چهارشنبه, دسمبر 25, 2024
Homeخبرونهد خوړو نړیوال پروګرام؛ په ژمي کې ملیونونه اړمنو افغانانو ته خواړه...

د خوړو نړیوال پروګرام؛ په ژمي کې ملیونونه اړمنو افغانانو ته خواړه نشو رسولی

تاند ( سه شنبه د مرغومي ـ جدي ۴مه) د خوړو نړیوال پروګرام وایي، چې دا اداره د ژمي په موسم کې نشي کولی ۶ میلیونه اړمنو افغانانو ته مرسته ورسوي.

دې سازمان په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې د بودیجې له شدید کمښت سره مخ ده او نشي کولی ملیونونه اړمنو افغانانو ته خواړه ورسوي.

د خوړو نړیوال پروګرام زیاتوي: « افغانستان کې بې رحمه ژمی دی او دوی د بودیجې له کمښت سره مخ دي.»

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام تر دې وړاندې هم ویلي و، چې افغانستان کې له اړمنو خلکو سره د مرستې لپاره ۱۴ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون دوشنبه د مهاجرت نړیوالې ادارې ویلي، چې له افغانانو سره د مرستو د دوام لپاره ۵۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې د ۲۰۲۵ کال لپاره د خپلې بودیجې په غوښتنه کې ویلي، چې سږ کال ۸،۲ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري، چې له دې جملې څخه ۴۹۹ میلیونه او ۸۰۰ زره ډالره به پر افغانستان ولګول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب