تاند(جمعه، د لیندۍ/ قوس ۲۸ مه) د امریکا د کانګرس له ۶۰ څخه زیاتو غړو په یوه رسمي لیک کې، چې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د کورني امنیت وزیرې کریستي نوم ته یې لېږلی، له حکومته غوښتي چې هغه تګلارې لغوه کړي چې د یوه کس د عمل له امله ټول افغان کډوال په نخښه کوي.
دوی د پنجشنبې په ورځ په خپل ګډ لیک کې، د ۲۰۲۵ کال د نوومبر ۲۶مې د ډزو په اړه د ډونالډ ټرمپ د حکومت پر غبرګون ژوره اندېښنه څرګنده کړې، چې پکې د ملي ګارد دوه غړي په نښه شوي وو. د لیک لاسلیک کوونکو دا برید په کلکه غندلی او ټینګار یې کړی چې عامل باید د قانون منګولو ته وسپارل شي.
دوی همداراز د برید له قربانیانو او د هغوی له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.
د کانګرس غړو ټینګار کړی چې د یوه فرد تاوتریخجن عمل باید د هغو پناه غوښتونکو د ټولیز بدنامولو پلمه ونه ګرځي، چې په قانوني توګه په امریکا کې د ژوند په لټه کې دي.
د لیک له مخې، هغه افغان وګړي چې د کډوالۍ د ځانګړې ویزې (SIV)، بشري مشروطې آزادۍ، د کډوالو د بیا مېشتېدو یا د پناه غوښتنې له لارو امریکا ته ننوځي، د څو ادارو لهخوا د سختو امنیتي ارزونو تر بهیر لاندې راځي؛ داسې بهیر چې کله ناکله میاشتې او ان کلونه وخت نیسي.
د کانګرس استازو د افغان وګړو د کډوالۍ د دوسیو د سمدستي ځنډولو پرېکړه، په ځانګړي ډول د SIV غوښتنلیکونه، خطرناکه بللې او ویلي یې دي چې دا تګلاره د هغو افغان متحدانو ژوند له ګواښ سره مخامخ کوي چې د امریکايي ځواکونو ترڅنګ یې کار کړی دی.
د لیک په بله برخه کې د حکومت دا تګلاره د «ټولیزې ملامتۍ په نوم یاده شوې او خبرداری ورکړل شوی چې د وېرې او تفرقې خپرول به د امریکا امنیت پیاوړی نه کړي.
لاسلیک کوونکو زیاته کړې چې د متحدانو پرېښودل د امریکا راتلونکو احتمالي شریکانو ته منفي پیغام لېږي او پر نړیوالو ژمنو د باور بنسټ کمزوری کوي.
د کانګرس غړو له بهرنیو چارو او کورني امنیت وزیرانو غوښتي چې هغه سیاستونه لغوه کړي چې د یوه کس د عمل له امله ټول افغان وګړي او یو بشپړ ملت مجازات کوي، او د امریکا له هغو ژمنو سره وفادار پاتې شي چې له متحدانو او پناه غوښتونکو سره یې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپل وروستي فرمان کې، چې د افغانستان په ګډون د ۱۲ هېوادونو پر وګړو د سفر بندیز لګوي، د ځانګړې کډوالۍ ویزې (SIV) لرونکي کسان له دې محدودیتونو معاف کړي دي.
په دې فرمان کې افغانستان د لوړ خطر کچې هېواد بلل شوی او ویل شوي چې امریکا ته د دغو هېوادونو د وګړو پر ننوتلو محدودیتونه او بشپړ بندیزونه به دوام
د ټرمپ د دې فرمان تر صادرېدو وروسته، د هغو سلګونو افغان همکارانو د برخلیک په اړه جدي اندېښنې راپورته شوې وې چې د SIV غوښتنلیکونه یې لرل، خو په فرمان کې دا غوښتنلیک لرونکي کسان معاف ګڼل شوي دي.
سره له دې، دا مهال له کابل څخه تر پاکستان، قطر او ځینو اروپايي هېوادونو پورې سلګونه افغان پناه غوښتونکي د امریکا د لېږد په تمه دي. ډېری یې د SIV یا هم د P1 او P2 کټګوریو غوښتنلیکونه لري.