دوشنبه, اپریل 29, 2024

د خوب غل

ليکنه: رابندرانات ټاګور
ژباړه: ګل رحمن رحماني

څوک دي چې د ماشومانو له سترګو خوب پټوي؟ بايد پوه شم. مور خپل منګۍ تر څنګ کړ، لاړه چې له ګاونډي کلي اوبه راوړوي. نيمه ورځ وه. ماشومان په لوبو راغلي وو او د اوبو مرغان په ډنډو اوبو کې غلي وو.

شپون د هندي انځيرو تر ونه لاندې خوب وړى و، ګوربتانو د وړاندې کلي په څنډه کې ځانونه غلي کړي وو. په همدې وخت کې د خوب غل راغى، د ماشوم له سترګو يې خوب غلام کړ او ولاړ. مور راستنه شوه، ويې ليدل چې ماشوم ټوله کوټه لټ په لټ کړې.

نارې يې کړې.

چا زما د زوى خوب غلا کړ؟ بايد پوه شم، بايد هغه پيدا او بندي کړم، دا غل بايد په هغه تياره او ژور غار کې واچوم چې د سرېښناکو او ښويو ډبرو په سر وښوېږي او بېرته د راوتلو لار پيدا نه کړي.

هغه به په خوبوړو سيورو کې ولټوم ، هلته چې کوترې په خپلو ځالو کې د قوقو نارې وهي او له ستورو ډګو او ارامو شپو کې د پېريانو باريک غږونه غوږونو ته رسېږي.

کله چې د شپې له خوا سمسور ځنګل په درنه چوپتيا کې ډوب شي او روښانه شپه پرې هسې عبث خپله رڼا تباه کوي، نو له هر موجود سره چې مخ شم؛ دا به ترې پوښتم:

ايا دلته څوک شته، څوک به ماته ووايي چې د خوب غل چېرته ژوند کوي؟ چا زما د ماشوم له سترګو خوب غلا کړى؟ بايد پوه شم، که چېرته په لاس راغى، سم درس به ورکړم.

په ځاله او جونګړه به يې يرغل وکړم، ګډه وډه به يې کړم، څو ووينم چې دوى زما د ماشوم ټول غلا شوي خوبونه چېرته انبار کړي دي. ټول به ترې لوټ کړم او کور ته به يې راوړم.

دواړه وزرونه به يې کلک وتړم او په سيند کې به يې لاهو کړم، پرېږده چې د کومې جبه زارې په منځ کې د اوبو د نيلوفرو(ګل) منځ کې له درګې(نى) سره د ماهي نيولو لوبه وکړي.

ماښام چې کله بازار وتړل شي او کليوال ماشومان د خپلو مورګانو غېږو ته ستړي راستانه شي، نو همغه مهال به شپني مرغان په غوږ کې ورنارې کړي چې اوس د چا خوب غلا کوې که نه؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب