Homeخبرونهاقتصادي خبرونهفراه کې د کچ صمد اوبو بند تحقیقاتي چارې پیل شوې

فراه کې د کچ صمد اوبو بند تحقیقاتي چارې پیل شوې

تاند ( سه شنبه د مرغومي ـ جدي ۴مه) د طالبانو د حکومت ‏د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت په فراه ولایت کې د شاوخوا ۲ میلیارده افغانیو په لګښت د کچ صمد ستر بند د تحقیقاتي چارو د پیل خبر ورکړ.

د معلوماتو له مخې د فراه کج صمد بند د ۵۶متره په لوړوالي د ۱۴۰ میلیون متره مکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري.

مسوولان وایي دغه بند چې د فراه او نیمروز ولایتونو په لویه وچه کې موقعیت لري د دې وچې د بې اوبو سیمو لپاره حیاتي ارزښت لري.

یاد وزارت زیاتوي، چې د دې بند په بشپړېدو سره به ۱۴ زره هکټاره ځمکه هم خړوبه شي.

د دغې بند د تحقیقاتې چارې داسې مهال پیلیږې، چې دا مهال فراه کې د بخش اباد بند د جوړولو چارې هم په چټکۍ سره دوام لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...