چهارشنبه, دسمبر 25, 2024
Homeخبرونهد پاکستان له زندانونو ۵۳ آزاد شوي بندیان هېواد ته راستانه شول

د پاکستان له زندانونو ۵۳ آزاد شوي بندیان هېواد ته راستانه شول

تاند ( سه شنبه د مرغومي ـ جدي ۴مه) په سپین بولدک کې د طالبانو سرحدي آمریت وایي، تېره یکشنبه د سپین بولدک له لارې د پاکستان له زندانونو آزاد شوي ۵۳ تنه هېواد ته راستانه شول.

سرچینه زیاتوي، چې په یاد شمیر کسانو کې یوه ٨ کسیزه کورنۍ هم شامله وه، چې د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شول.

د سپین بولدک سرحدي آمریت دغه راستانه شوي کسان له پېژندلو او ثبت وروسته همکارو بنسټونو ته د مرستو لپاره ورپېژندلي.

وړمه ورځ هم د تورخم له لارې ۱۳، د قندهار د سپین بولدک له لارې ۷، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۳۱ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۱۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

پاکستان او ایران دوه هغه هېوادونه دي، چې ترې له افغان کډوالو سره د ناسم چلند راپورونه ډېر خپرېږي.

د معلوماتو له مخې اوس هم په یادو هېوادونو کې سلګونه افغانان د قانوني اسنادو د نشتون له امله زندانیان دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب