Homeخبرونهد افغانستان څو شمالي ولایتونه نسبتاٍ شدیدې زلزلې ولړزول

د افغانستان څو شمالي ولایتونه نسبتاٍ شدیدې زلزلې ولړزول

تاند (جمعه، د لیندۍ/ قوس ۲۸ مه) یوه زلزله چې شدت یې د ریښتر په حساب ۵ اعشاریه ۷ درجې و، نن د افغانستان شمال ختیځې سیمې ولړزولې.

د زلزله پېژندنې ویبپاڼې، والکانو دیسکوري د دې زلزلې مرکز د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ د شمال ختیځ په ۲۴ کیلومترۍ کې بللی او ویلي چې دا زلزله د افغانستان تر غرمې مخکې په یوولس بجې او څلور دقیقې وشوه.

د جرمني د زلزله پېژندنې ادارې د دې زلزلې شدت ۵ اعشاریه ۷ ریښتره بللی او د هغې مرکز یې تر مځکې ۱۰ کیلومتره لاندې اعلان کړی دی.

دې ته په کتو چې د زلزلې مرکز ډېر ژور نه دی، دا زلزله خطرناکه ګڼل کېږي.

تر دې دمه د احتملي مرکګ ژوبل او تاوانونو په اړه کوم راپور نه دی ورکړل شوی.

د ۲۰۰۲ م کال په مارچ میاشت کې هم په نهرین کې یوه سخته زلزله شوې وه چې شدت یې د ریښتر په کچه ۶ اعشاریه ۵ درجې و. په دې زلزله کې ۱۱۰۰ تنه مړه او تر ۱۰ زره ډیر خلک بې کوره شول.

تېره میاشت د افغانستان په شمالي ولایتونو لکه بلخ، سمنګان، کندوز او بغلان کې یوې سختې زلزلې ۲۷ تنه مړه او ۹۵۶ نور ټپیان کړل. دا زلزله د شپې پېښه شوې وه ځکه یې هم مرګ ژوبلې ډېرې واړولې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...