنَعَ مَساجِدَاللهِ اَنْ یُّذْکَرَ فِیْهَا اسْمهُ وَسَعی فِیْ خَرَابِهَا اُلیکَ مَا کَان لَهُمْ اَن یَّدْخُلُوْهَآ اِلَّا خَآیفِيْنَ لَهُمْ فِی الدُّنْیا خِزْیٌ وَّلَهُمْ فِی الآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِیْمٌ ( د البقره سورتف/ ۱۱۴ آیت)

یعنې: او د هغه چا نه لوی ظالم بل څوک کېدی شي چې جوماتونه د دې خبرې نه بندوي چې په هغې کې د الله ج نوم واخیستلی شي او د هغې د شاړولو کوښښ کوي، د هغه خلکو لپاره خو دا مناسب وو چې دې جوماتونو ته په وېره وېره ورننوتلی، یاد ساتئ د هغوی لپاره په دنیا کې خواري او رسوايي ده او په اخرت کې ډېر لوی عذاب مقرر دی.

ژوند او ژواک /  دویمه برخه /  سراج احمد حبیبي

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب