پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeفلسفهد فلسفې لومړني اصول/ لیکوال: جورج پلیتسر

د فلسفې لومړني اصول/ لیکوال: جورج پلیتسر

ژباړه: حبیب میرخېل

په دې برخه کې:

 ولې باید فلسفه زده کړو؟

  1. آیا د فلسفې زده کړه ستونزمنه ده؟
  2. فلسفه څه ده؟
  3. مادي فلسفه کومه ده؟
  4. د مادي فلسفې او مارکسېزم ترمنخ کومه اړیکه شته؟
  5. له مارکسېزم سره د پانګوالو شخړه؟

لومړی: ولې باید فلسفه زده کړو؟

غواړم په دې برخه کې د مادي فلسفې مقدماتي اصول روښانه کړو: ولې دا کار کوو؟

د دې له پاره، چې مارکیستي نظریه، هغه چې په ډېره مینه او لېوالتیا یې په اړه معلومات غواړو، په بشپړه توګه یوې فلسفې او یوه مېتود پورې اړه لري، یانې د دیالکتیک ماتریالېزم فلسفه او مېتود.

د دې له پاره، چې د دې فلسفې او مېتود  زده کړه د مارکسېزم په اړه د لا ډېرو معلومات ترلاسه کولو، د پانګوالۍ د استدلال او تیوریو د رد او همدارنګه د یوه اغېزمن سیاسي جنګ له پاره اړین کار دی.

لنین وايي: «له یوې انقلابي تیوري پرته، انقلابي حرکت ناشونی دی». له دې خبرې مطلب دا دی، چې باید د تیوري او عمل ترمنځ بشپړه اړیکه شتون ولري.

عمل څه دی؟ عمل د یوه کار ترسره کولو ته وايي. مثلا ً، صنعت او بزګري یو شمېر فزیکي، کیمیاوي او بیولوژیکي تیورۍ د فکر له عالم څخه د علم او بیا د عمل ساحې راکاږي (عمل ـ فرضیه) .

تیوري څه ده؟ د هغه څه پېژندلو ته وايي، چې موږ غواړو عمل پرې وکړو. که چېرې انسان یوازې عملي اوسي، نو کارونه به یې د عادت له مخې له نوښت او عادت پرته په عملي بڼه وي او که چېرې انسان یوازې په تیوري پوه شي، ډېری تصورات یې د عملي کېدو نه دي. نو باید د عمل او تیوري ترمنځ بشپړه اړیکه شتون ولري. د مسئلې ټول راز په دې کې دی، چې موږ پوه شو دا کومه تیوري ده او له عمل سره یې اړیکه په کومه کچه ده؟

ښکاره خبره ده، چې د یوه مبارز کس له پاره د یوه بریالي انقلاب د عملي کولو په موخه د استدلال تجزیې او تحلیل مېتود او سم استنتاج ته اړتیا ده. د ده له پاره داسې مېتود په کار دی، چې په دګماتیزمي بڼه جامد قانون نه اوسي، هغه قانون، چې وغواړي ټول مسایل او قضیې له وړاندې چمتو او تحول په کې راولي، بلکې باید له هغه مېتود څخه پیروي وکړي، چې د حالاتو او پېښو تابع دی. دغه حالات او پېښې هېڅلکه سره ورته نه دي او له همدې امله یې پایلې هم سره ورته والی نه لري. باید له داسې مېتود متابعت وشي، چې هېڅکله تیوري له عمل او استدلال له ژوند څخه جلا نه کړي. دغه شان مېتود ته دیالکتیک ماټریالېزم وايي، هغه چې د مارکس د فلسفې بنسټ دی او دا هماغه څه دی، چې موږ غواړو دلته یې تر بحث لاندې ونیسو.

