تاند (جمعه، د لیندۍ/ قوس ۲۸ مه) ګوګل پرېکړه کړې چې د خپل لټون انجن (سرچ انجن) په کورپاڼه (هوم پېج) کې یو مهم بدلون راولي.
ګوګل ډېر کم د خپل سرچ انجن په کورپاڼه کې بدلون راولي، نو کله چې دا کار کوي، معمولاً یو مهم پرمختګ وي.
په حقیقت کې، دا بدلون که څه هم ظاهراً کوچنی ښکاري، خو ډېر ارزښت لري، ځکه په هماغه ځای کې عملي کېږي چې موږ پکې په ګوګل کې انلاین لټون کوو.
د شرکت له لوري د سرچ بار په دننه کې یوه نوې پلس (+) تڼۍ ورزیاتېږي، چې د جنریټیف مصنوعي ځیرکتیا (AI) پر ټکنالوژۍ ولاړه ده.
که تاسې غواړئ چې ګوګل ستاسو د کوم سند (ډاکومنټ) یا تصویر تشریح کړي او ووایي چې په هغه کې څه شته، نو دا نوې اپډېټ هم همدې موخې ته ځانګړی دی.
کله چې تاسې پر دې پلس تڼۍ کلیک وکړئ، یوه ډراپډاون مېنو ښکاري، چې پکې د تصویر پورته کولو (Upload Image) او فایل پورته کولو (Upload File) انتخابونه موجود وي.
کله چې له دې انتخابونو څخه یو وټاکئ، نو سیستم مو د AI حالت (AI Mode) ته وړي.