جمعه, دسمبر 19, 2025
Homeخبرونههند وايي، افغانانو ته یې ۲۰۰ طبي وېزې ورکړي او دا شمېر...

هند وايي، افغانانو ته یې ۲۰۰ طبي وېزې ورکړي او دا شمېر به زیات کړي

تاند (جمعه، د لیندۍ/ قوس ۲۸ مه) د هند د عامې روغتیا وزارت یوه جګپوړي چارواکي د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر ۱۸مه) وویل، چې د ۲۰۲۵ کال په اپرېل میاشت کې افغانانو ته د ویزې د نوي سیستم له پیل راهیسې، په تېرو څلورو میاشتو کې تر ۵۰۰ زیاتې ویزې ورکړل شوې دي، چې له دې ډلې تر ۲۰۰ زیاتې یې طبي ویزې دي.

د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، هند نه یوازې افغانانو ته طبي وېزې ودرولې بلکې په افغانستان کې یې خپل سفارت هم تقریباً بشپړ غیرفعال کړ.

د هند د روغتیا او کورنۍ هوساینې مرکزي وزیر، جي‌پي نډا، زیاته کړه چې هند اوس په افغانستان کې د روغتیايي بنسټونو څو مهمې پروژې تصویب کړي او عملي کړې دي.

د ښاغلي نډا په وینا، په دغو پروژو کې په پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د پنځو زېږنتونونو او روغتیايي کلینیکونو جوړول، په کابل کې د ۳۰ بستریز روغتون جوړول، او همداراز په کابل ښار کې د انکولوژۍ مرکز، ټراما سنټر، د تشخیص مرکز او د تلاسیمیا مرکز جوړول یا پراختیا شامل دي. د روغتیا سکتور د لا ډېر ملاتړ لپاره نور وړاندیزونه هم دا مهال تر جدي ارزونې لاندې دي.

د هند د روغتیا او کورنۍ هوساینې د مرکزي وزیر، جي‌پي نډا، دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د عامې روغتیا له وزیر، مولوي نور جلال جلالي، سره په کتنه کې وکړې.

هند د افغانستان د روغتیايي سکتور او بشري اړتیاوو د ملاتړ پر دوام یو ځل بیا ټینګار وکړ.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د روانو روغتیايي همکاریو ارزونه وکړه او د روغتیايي بنسټونو، طبي توکو او د مسلکي ظرفیت د لوړولو په برخه کې د لا پیاوړې همکارۍ پر لارو چارو یې خبرې وکړې.

د خلکو پر محور ولاړه همکاري

د هند د روغتیا وزیر وویل، چې د هند د ولس محوره تګلارې له مخې، د هند صدراعظم نریندرا مودي تل ټینګار کړی چې له افغانستان سره د هند اړیکې باید د خلکو پر هوساینې، ظرفیت لوړولو او حیاتي روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي پر محور راوڅرخي.

جي‌پي نډا زیاته کړه چې له افغانستان سره د هند مرستې د بشري ملاحظاتو او د دواړو ملتونو ترمنځ د اوږدمهاله اړیکو پر بنسټ ولاړې دي. هغه وویل: «هند په تېرو څلورو کلونو کې افغانستان ته ۳۲۷ ټنه درمل او واکسینونه لېږلي دي. د سرطان اړوند درمل او یو د CT سکن ماشین، چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له‌خوا غوښتل شوي، د لېږد لپاره چمتو دي او د روانې میاشتې تر پایه به افغانستان ته ورسېږي. همدارنګه د افغان لوري هغه وړاندیزونه چې د راډیوتراپي ماشین او په نورو طبي توکو پورې تړاو لري، تر ارزونې لاندې دي.»

په دې غونډه کې د ظرفیت لوړولو پروګرامونه هم وڅېړل شول. هند پر دې کار کوي چې د هندي ډاکټرانو یو لوړپوړی پلاوی افغانستان ته ولېږي، څو هلته طبي کمپونه جوړ کړي او افغان ډاکټرانو ته مسلکي روزنه ورکړي.

 د ۲۰۲۵ کال د جون په میاشت کې په کابل کې د «جیپور فُټ» طبي کمپ بریا هم وستایل شوه، چې په ترڅ کې یې ناروغانو ته ۷۵ مصنوعي پښې ولګول شوې، او پلان شته چې په راتلونکي کال کې نور ورته کمپونه هم جوړ شي.

د هند د عامې روغتیا وزارت یوه چارواکي وویل: «هند یو ځل بیا ټینګار کړی چې بیړنیو اود  جدي ناروغیو لرونکو افغان ناروغانو ته به په هند کې وړیا درملنه برابروي او د طبي ویزو په اسانتیا کې به هم همکاري کوي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په لغمان کې تر میلاد مخکې دورې لرغونی اثار وموندل شول

تاند (دوشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۴ مه) د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې اعلان...