Homeخبرونهننګرهار کې د هند د کونسلګرۍ پر یوه ژباړونکي برید شوی

ننګرهار کې د هند د کونسلګرۍ پر یوه ژباړونکي برید شوی

تاند ( سه شنبه د مرغومي ـ جدي ۴مه) ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند حماد وایي، وسله والو کسانو د جلال اباد ښار څلورمه ناحیه کې د هند په کونسلګرۍ کې پر یوه افغان کارکوونکي برید کړی.

حماد وایي دا پېښه نن ماسپښین شوي کارکوونکی شیرزاد نومېږي او هلته ژباړونکی دی.

نوموړی وایي د برید پرمهال د کونسلګرۍ افغان کارکوونکی ټپي شوی دی.

خو یو شمیر سرچینو رسنیو ته منلې چې یاد کس وژل شوی دی.

تر برید وروسته وسله وال کسان له سیمې تښتېدلي او حماد وایي تر اوسه یې په تړاو څوک نه دي نیول شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ځپلی وطن او ښاغلي مخونه

د ملي بانک باغ ته ور داخل سوو، پر وجود مي د پغمان خوږه هوا نرمه او پسته ولګېده، یو څو قدمه نور هم...