تاند ( سه شنبه د مرغومي ـ جدي ۴مه) د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت د سلطان محمود غزنوي په اړه د پاکستان دفاع وزیر له سپکاوي ډکو خبرو ته توند غبرګون ښودلی او د خواجه اصف له سپکاوي ډکې څرګندونې یې له تاریخي واقعیتونو بې خبري ګڼلې.
فطرت ویلي، چې سلطان محمود غزنوي د اسلامي امت ویاړ دی او هر ځل یې د مظلومو ولسونو په ځانګړي ډول د مسلمانانو د ژغورنې لپاره هند او نورو سیمو ته سفرونه کړي.
نوموړي د خواجه اصف څرګندونې په کلکه رد کړې او زیاته کړې یې ده، چې سلطان محمود غزنوي د مسلمانانو دفاع خپل فرض ګڼله، هغه څه چې نن سبا یې د خواجه اصف په څېر خلک تصور هم نه شي کولی.
حمدالله فطرت زیاته کړې، له حقایقو د پاکستان دفاع وزیر په کچه اشخاصو بې خبري د تاسف ځای دی او داسې مهال ورته سپکاوی کوي، چې د همدې هېواد په دفاعي توغنديو د محمود غزنوي نوم اېښودل شوی.
د پاکستان د دفاع وزیر له یوه پاکستاني ټلوېزیوني چینل سره په مرکه کې ویلي، چې سلطان محمود غزنوي یو غل و او هند ته به یې د لوټمارۍ لپاره سفرونه کول.
د یادونې وړ ده، چې سلطان محمود غزنوي اسلامي نړۍ کې د یوه مسلمان فاتح سلطان په نوم پېژندل کېږي، چې دې افغان فاتح د اسلامي واکمنۍ پراختیا او مظلومو مسلمانانو د نجات لپاره ډېرې بریمنې غزاګانې ترسره کړې دي، هغه چې اوس د تاریخ زرین بابونه دي.
که ګلبدين، رباني او مسعود او داسې ورتښتېدلی نه وای او هلته د درملپلور او چشماټو قاضي حسين احمد په لمسون چې کابل ته به ورته د درملپلور په پلمه راته او دوی به يې د پنجاب د ګټو لپاره لمسول او بيا ورپسې هندي الأصل مهاجر ضياء الحق پيدا شو او هغه لا پسې څربه کړل. بيا ورپسې جهادي غوبل شروع شو او بيا ورپسې طالبي لوبه شروع شوه چې نن يې په هېواد واکمنان هم کړل. که موږ ټولو ښيلاسو او کيڼلاسو ځانونه پېژندلی وای چې نه مو سره بلا او نه مو توره او سپينه بلا دوستان دي، بلکې …..
نو نه به زموږ د اسلافو نومونه خلکو غلا کول او نه به يې زموږ وسلې او پيسې غلا کولې او نه يې ځانته به يې پرې اتوم او توغندي جوړولی چې سبا ته يې زموږ پر ضد وکاروي. زه باور لرم چې تور سومبی دا کار هېڅکله د هند پر وړاندې نه شي کولی، خو سبا يې خامخا زموږ پر ضد وکاروي.
طالب او مجاهد او داعش خو پاکستان د همدې لپاره جوړ کړي دي چې له يو لورې مو د خپل هېواد او ولس پر ضد وجنګوي لکه چې ويې جنګولو او له اړخه به مو لوټي او سپکې سپورې به هم راپسې وايی.
دا هغه پنجابی وزير دی چې په نره يې ويلي وو :
د امريکا په مشرۍ د ترهګرۍ ضد په نوم جګړه زموږ نه وه، بلکې موږ پردۍ جګړه او جعلي جهاد کړی دی.
کاشکې چې د طالب هغه وخت دومره عقل سر ته راغلی وای.
يو وخت مي د يوه پاکستاني سره په احساساتو کې د احمدشاه ابدالي نوم ياد کړ او هغه ورته د غله خطاب وکړ. زه په احساساتو کې ډير خپه او د هغه مي خوا بده شوه. تر هغي وروسته مي د ځان سره فکر وکړي چي رښتیا هم دغه بابا زمونږ لپاره کوم ستر خدمتونه ترسره کړي او کومې لاسته راوړنې يي لرلي.
په اروپا کي د ۱۴ ميلادي پيړۍ څخه د پوهنتونونو بنسټونه کيښودل شول. پداسي حال کي چي په افغانستان کي لومړي ښوونځي د حبيب الله خان په وخت کي يانې په ۲۰ پيړي کي او د کابل پوهنتون د ظاهر شاه په وخت کي پرانيستل شول. نو په رښتيا هم بايد ووايو چي احمدشاه او کورنۍ يي پرته له جنګونو نورې کومې کارنامي لرلي.
اوس که د محمود غزنوي داستان ته ځير شو نو هغه هم پرته له جګړو کوم کار نه دئ کړئ. هر ځل هند ته په ورتګ يي د هغوې ددين سپکاوي کړي، انسان يي د اسلام په نوم وژلي، مال يي تري لوټلي او… هيره دي نه وئ چي محمود غزنوي د افغانستان او افغانيت سره هيڅ ډول تړاو نه لري. د هغه پلار د مرکزي اسيا د ترکانو څخه وو چي پخپله يو غلام وو او د هغه وخت د واکمن په لارښوونه غزنی کي ځاي پر ځای او د همدې ځايه يي بيا خپله واکمني پيل کړي البته د ډيرو جګړو په پايله کي يانې د ډيرو افغانانو د وژلو وه نتيجه کي.
نو کله چې مونږ ټول د خپل هيواد تاريخ لولو، هغه بايد په کره او بي طرفه ولولو او قضاوت پري وکړو.
مننه