شنبه, نوومبر 23, 2024
Home+د شتاین بک د ابدي سفر ۵۴ کاله پوره شول

د شتاین بک د ابدي سفر ۵۴ کاله پوره شول

له نن څخه ۵۴ کاله پخوا د ۱۹۶۹ د دسمبر په ۲۰ مه نامتو امریکايي ناول لیکوال جان سټیاین بک د ۶۶ کلونو په عمر په نیویارک کې مړ شو.

جان سټیاین بک د ( The Grapes of Wrath) ناول په خاطر یې نړیوال شهرت ګټلی دی.

د ده بشبړ نوم جان ارنیست سټاین بک جونیر دی. د نوبل د ادبي جایزې د ګټونکي سټاین بک اثار په شلمه پېړۍ کې د امریکايي لیکوالو په منځ کې خورا ډېر مینه وال لرل. پلار یې د مالي چارو مسوول و او مور یې ښوونکې.

د کلیفورنیا په سټانفورډ پوهنتون کې یې زده کړې په نیمه کې پرېښودې او نیویارک ته لاړ. هلته یې خبریالي پیل کړه خو دوه کاله یې لا تېر نه و چې بېرته کلیفورنیا ته لاړ. هلته یې د ګوزارې لپاره هر کار ته لاس واچاوه لکه یوه موده کارګري وکړه، بیا یې په یوه درملتون کې کار پیا کړ، یوړه موده یې په دې اجوره ترلاسه کوله چې له ونو وې راوشکوي. په دې موده کې د کارګرو او بزګرو له ستونزو سره بلد شو. وروسته یې د یوه کور پیره داري ومنله او دا هغه وخت و چې ده ته یې د مطالعې او لیکلو لپاره موقع برابره کړه.

په داسې حال کې نړۍ په سرعت د عصري کېدو خوا ته روانه وه او د بېل، ګولنګ او د غواوو د یوې ځای د کرنې نویو او مدرنو وسایلو نیوه، سټاین بک د کروندګرو په کړاوونو فکر کاوه.

ده لومړنی ناول چې (Cup of Gold) نوږي په ۱۹۲۹ م کال ولیکه. ورپسې یې په ۱۹۳۳ کې (To a God Unknown) ناول وکیښ خو یو هم بریالی نه و یعني د لوستونکو پام یې ځان ته وانه ړاوه. خو په لومړي ځل یې په ۱۹۳۵ د (Tortilla Flat) په خاطر شهرت وموند چې د مکسیکويي امریکایانو په مینه بیان شوې کیسه ده. دا ناول د دې سبب شو چې شټاین بک په ۱۹۳۶ کې (In Dubious Battle) چاپ کړي. دا ناول د کروندګرو او مکسیکويي کارګرو کیسه ده. له دې یو کال وروسته یې ( Of Mice and Men) ولیکه چې فلم ورڅخه جوړ شو.

د ده (The Grapes of Wrath) (د غوسې ورېښکی) ناول پولیټزر (Pulitzer Prize) او د کتاب ملي ( National Book Award) جایزې وګټلې. له دې ناول څخه په ۱۹۴۰ کې یو ښه فلم هم جوړ شو. دا ناول د اوکلاهما له ډست بول څخه کلیفورنیا ته د یوې بې ځایه شوې کورنۍ کیسه ده چې د کرنیز اقتصاد بې رحمانه سیستم یې استثماروي.

د دغه ناول له ډېر پلورل کېدو وروسته شټاین بک مکسیکو ته لاړ چې له بیالوجیست ایدورډ ایف. ریکیټس سره د سمندري ژوند په اړه کار وکړي. دوی د یو بل په همکارۍ په ۱۹۴۱ (Sea of Cortez) ولیکه چې د کلیفورنیا خلیج د ژوو په اړه څېړنه ده.

د دوه نړیوالې جګړې په لړ کې شتاین بک د حکومت لپاره ځینې تبلیغاتي شیان ولیکل چې ډېر اغېزمن و چې د هغو په منځ کې یو هم (The Moon Is Down) و چې په ۱۹۴۲ کې خپور شو. ده په دې موده کې د خبریال په توګه هم کار وکړ.  خو له جګړې وروسته یې لومړنی ناول (Cannery Row) و چې په ۱۹۴۵ کې چاپ شو. له دې دوه کاله وروسته یعني په ۱۹۴۷ کې یې (The Pearl) چاپ کړ چې د مرغلرې په نوم په پښتو هم ژباړل شوی دی. په همدې کال یې (The Wayward Bus) خپور کړ چې پر ټولنه یو ډول نرم او غیراحساساتي تنقید و.

د شتاین بک شخصي ژوند

په ۱۹۳۰ م کال یې له کارول هنینګ سره واده وکړ خو په ۱۹۴۳ کې سره جلا شول. وروسته یې له ګروی اندولین سره واده وکړ. له دوه رمنې یې دوه زامن لرل چې یو توماس میلس او درېیم شټاین بک. خو له دوه ماندینې هم په ۱۹۴۸ کې جلا شو. په ۱۹۵۰ کې یې له ایلین سکاټ سره واده وکړ چې د ۱۹۶۸ کال د دسمبر تر شلمې پورې یعني د شتاین بک تر مړینې پورې یې دوام وکړ.

شټاین بک په ۶۶ کلنۍ کې د نیویارک په منهټن کې مړ شو. د ده له وصیت سره سم یې مړی وسوځول شو او هیرې یې د ۱۹۶۹ د مارچ په ۴ مه په سالیناس کې د همیلټن د کورنۍ په قبر کې کېښودل شوې.

له شتاین بک څخه ځینې اثار ناچاپه پاتې شول خو په ۱۹۷۶ کې چاپ شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب