جمعه, دسمبر 19, 2025
Home+د ژوند مانا څه ده؟ |حفيظ الله غفورزى

د ژوند مانا څه ده؟ |حفيظ الله غفورزى

موږ په ديني مفهوم ژوند د خدای جل جلاله عبادت مانا کوو، خو د فلسفې له نظره دا بحث لږ ژور او پېچلی دی. که څه هم د فيلسوفانو ترمنځ اختلاف پر عبادت نه و، بلکې اصلي بحث يې پر دې و چې انسان د خپل ژوند مانا څنګه او له کومه ځایه اخلي.

خو زما په اند د ټولو فيلسوفانو ترمنځ يوه مشترکه زاويه موجوده وه چې د ژوند مانا يې د انساني تجربو، ارزښتونو، او عقلاني پوهې له مخې تحليلوله او هر يوه له بېلابېلو زاويو ورته کتل.

د فلسفې موخه همدا ده چې لږ له سطحي انګېرنو او تقلیدي افکارو څخه را تېر شو او د انساني تجربو له لارې د ژوند مانا ته ځان ورسوو.

کله چې موږ د ژوند مانا لټوو، بايد دا وپوښتو چې انسان څنګه ژوند کوي؟ د هغه اخلاق، ارزښتونه، انساني اړیکې، اهداف، او حتا چاپېریال څه ډول د ژوند پر مانا اغېزه لري؟ ځکه چې دا ټول د انسان د وجود اساسي برخې دي او له دې پرته د ژوند مانا نه شي درک کېدای.

که څه هم پخوانيو فيلسوفانو دا پوښتنه په همدې ډول نه ده کارولې، سره له دې چې هغوى هم د انسان، ژوند، رنځ، درد، مرګ، وجود او اخلاقو په اړه ژور بحثونه کړي. دا اصطلاح د تېرو شاوخوا ٢٥٠ کالونو راهيسې فلسفې ته ننوتې.

په فيلسوفانو کې چې د ژوند په اړه ډېر بدبينه و، هغه ارتور شوپنهاور و. د شوپنهاور په باور د ژوند اصلي ځواک د ژوند اراده ده چې دا اراده د عقل پر بنسټ نه، بلکې د نه کنټرولېدونکې غريزې په توګه ټاکل کېږي او هر ژوي ته وايي چې ژوندی پاتې شه.

اراده يوازې په انسان کې نه بلکې په هر ژوندي موجود کې شته، ځکه خو شوپنهاور وايي، ژوند خپله يوه تلپاتې شخړه ده.

د شوپنهاور د فلسفې له مخې د ارادې لومړى موخه ژوندي پاتې کېدل دي، ځکه خو ډېرى وخت د يو موجود ژوند د بل موجود له ارادې سره په ټکر کې واقع شي. حيواناتو کې هم د ارادې دا ټکر شته چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره يو بل ښکاروي.

شوپنهاور دا يو تريخ حقيقت بولي او وايي، که غواړٸ له دې دردناکې جګړې ځان وژغورٸ نو بايد خپلې هيلې او غوښتنې را کمې کړٸ. شوپنهاور په دې باور و چې د هوسونو پاى ته رسول د کړاوونو پاى ته رسېدل دي، يعنې کله چې انسان د نړۍ له شور او غوښتنو ځان څنډې ته کړي نو يوازې شي، خپل ځان وپېژني او ارامتيا ومومي.

د شوپنهاور فلسفه په هغه وخت کې د ځان وژنې په مانا تعبير شوه، حال دا چې شوپنهاور به ويل، د مرګ اراده خپله د يوې قوي ارادې عمل دى نه له ارادې انکار.

يوازې شوپنهاور نه و چې ژوند ته يې د رنځ او تکليف په سترګه کتل بلکې تر ده وړاندې بودا (شاوخوا 500 ,ق م) د ژوند د درک لپاره څلور اصول وړاندې کړل:

١. ژوند رنځ دى
2. د رنځ لامل غوښتنې دي
3. د غوښتنو پاى ته رسول د رنځ پاى ته رسول دي
4. دا حقايق ابدي دي

نو د شوپنهاور فلسفه د همدغو اصولو يو اوږد او مفصل بيان دى چې ځيني دا د شوپنهاور د بوديزم عصري بڼه بولي.

شوپنهاور وايي په ژوند کې بايد ارام ځاى ته ورسېږٸ چې هلته هېڅ غوښتنه او اراده نه وي ترڅو ارام ومومٸ. ځکه خو يې خپله نه واده وکړ او نه يې ژورې اړيکې جوړې کړې او په خپل يو اثر کې ځوانانو ته هم دا توصيه کوي چې له ښځو بايد ډډه وکړٸ.

له همدې امله به يې شوپنهاور ته بدبين ويل او کتابونه به يې له ماشومانو او هغو کسانو څخه لرې ساتل کېدل چې ژر تر اغېزې لاندې راتلل.

خو د شوپنهاور په مقابل کې فریدرېش نېچه چې آلمانی فیلسوف و، ودرېد او د شوپنهاور دا نظر یې رد کړ چې ژوند یې د دوامداره کړاوونو سرچېنه ګڼله. شوپنهاور به ويل چې رنځ بد دی او باید تېښته ترې وشي، نېچه ويل چې رنځ مهم دی او باید ورته مخامخ شو، ځکه له رنځ او درد زدکړه کوو.

نېچه چې له نورو فیلسوفانو لږ جلا و او د انقلابي فکر څښتن و، د ژوند په وروستيو کې يې غوښتل د ټولو ارزښتونو بڼه بدله کړي. ده به ویل، ارزښتونه باید انسان پخپله رامنځته کړي، نه دا چې له باندېنیو سرچېنو څخه یې پیدا کړي او وې مني. هغه به خلکو ته ویل، خپل ژوند ته خپله مانا ورکړئ، خپلې پرېکړې پخپله وکړئ، نه دا چې خپله انرژي پر داسې یو لوی ځواک ولګوئ چې شونې ده اصلاً شتون ونلري.

د نېچه له انده، اصلي ستونزه دا ده چې خلک د واقعیت پر بنسټ یو ډول معیار رامنځته کوي، ګومان کوي چې یو بنسټیز حقیقت باید موجود وي چې باید وپېژندل شي او بیا ورته سم ژوند وشي، بيا د هماغه حقیقت پر اساس رواجونه او اخلاق غوره شي. نېچه وایي: نه، د ژوند مانا پخپله انسان جوړوي. ته کولای شې هره مانا دې چې زړه وغواړي رامنځته يې کړې.

خو بل لور ته د نېچه افکار هم د نقد له تلې روغ ونه وتل. برېټانوي فیلسوف برټرند راسل د نېچه دا ادعا یې رد کړه چې ګواکې ژوند باید د ځواک د ترلاسه کولو لپاره وي. د راسل نظریه تر ډېره ساده ده هغه وايي، د ژوند مانا دا نه ده چې د قدرت د لاسته راوړلو لپاره ځان ژور کړاو ته واچوو، بلکې باید خپل وخت او انرژي په ساده خو ژورو شیانو مصرف کړو.

هغه وايي، دا سمه نه ده چې د یوې سترې لاسته راوړنې لپاره ځان قصداً کړاو ته واچوو. موږ باید خپل لنډ ژوند د داسې هدف لپاره قرباني نه کړو چې نه یوازې زموږ ارزښتونه به زيانمن کړي، بلکې ښايي نور هم تر پښو لاندې کړي او کېدای شي پایله یې هم خوندوره نه وي.

