تاند ( پنجشنبه د لیندۍ/ قوس ۲۹مه) د طالبانو حکومت د تېرې شپې ترافیکي پېښې په غبرګون کې د دوه ترانسپورتي شرکتونو فعالیت وځنډوه.
یاد وزارت په خپله اېکسپاڼه لیکلي،.چې د کابل-کندهار پر لویه لاره د غزني ولایت اړوند سیمه کې د ترافیکي پېښو په ترڅ کې پر رامنځته شوې مرګ ژوبله خواشیني دي.
ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت زیاته کړې، چې هڅه کوي له اړونده ارګانونو سره په تفاهم لاډېر کار وکړي،څو د داسې پېښو د مخنيوي په اړه لازم اقدامات تر سره کړي.
تېره شپه د کابل-کندهار پر لویه لار دوو جلا ټرافیکي پېښو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۵۰ تنه مړه او ۷۰ نور ژوبل شول.
په ټولنیزو رسنیو کې دې پېښې خلک خواشیني کړي او له طالبانو یې غوښتي چې د هغو ټرانسپورتي شرکتونو فعالیت بند کړي، چې د عامو خلکو او مسافرو له ژوند سره لوبې کوي.
په غربي نړۍ کې د بسونو دریوران څلورمه درجه لایسنس لري . د دې سند تر لاسه کول تر ټولو سخت کار دی ، ډېره پوهه او تجربه غواړي . بیا کله چې لایسنس ترلاسه کړ ، نژدې یوه میاشت یوازې تمرین کوي ، ترڅو له بس سره ښه تجربه پیدا کړي ، بیا په عملي کار شروع کوي .
د ښارونو په منځ کې د بسونو سرعت په ډېرو ځایونو کې د 50 – 70 کیلومترو ترمنځ محدود او اکثرا د بس لپاره استثنایي لارې لري .
په لویو لارو چې معمولا درې او یا څلور خطونه د تګ او همدومره د راتګ لري ، د بسونو لپاره د ښۍ خوا لار مختص کړل شوېده ، سرعت یې تر 90 کیلومترو په ساعت کې محدود کړل شوی او ترڅو چې ډېر جدي ضرورت نه وي ، له بل موټر نه سبقت نه کوي .
هیله ده ، د افغانستان ترافیک او د کورنیو چارو وزارت منسوبین هم دا مسایل په نظر کې ونیسي .
TALIBS I .I .MUST OPEN DRIVERS CLASSES IN ALL CITIES FOR HEAVY TRUCKS&BUS DRIVERS,
TRUCKS&BUS DRIVERS MUST PASSED SPECIAL EXAM FOR TRUCK &BUS DRIVERSLICENSE AND AT LEAST MUST ONE YEAR BECOME A STUDENT DRIVER WITH HEAVY TRUCKS,
THIS ACTION MUST AVOID FROM ACCIDENTS AND ALSO WILL FIND MORE JOBS SPECIAL IN JALAL ABAAD CITY,
I HOPE SEND THIS MASSAGE TO TRANSPORT ADMINISTRATION/
THANK YOU.