Homeخبرونهپاکستان د طالبانو له حکومت سره د دوه اړخیزه ستونزو پر حل...

پاکستان د طالبانو له حکومت سره د دوه اړخیزه ستونزو پر حل خبرې کړي

تاند ( سه شنبه د مرغومي ـ جدي ۴مه) افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو د لا ښه والي او شته ستونزو پر حل خبرې کړې دي.

په دې کتنه کې صادق خان ژمنه کړې، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شته ستونزې به په ګډو هڅو حل او د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او ولسي اړیکې لا پیاوړې کړي.

په دې لیدنه کې سراج الدین حقاني د امنیتي او سیاسي ستونزو د حل لپاره پر ګډو هڅو ټینګار کړی دی.

د یادونې ده چې افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی صادق خان پرون یکشنبه کابل ته راغلی دی.

د پاکستان دا استازی داسې مهال کابل ته راځي، چې وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې کړکیچنې ښکاري او وخت نا وخت پاکستاني چارواکي په افغان لوري بې بنسټه تورونه پوري کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...