وردګو ته زموږ راتګ هم ناڅاپي ؤ، ځکه موږ نه تر دې دمه په وردګو کې خپل کور درلود او نه مو هم د کور لپاره ځمکه زموږ د پلار د کاکاګانو او د هغوی د زامنو سره وېشلې وه.
بس هسې په ساړه ژمي کې مو د پلار زړه په خوست کې تنګ شو او د ده د زړه د تنګوالي له امله زموږ مور هم ورسره وردګو ته د راتګ قرباني ورکړه، موږ خو بې له هغې هم هغه وخت نه سر پیاز وو او نه بېخ پیاز.
کله چې وردګو ته راغلو زموږ د پلار د کاکا کره مو واړول، هغه یوه لویه کلا ځان ته جوړه کړې وه، زموږ غوندې د څو نورو بې سرپناه کورونو لپاره هم ځای پکې پيدا کېده، د پلار د دغو کاکا مو چې څومره کلا لویه وه، هماغومره یې زړه هم لوی ؤ، د خانۍ او ملکۍ چمونه یې ډېر کول، چې په نام او ننګ به راغی، بیا یې په هیڅ شي هم صرفه نه کوله، د خوشحال خان دا بیت بېخي داسې دی لکه د ده له خولې نه چې راوتلی وي:
چې په نام او ننګ کې راشم لېونی شم
خبردار کله په سود او زیان د لک یم
د پلار د دغو کاکا کره مو اووه (۷) میاشتې تېرې کړې، د ژوند ډېرې سړې او تودې مو پکې ولیدې، بالاخره خدای تعالی زموږ د مور دعا هم قبوله کړه او د خپل ځای او ځایکي بندوبست مو وکړ، د دوی سره مو شریکه ځمکه ووېشله، له نېکه مرغه د ونډې کوز سره چې سړک ته نیږدې ؤ زموږ وخوت، که څه هم د پلار همدې کاکا مو په هغه وخت کې ډېره هڅه وکړه، چې زموږ کلا دې هم د دوی د کور تر څنګ جوړه شي، خو زموږ پلار ورته ویل چې بس ده ما ښه پرېمانه ستا مزدوري وکړه، نه غواړم چې اولادونه مې هم ستا غلامان پاتې شي.
همداسې و هم شول، زموږ د کلا تهدابونه په همغه برخه کې واچول شول، کومه چې موږ ته په وېش کې رارسېدلې وه.
دا کلا نو داسې کلا وه چې په هغه وخت کې یې په شاوخوا سیمه کې ساری نه درلود، په ټولو کوټو او د دروازو پر سرونو یې سیمټي کاډر پراته وو، دا سیمټي کاډر زموږ پلار له خوست نه رالېږلي وو، له نېکه مرغه هغه وخت چې ده دا کاډر راولېږل، د ده د کاکاګانو کورونو ته لرګي اخیستل شوي وو، ګني خدایزده که د دې ګاډرو کوم یو موږ ته رارسېدلی وای! خو بیا هم یو څو دانې مو د پلار هماغه کاکا چې موږه یې په کور کې اړولي وو، د خپلې دروازې لپاره یوړل، چې اوس یې هم د کلا د لویې دروازې پر سر پراته دي.
زموږ دا کلا ځکه په هغه وخت کې بې ساري کلا وه، چې د حزب اسلامي د پیسو پر مټ وهل شوې وه، دېوالونه یې د حزب پر قله فیل پاخه شوي وو، قله فیل یو ډول لوی لوی موټرونه وو چې نظامي وسلې به پکې لېږدېدلې، د مجاهدینو زیاتره تنظیمونو درلودل، دوی به یې خپله هم په باډیو کې سپرېدل، زه چې کله د مجاهدینو نوم واورم، همدغه لوی لوی قله فیل موټرونه مې ذهن ته راتداعي کېږي. کېدای شي د دې یو علت دا وي چې ما کومې د مجاهدینو ویډیوګانې لیدلې دي، په هغوی ټولو کې مې دوی په قله فیل موټرونو کې سپاره لیدلي دي.
زموږ کلا ته دا قله فیل او د اوبو د راوړلو لپاره یو ټانکر زموږ په سیمه کې د حزب اسلامي یوه مشهور قومندان چارګل خان راکړي وو، ده دا سخاوت زموږ له پلار سره د هغو شفاهي قرارداد پر اساس کړی ؤ، چې دوی د بابوس په دښته کې د حزب اسلامي امیر ګل بدین حکمتیار صدراعظمۍ ته ورساوه، زموږ د پلار د وینا له مخې چې په هغه وخت کې زه له حکمتیار سره په څه خبره خوابدی وم، کله چې د مجاهدینو ترمنځ واک ووېشل شو او د دې وېش په نتیجه کې حکمتیار د هېواد صدراعظم شو، نو موږه د بابوس په دښته کې د خوشحالۍ مراسم ورته نیولي وو، په دې مراسمو کې چې کله حکمتیار د لمانځه لپاره مخکې شو، نو ما قامت ورپسې شروع کړ، ده هم چې کله ماته وکتل، نو په برېتو کې موسکی شو، د حکمتیار په برېتو کې د موسکی کېدو سره سړي ته زموږ د هېوادوالو هغه خبره ذهن ته ورځي، چې حکمتیار چاته په برېتو کې موسکی شي، نو په سبا یې د وژلو لپاره څوک ورلېږلي وي، د ده د دې برېتو د موسکی کېدو سره د سړي مرګ تړلی دی.
نه پوهېږم چې دا خبره به تر کومه حده سمه وي، خو زموږ پلار ته چې په دې ځای کې په برېتو کې موسکی شوی دی، موږه یې تر ننه پایلې ښې لیدلې دي او الله مو یې دې په راتلونکې کې هم له شر څخه وساتي.
د حزب د دې قله فیل او ټانکر خیر نه یوازې موږ ته رسېدو، بلکې زموږ د پلار د حاتم طايي توب له امله یې زموږ نورو ګاونډیانو ته هم خیر رسېده، هغوی به هم یوازې پر دې خبره چې زموږ پلار ته به یې میرزا میرزا وویل، ټوله ورځ دا ټانکر او قله فیل د خپلو کلاوو په جوړولو کې مصروف کړي وو.