دویم: آیا د فلسفې زده کړه سخته ده؟

معمولا ً اټکل کیږي، چې د عادي وګړو له پاره د فلسفې زده کړه خورا ستونزمنه او له ننګونو ډکه ده؛ ځکه د فلسفې زده کړه د ځانګړو علومو او معارف پېژندلو ته اړتیا لري. پاتې د نه وي، چې د بورژوازۍ ډېری کتابونه داسې لیکل شوي، چې پورته نظریه تاییدوي او معما ډوله اړخ لري، خو له دې سربېره موږ له دې څخه انکار نه کوو، چې زده کړه په عامه توګه او د فلسفې تحصیل په ځانګړې توګه ستونزمن کار دی، مګر په اسانۍ سره کولای شو پر ستونزو بریالي شو. د فلسفې د ستونزمنتیا اصلي لامل هم دا دی، چې د لوستلو له پاره مطرح کېدونکو مسایلو یوه برخه نوې ده. په پیل کې هڅه شوې هغه الفاظ تعریف کړو چې ورته اړتیا ده یا په عادي خبرو اترو کې ترې ناسمه مانا اختسل کیږي.

درېیم: فلسفه څه ده؟

له فلسفې څخه د عامو وګړو موخه، د تخیل په نړۍ کې ژوند یا د ژوندانه مسایلو جدي نه ګڼل ده، حال دا چې برعکس، فیلسوف هغه څوک دی، چې د هرې پوښتنې له پاره روښانه ځواب ولري. فلسفه غواړي د نړۍ ګڼو مسایلو ته ځواب ووایي. د مثال په توګه، نړۍ له کومه شوې؟ انسان چېرې روان دی؟ نو له دې ښکاري چې فلسفه په بشپړه توګه له نړۍ سره کار لري او د ژوندانه له یو شمېر مسایلو سره بوخته ده.

موږ د فلسفې په تعریف کې وایو: فلسفه د نړۍ له توضیح او د طبیعت له شرحې څخه عبارت ده. یا په بل عبارت، فلسفه د مسایلو عمومي څېړنه ده، یانې هغه مسایل چې په دې اندازه عمومي نه وي، د علومو په مباحثو پورې اړه لري. له دې مطلب څخه روښانه کیږي، چې فلسفه د علومو ادامه او له پاره یې مقدمه ده، یانې له علومو څخه جلا نه ده.

دا ټکی هم باید اضافه کړو، چې د مارکس فلسفه د نړۍ د ټولو مسایلو له پاره حل لارې لري او د مسایلو دغو حل لارو له داسې فکري طرز څخه سرچینه اخستې، چې دیالکتیک ماټریالېزم یې بولي.

څلورم: مادي فلسفه کومه ده؟

په دې اړه یوه تېروتنه شته، چې باید سمه کړلای شي. د عامه وګړو په اند، مادي هغه چا ته ویل کیږي چې د خوند او نفسي خواهشاتو  له پیروۍ پرته بل مقصد ونه لري.

له دې امله، چې مادي لغت له مادې څخه اخستل شوې، دغه تېروتنه یا غلط تعبیر یې رامنځ ته کړی دی. خو موږ د ماټریالېزم په څېړنه کې د هغه علمي مانا ته پاملرنه کوو او ترې واقعي مانا اخلو. وروسته به ولیدل شي، چې مادي والی هېڅکله له یوه ستر آرمان او د هغه په لاره کې له سرښندنې او جګړې سره مخالف نه دی. ومو ویل چې فلسفه غواړي د نړۍ تر ټولو ستر او عمومي مسایل روښانه او تشریح کړي، مګر باید په دې هم پوه شو، چې د بشري تاریخ په اوږدو کې دغه تفسیرات او توضیحات د تل له پاره یو شان نه وو. لومړنیو انسانانو هم هڅه کوله، چې د طبیعت په رمز او راز ځانونه پوه کړي او د نړۍ تشریح وکړي، خو هغوی د دې کار له پاره وړتیاوې نه لرلې. هغه یوازینی څه چې د نړۍ توضیح، تفسیر او تشریح شوني کوي، علم دی او هم هغه کشفیات، چې د علم پرمختګ ته لارې هوارې کړې، په حاضره زمانه پورې اړه لري.

د لومړنیو انسانانو ناپوهي د هغوی د لارې خنډ وه او همدغه ناپوهي لکه څرنګه چې په بشري تاریخ کې یې وینو، د مختلفو ادیانو پیدا کېدو لامل شوې ده. دین هم غواړي نړۍ تشریح کړي، خو د دې تشریح له پاره یوازې ماورا الطبیعه ځواکونو ته مخه کوي. دغه تعالیم له علم سره ټکر لري.

د پېړیو او قرنونو په تېرېدو سره علم وده وکړه او انسان هڅه وکړه، چې نړۍ د مادي واقعیتونو او د علمي لاسته راوړنو پر بنسټ تشریح کړي. له همدې ځایه، یانې د علم پر بنسټ د نړۍ مسایلو تشریح ته له تمایل څخه مادي فلسفه وزیږېده. وروسته به د مادي  ماټریالېستي فلسفې د څرنګوالي په اړه بحث وکړو، مګر د اوس له پاره همدومره باید په یاد ولرو، چې دغه فلسفه د نړۍ له علمي تشریح پرته بل څه نه ده.

کله چې د مادي فلسفې د تاریخ مطالعه پیل کړو، وبه وینو چې د جهالت پر ضد د علم پلویانو مبارزه خورا ترخه او سخته وه او دغه جګړه لاهم روانه ده؛ ځکه لاهم مادي فلسفه او له جهالت څخه راپورته شوي عقاید یو د بل پر وړاندې سنګر لري. د همدې مبارزې او جګړې په ترڅ کې مارکس او انګلز د تاریخ پر صحنه پل کېښود. دغو دوو کسانو د نولسمې پېړۍ سترو کشفیاتو د اهمیت په درک کولو سره هڅه وکړه، چې مادي فلسفه حیرانونکې وده او د نړۍ د علمي تشریح په لاره کې پرمختګ وکړي. په همدې ترتیب دیالکتیک ماټریالېزم منځ ته راغی.

پنځم: د ماټریالېزم او مارکسېزم ترمنځ اړیکه

موږ کولای شو دغه اړیکې له لاندې لارو خلاصه کړو:

حبیب میرخېل
حبیب میرخېل

الف: هغه مادي فلسفه، چې غواړي د نړۍ مسایل په علمي توګه حل کړي، په تاریخ کې د علم په څېر وده او پرمختګ لري او په پایله کې مارکسېزم له علم څخه د باندې راوځي، له علم سره اړیکه لري او له علم سره مل تحول پیدا کوي.

ب: له مارکس او انګلز وړاندې هم په مختلفو پړاوونو او بېلابېلو بڼو مادي فلسفې شتون درلود، خو په نولسمه پېړۍ کې علومو خورا ستر ګام مخ پر وړاندې واخیست او په ترڅ کې یې مارکس او انګلز پخوانی ماټریالېزم د نویو علومو په جامه کې ونغښت او موږ ته یې داسې ماټریالېزم راکړ، چې اوس یې دیالکتیک ماټریالېزم بوي او د مارکسېزم بنسټ جوړوي.

له پورته توضیحاتو په ښه توګه روښانه کیږي، چې مادي فلسفه د خپل شهرت خلاف، ممتدي تاریخ لري او د دې فلسفې تاریخ په بشپړه توګه د علومو له تاریخ سره اړه لري.

ماټریالېزم، چې تهداب یې ماټریالېزم دی، د یوه واحد کس له مغز څخه نه دی راوتلی، بلکې د پخواني ماټریالېزم ادامه ده، چې په اته لسمه پېړۍ کې د ډیډرو په نوم فرانسوي فیلسوف له لوري ښه وده ورکړل شوه. مارکسېزم هغه ماټریالېزمي وده او غوړېدنه ده، چې د دایرة المعارف خاوندانو په اته لسمه پېړۍ کې رامنځ ته کړ او د نولسمې پېړۍ له علمي کشفیاتو سره بډای شو. مارکسېزم یوه ژوندۍ او تل پاتې تیوري ده او د دې له پاره، چې پوه شو دغه تیوري د نړۍ مسایل څه ډول مطرح کوي، له پاره یې داسې مثال وړاندې کوو، چې هر څوک ترې خبر دي.

د طبقاتي مبارزې مسئله؛ خلک د دې موضوع په اړه څه ډول فکر کوي؟ یو شمېر فکر کوي، چې له ډوډۍ څخه دفاع په سیاسي شخړو پورې اړه لري. یو شمېر نور فکر کوي، چې له ډوډۍ څخه د دفاع له پاره بسنه کوي کلک سوکان د دښمن په خوله ورحواله شي، البته پرته له دې، چې دغه ډله د تشکیلاتو پر لزوم عقیده ولري.