راسل لیکي: “زموږ ټولې مینې د مرګ تر خطر لاندې دي، ځکه مرګ کولای شي هر وخت زموږ د خوښې وړ خلک له موږ واخلي. نو ځکه باید زموږ ژوند دومره تنګ او سخت هم نه وي چې د ژوند ټوله مانا د يوې ناڅاپي پېښې قرباني کړو.” (1930:177)

راسل وايي، هو، ژوند بې‌مانا دی او مرګ هم شته. زموږ ارزښتونه، مقام، معیارونه، لاسته راوړنې هر څه به یو وخت له موږ سره يوځاى قبر کې خښ شي. نو له دې معلومېږي چې هره ورځ بايد خپلې کړنې په غور وټاکو، هغه کړنې چې ژور فکر تر شا ولري.

برټرند راسل وايي انسان په يوازې ځان نه د ژوند مانا پيدا کوى شي او نه يې انتخابوى شي، ځکه ډېری وخت زموږ کړنې او پرېکړې زموږ چاپېریال ټاکي. زموږ ټولنیز شرایط زموږ پر ارزښتونو ژور اغېز لري. که دا ومنو او که نه، خو اراده د چاپېریال پر وړاندې لکه مچ دومره کوچنۍ ده.

راسل په غير مستقيم ډول اشاره کوي چې نړۍ ډېره پېچلې ده او زموږ ذهن دومره وړتيا نه لري چې د نامعلومو شيان راز درک کړي ممکن د ژوند مانا په هغو څيزونو کې وي چې موږ يې په اړه هېڅ معلومات نه لرو، نو د ژوند د مانا لټون بايد پرېږدو او په هغو څيزونو پسې وګرځو چې زموږ له ليد او فکر هاخوا دي.

دا موضوع تر دې ډېره غځېدى شي خو فلسفي موضاعاتو سره زموږ د سطحي چلند له امله يې په همدې ځاى دروم او پايله يې دا راباسم چې موږ په ديني ليدلوري د ژوند مانا ته په خاصه بڼه رسېدلي يو چې هغه د خداى جل جلاله عبادت او بنده ګي ده، خو زموږ په عامو اموراتو کې ژوند داسې هم نه دى بې مانا لکه څنګه چې ځيني فيلسوفان وايي او داسې واحده او جامده مانا هم نه لري چې له مخې يې ټولو انسانانو ته يو شان وي.

که چېرې موږ ژوند ته مانا هم ورکوو نو دا مانا به هم يو وخت بې مانا شي ځکه د انسانانو تمې او غوښتنې د تاريخ په اوږدو کې بدلون موندلى. کوم څه چې پخوانيو مهم بلل نن بې ارزښته ثابت شوي او نن چې کوم څه مهم ګڼو ښايي سبا بې ارزښته شي.

بله خبر دا چې، د انسانانو ترمنځ ژبني، کلتوري، تاريخي، سياسي، مذهبي، ذهني او عاطفي اړخونو بېلوالى موجود دى نو دا به ډېره سخته وي چې د انسانانو د دومره مختلفو بڼه سره يوه مشترکه مانا پيدا کړو.

لکه څنګه چې د اخلاقو او ښکلا معيارونه په مختلفو ټولنو کې توپير لري همدارنګه د ژوند مانا هم په مختلفو ذهنونو کې بېل لټون او بېل تفسير لري، نو د ژوند مانا يوازې په فزيکي نړۍ او مادياتو پورې نه ده تړلې بلکې تر ډېره حده پورې دا په فردي لحاظ د هر ذهن زېږنده ده چې له مخې يې خپل ژوند ته مانا ورکوي.

ماخذونه

1- Stanford Encyclopedia of philosophy/ feb 9, 2021
https://plato.stanford.edu/entries/life-meaning/
2- Rolend, feb15, 2025/ 7 Philosophies of the Meaning of Life that I Find Interesting. / https://medium.com/@rolendpetalcorin/7-philosophies-of-the-meaning-of-life-that-interest-me-4a2c5ca72daf

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د کابل تاریخي نښه، «آریانا سینما» د سوداګریز مارکېټ جوړولو لپاره ونړول شوه

تاند (پنحشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۷ مه) سرچینې وایي چې د کابل ښار په مرکزي برخه کې د تاریخي آریانا سینما د نړولو لړۍ...