تاند ( سه شنبه د مرغومي ـ جدي ۴مه) د طالبانو د حکومت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر اخوند له ساکو افغان شرکت سره په لوګر کې د سیمنټو د تولیدي فابریکې تړون لاسلیک کړ.
دغه فابریکه چې د یاد ولایت التمور سیمه کې جوړېږي قرار دادي شرکت به پرې ۱۴۵ملیونه ډالره پانګونه کوي.
د چارواکو د معلوماتو له مخې د دغې فابریکې په جوړېدو سره به په ورځني ډول ۲۵۰۰ ټنه سیمنټ تولید شي.
د مالوماتو له مخې، د طالبانو له بیا واکمنېدو تر دې دمه د ۶۲۳میلیونه ډالرو په ارزښت له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د سیمنټو د تولید په برخه کې د څلور سترو پروژو تړونونه لاسلیک شوي دي.