د مارکېستانو له پاره د طبقاتي مبارزې مسئله کې درې مبارزې شاملې دي:

الف: اقتصادي مبارزه

ب: سیاسي مبارزه

ج: ایډیالوژيک یا عقیدوي مبارزه

د همدې له پاره باید موضوع په پورته درېیو زمینو کې مطرح کړو:

الف: د سولې له مبارزې (سیاسي مبارزې) پرته، یا پرته له دې چې له آزادۍ دفاع وکړو(ایډیالوژيک مبارزه)، نه شو کولای د ډوډۍ له پاره مبارزه (اقتصادي مبارزه) وکړو.

ب: د سیاسي مبارزې په اړه هم خبره همداسې ده. سیاسي مبارزه د مارکس له وخت راهیسې د یوه واقعي علم بڼه خپله کړې ده. په سیاسي مبارزه کې هم شخص باید اقتصادي او ایډیالوژیک اړخونو ته پام وکړي.

ج: خو د هغې ایډیالوژيک مبارزې په اړه، چې د تبلیغاتو بڼه خپلوي، د دې له پاره چې اغېز ولري، شخص ته په کار ده څو اقتصادي او سیاسي وضعیت په پوره توګه تر نظر لاندې ونیسي.

نو، وینو چې دغه ټول مسایل به بشپړه توګه له یو بل سره تړلي دي او که ونه شو کولای د هر یوه په اړه خپل نظر روښانه او لازمه پرېکړه وکړو، پوه به نه شو چې طبقاتي مبارزه یانې څه؟ (مثلا ً په یوه اعتصاب کې). نو هغه څوک چې وکولای شي په درې واړه برخو( سیاسي، اقتصادي او عقیدتي) کې سمه مبارزه وکړي، کولای شي حرکتونه په سمه لاره برابر کړي. په دې ترتیب، موږ وینو چې یو مارکسېست څه ډول طبقاتي مبارزه درک کوي. له دې سربېره، په هغه عقیدتي مبارزه کې چې موږ یې هره ورځ ترسره کوو، له داسې مسایلو سره مخامخیږو، چې حل یې ستونزمن وي، لکه د روح تلپاتې توب، د خدای ذات، د نړۍ پیدایښت او  نور.

دیالکتیک ماټریالېزم موږ ته داسې استدلالي مېتود وړاندې کوي، چې له لارې یې کولای شو دغه شان ټول مسایل حل کړو؛ نه یوازې خیال پرستانو او خراقاتي خلکو ته ځواب ورکړو، بلکې هغو ټولو کسانو ته قانع کوونکی ځواب ورکړ او له مخې یې د جهالت پردې لرې کړو، چې د مغالطې یاسفسطه(sophistry) هوډ لري او د مارکسېزم د تجدید او تکمیل تر عنوان لاندې، زړې افسانې بیا راژوندۍ کوي.

 شپږم: له مارکسېزم سره د بورژوازۍ جګړه

د مغالطې له پاره دغه هڅه پر مختلفو بنسټونو ولاړه ده. ځینې وختونه هڅه کوي، چې د مارکسېزم پر وړاندې له مارکس وړاندې سوسیالېستان ودروي او همدا لامل دی، چې کله کله له اتوپیستانو، یانې د انګلیسي فیلسوف توماس مور د خیالي نړۍ غوښتونکي تخیلي سوسیالېستان په اړه خبرې کوي؛ کله کله د پروډون نوم منځ ته را اچوي او کله هم له رویزیونیستانو(د نظر د نوښت هغه غوښتونکي، چې لنین په ټول قاطعیت سره رد کړي دي) نوم اخلي. مګر هغه څه چې له ټولو ډېر اهمیت لري د هغه سکوت دسیسه ده، چې پانګوالۍ د مارکسېزم پر وړاندې جوړه کړې ده. پانګوالۍ په هر هغه اقدام لاس پورې کړی، چې په مارکسېستي بڼه د ماټریالېستي فلسفې د خپرېدو لامل کیږي. په ځانګړې توګه ډېره د حیرانتیا خبره ده، چې په دې اړه د فرانسوي ښوونځیو فلسفي زده کړو ته پاملرنه وکړو.  تاسو ټول پوهېږی، چې د فرانسې په ښوونځيو کې د فلسفې تدریس کیږي، خو په دغو ټولو درسونو کې حتا یوه کلمه هم د مارکس او انګلز د ماټریالېستي مکتب په اړه نه شی موندلای.که چېرې هم د فلسفې په دغو کتابونو کې د ماټریالېزم په اړه خبرې کیږي( چې مجبورا ً باید ولیکل شي)، تل مارکسېزم او ماټریالېزم له یو بله جلا ګڼي.

