چهارشنبه, دسمبر 25, 2024
Homeخبرونهترکیې ، افغانستان ته څه باندې ۷۲۳ ټنه بشري مرسته ولېږله

ترکیې ، افغانستان ته څه باندې ۷۲۳ ټنه بشري مرسته ولېږله

تاند ( سه شنبه د مرغومي ـ جدي ۴مه) ترکي رسنیو د یاد هېواد د ټرانسپورټ وزارت له قوله لیکلي، چې د ۷۲۳ اعشاریه ۸ ټنه بشري مرستې جوپه یې د اوسپنې پټلۍ له لارې افغانستان ته ولېږله.

د ترکیې انادولو خبري اژانس زیاته کړې، چې د بشري مرستو په دې ۲۱ مه جوپه کې ۴ زره خېمې، ۴۳ زره کمبلې، ۵ زره د پخلنځي توکي او ۱۰ زره د خوړو او روغتیایي توکي شامل دي.

سرچېنې لیکلي، د مرستو دا جوپه د جمعې په ورځ له انقرې افغانستان ته استول شوې ده.

دا مرسته داسې مهال د اوسپنې پټلۍ له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي، چې پرون دوشنبه د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس په خپله اېکس پاڼه لیکلي وو،چې د روان کال په لیندۍـ قوس میاشت په اوږدو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۴۵۲ زره ۱۳۳ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

حق شناس وایي د خواف هرات بندر له لارې ۲۲۰۲ ټنه، تورغونډۍ بندر له لارې ۷۴۷۰۱ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۲۵۶۳۰ ټنه، حیرتان بندر له لارې څخه ۳۴۹۵۹۹ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب