جمعه, دسمبر 19, 2025
Homeخبرونهد افغان کارګرو لپاره د ایران د نویو مقرراتو پر اساس، هر...

د افغان کارګرو لپاره د ایران د نویو مقرراتو پر اساس، هر کارګر باید له ۹ میاشتو وروسته خپل هیواد ته لاړ شي

تاند (جمعه، د لیندۍ/ قوس ۲۸ مه) د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو کارګرو، په ځانګړي ډول د افغان اتباعو د استخدام لپاره نوي مقررات اعلان کړي دي.

د نویو مقرراتو پر اساس، افغان کارګر کولی شي د رسمي کاري ویزو د لرلو په صورت کې د نهو میاشتو لپاره په ایران کې کار وکړي او وروسته باید د درې میاشتو لپاره افغانستان ته ستانه شي.

د بهرنیو اتباعو او کډوالو د چارو د مرکز مشر نادر یاراحمدي ویلي چې سږ کال شاوخوا ۲۰ زره ایراني کارګومارونکو د بهرنیو کارګرو د استخدام غوښتنې ثبت کړې دي. له دې جملې څخه نژدې ۶ زره غوښتنې د کار او بهرنیو چارو له وزارتونو سره په همغږۍ تصویب او عملي شوې دي.

د نويو مقرراتو له مخې، کاري ویزې یوازې د افغان کورنیو مشرانو ته ورکول کېږي او هغوی ته اجازه نه ورکول کېږي چې خپلې کورنۍ له ځان سره ایران ته راولي. کله چې ویزه ورکړل شي، کارګر کولای شي تر نهو میاشتو پورې په ایران کې پاتې شي، خو له هغې وروسته باید د درې میاشتو لپاره افغانستان ته ستانه شي. تر دې مودې وروسته، که قانوني شرایط پوره کړي، بیا کولای شي بېرته ایران ته داخل شي او خپل کار ته دوام ورکړي.

یاراحمدي ویلي چې دا پالیسي د کاري بازار د اړتیاوو او د ټولنیزو او اقتصادي ملاحظاتو ترمنځ د توازن لپاره طرحه شوې ده.

هغه زیاته کړې، چې کار لومړی د یوه انلاین سیستم له لارې ایراني کارګرانو ته وړاندیز کېږي، او که په ۱۵ ورځو کې هېڅ ایرانی پیدا نه شي، نو بیا بهرني کارګر په پام کې نیول کېږي.

هغه ټینګار کړی چې افغان کارګران باید په قانوني ډول بیمه، مالیه ورکوونکي او ثبت شوي وي، او خبرداری یې ورکړی چې هغه کسان چې په غیرقانوني ډول د کار لپاره ایران ته داخلیږي، نیول کېږي او بېرته شړل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په لغمان کې تر میلاد مخکې دورې لرغونی اثار وموندل شول

تاند (دوشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۴ مه) د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې اعلان...