جمعه, دسمبر 19, 2025
Home+تمدن له زغم څخه رامنځته شو! | صفیه وردګ

تمدن له زغم څخه رامنځته شو! | صفیه وردګ

انسانانو مخکې له تمدني ژوند یوازې د ښکار کولو او د بیروني خطر د محوه کولو لپاره چې اکثره وخت له داړوونکو حیواناتو دوی ته پېښېده له یو بل سره همکاري کوله، خو وروسته له دې چې زراعتي انقلاب وشو او انسان د خوراکي توکو د تولید لپاره د ځمکې استعمال ته مخه کړه انسانان په جمعي شکل په کلیو او بانډو کې راټول شول، په زراعت کې د نویو لارو چارو له موندلو، د نوې پوهې او تجربې له ترلاسه کولو وروسته ورو ورو دا کلي او بانډې په کوچنیو ښارونو، کرار کرار دا کوچني ښارونه په لویو ښارونو، لوی ښارونه په لویو دولتونو، او لوی دولتونه بالاخره په لویو امپراطوریو تبدیل شول.

زراعتي انقلاب د انسان د ژوند بڼه په بشپړ ډول بدله کړه، د لوږې سره مخامخ انسان چې د ژوندي پاتې کېدو له پاره یې یواځنۍ لاره د بل حیوان ښکار کول و او ځینې وختونه به یې ان ورځې ورځې په تشه خېټه د ښکار له پاره انتظار کاوه، د زراعتي انقلاب څخه وروسته دې ته اړ نه وو چې لوږه وزغمي، ځکه چې د ژوندي پاتې کېدو له پاره یې په کافي اندازه خوراکي توکي لرل، نه تنها چې ورځنۍ استفاده یې ترې کولای شوه بلکې له ځمکو دومره ډېر خوراکي توکي ترلاسه کېدل چې ذخیره کولی یې هم شول، همدا د توکو د تولید په منابعو کې زیاتوالی و چې په انسانانو کې یې طبقاتي وېش رامنځته کړ او له همدې ځای د واک او انحصار بحث رامنځته شو.

هغه بدوي انسان چې بغیر له ښکاره یې بل هنر نه و زده اوس هوسا او ارمه ژوند ته لاره پیدا کړه، کرار کرار یې فرصت وموند چې طبیعت سره اشنا شي او طبیعي پېښې وپېژني او داسې لارې چارې ومومي چې له طبیعته د ځان په نفع استفاده وکړي، همدغې فکر لرلو د انسان په مخه د طبیعي علومو د پېژندلو لارې پرانیستې د پېړیو پېړیو له مزل وروسته انسان د طبیعت په پټو رازونو خبر شو او وتوانېده چې له طبیعت څخه د ځان او د خپلو هم نوعو له پاره استفاده وکړي.

انسانان په دغه موده کې له مختلفو پړاوونو څخه راتېر شول، د طبیعت په وړاندې له خرافاتي تصوره تر علمي او تحلیلي تصوره، له زراعتي انقلاب څخه راوروسته مودې ته تمدني ژوند ویل کیږي، تمدني ځکه چې انسانانو ګډ ژوند کاوه، ښارونو ته یې مخه کړه، قوانین یې جوړ کړل، د منابعو څخه د استفادې له پاره یې منطقي لارې او وسایل منځته راوړل، روحاني ژوند ته یې پام شو، راکړه ورکړه یې پیل کړه، د لېږد رالېږد له پاره یې وسیلې جوړې کړې، او له خپلو سیمو لرې نورو انسانانو سره یې د توکو لېږد رالېږد پیل کړ.

د انسانانو په تمدني کېدلو کې د دوی له زیار کوښښ، فکر کولو، او بل هر څه علاوه یو انساني او فطري خاصیت ډېر ژور او رغنده رول لري او هغه د زغم خصوصیت دی.

د انسان ژوند هغه وخت متمدنه شو چې په ده کې د بل انسان په اړه د زغم فکر او احساس پیدا شو، یا په ساده عبارت کله چې انسان دا زده کړل چې د نورو د بساینې له پاره د خپلو فردي خواهشاتو څخه تېر شي نو انسان متمدنه شو. د تمدن د جوړېدو اساسي روح په انسان کې د زغم پیدا کېدل دي، غربي ټولنې په اوسني وخت کې د متمدنه ژوند ژوندي مثالونه دي دا یواځې په دې خاطر نه چې دوی له ظاهري پلوه ډېر پرمختللي دي بلکې دا د هغه انساني قوانینو د جوړولو او رعایتولو له امله چې د انسان د ښه ژوند، احترام، فردي ازادۍ، د ښځو حقوق، همکارۍ، ښه اړیکو، او په ځان بسیا ټولنو د جوړولو لامل شو.

په نتیجه کې ویلی شو چې دا یواځې ظواهر نه دي چې په دې دلالت وکړي انسان متمدنه دی یا نه؟ بلکې د یو انسان د بل انسان په وړاندې همدردي او زغم، دا چې یو انسان د بل انسان له پاره له خپلو غوښتنو تېر شي او په هغه پام وکړي د تمدن او متمدنه کېدو اصلي او اساسي روحیه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د کابل تاریخي نښه، «آریانا سینما» د سوداګریز مارکېټ جوړولو لپاره ونړول شوه

تاند (پنحشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۷ مه) سرچینې وایي چې د کابل ښار په مرکزي برخه کې د تاریخي آریانا سینما د نړولو لړۍ...