د مارکسېزم په اړه د یوې سیاسي نظریې په توګه خبرې کیږي او کله چې د مختلفو عقایدو په تشریح کې له تاریخي ماټریالېزم خبره کیږي، هېڅکله یې د فلسفي مانا په اړه بحث نه رامنځ ته کیږي او هم دیالکتیک ماټریالېزم خاموشۍ ته سپارل کیږي.

دا وضعیت یوازې په ښوونځیو کې نه دی، بلکې په پوهنتونو کې هم کار په همدې بڼه ادامه لري. حیرانونکې کیسه دا ده، چې انسان کولای شي په فرانسه کې نامتو فلسفه پوه شي او خپله کوټه په ګڼو قاموسونو ښکلې کړي، خو پرته له دې، چې د مارکس د مادي فلسفې او دیالکتیک ماټریالیزم په اړه په څه پوه شي.

له پورته توضحیاتو په ډاګه کیږي، چې مارکسېزم نه یوازې د ټولنیزو تحولاتو په اړه کلي استنباط دی، بلکې د نړۍ په اړه هم دی؛ ځکه بېځایه به وي، چې که څوک فکر کوي، چې په مارکسېزم کې فلسفه نه شته او د کارګري حرکت یو شمېر تیوریستان بې ځایه هڅه کوي، چې د دې غورځنګ له پاره فلسفه پیدا کړي.

په پای کې باید یادونه وشي، چې د واکمنو طبقو له لوري د سکوت، سفسطه یانو، نظر نوښتونو او ټولو نیول شویو تدابیرو سربېره، مارکسېزم ورځ تر بلې خپریږي او پېژندل کیږي.

1 COMMENT

  1. Hello Mr. Mirkhel Habib , & Taand-Readers!

    I had studied Politzer`s essentials of the Philosofy, about 40 years ago in Turkey.
    You & we see the results of Soci-o- Kommonist revolutions in USSR,Eastern europe countries,; China,; some Arabic countries,; Quba!,; Vietnaams, Korea`s,; Venezuella, & even in Afghanistan D.R. etc…

    Why K.Marx couldn`t succeed in Germany & F. Engels in England to practice revolutions?
    V.I. Lenin had constructed ussr , but Why the ancesstors like Brejnev, Gorbachev had destructed that system now??.What are the problems???

    An other important point that I found in Politzer`s filosophy, the accident between Religion & Knowledge or Sciences??
    As you above translated this paragraph of him:
    د لومړنیو انسانانو ناپوهي د هغوی د لارې خنډ وه او همدغه ناپوهي لکه څرنګه چې په بشري تاریخ کې یې وینو، د مختلفو ادیانو پیدا کېدو لامل شوې ده. دین هم غواړي نړۍ تشریح کړي، خو د دې تشریح له پاره یوازې ماورا الطبیعه ځواکونو ته مخه کوي. دغه تعالیم له علم سره ټکر لري.

    I think, all religions are not the same. As we learn Islam from Qur`an, there are no sanctions about knowledge or =A`ILIM ! , and we have the history of Hz. Muhhammed s.a.v.s. =pbuh & Khulafa-e rashedins justice too. & we believe just in ONE GOD=ALLAH,not in other super-nature`s forces.
    And I think, the questions those had Politzer in that time, as The Appearance of the World or Earth & Skies; The mystery of Souls & The Life & Death?? are answered in Qur`an in details…butt , the knowledge of the human-Beings are limited & less.!

    I do know that the above translated-sentences are of Politzer, but I wanted to explain my thinkings about a-little.
    Thank you all in advance.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب