Home+د عربي ژبې ورځ؛ د مینې ۱۲ نومونه  / سیال یوسفي 

د عربي ژبې ورځ؛ د مینې ۱۲ نومونه  / سیال یوسفي 

د ډسمبر ۱۸مه د فن، ادبي صنایعو، ترکیبونو او لغوي غنا له پلوه د جادویي ژبې او قراني ژبې ورځ وه.
عربي ژبه د نړۍ له هغو ژبو ده چې ډېره رومانيټکه هم ګڼل کېږي. په دغه ژبه کې د مینې لپاره تر لسو زیات بېلابېل ټکي شته، چې هر یو یې د مینې د بېلابېلو پړاوونو څرګندونه کوي.
د عربي ژبې د ورځې په مناسبت لاندې پر هغو ۱۲ کلماتو او ټکو تم کیږو چې د مینې د اظهار مانا او مفهوم وړاندې کوي.
۱- (حبيبي/حبيبتي)
په عربي کې “حبيبي” نارینه او “حبيبتي” ښځینه ته منسوبیږي، چې مانا یې “زما مینه” ده. دا د عربانو تر ټولو عامه مینه ناکه کلمه ده، چې د ملګرو، کورنۍ، او ان ځینې وختونه د ناپېژاندو کسانو لپاره هم کارول کېږي.
۲- (روحي)
“روحي” “زما روح”، مانا ورکوي او دا هغه چا ته ویل کېږي چې د ژوند تر پایه له یو بل سزه  بې‌پايه مینه کوي. یا “هم‌روحه” ګڼل کیږي.
۳- (حياتي)
“حياتي” یوه بله ښکلی کلمه ده چې مانا یې “زما ژوند” ده. هغه څوک چې دا کلمه ورته کارېږي، ځانګړی یا ډېر ګران وي. دا د انګریزۍ “darling”، “sweetheart” یا “love” سره برابره ده.
۴- (عيني)
“عيني” “زما سترګې” مانا ورکوي. په عربي کلتور کې سترګې د خزانو په څېر ارزښت لري. نو کله چې څوک “عيني” وبلئ، دا ددې مانا ورکوي چې تاسو هغوی تل خپلې خزانې ګڼئ یا یې د خزانې په څېر ساتئ.
۵- (قلبي)
د مینې نړۍواله نښه زړه دی. له همدې امله، “قلبي” یا “زما زړه” بلل د مینې ښکلی ډول دی. ځکه چې زړه ستاسو ژوند او مینه ده، چې بې له دې ژوند امکان نه لري.
۶- (ما أطيبَك /ما أطيبِك)
دا جمله په انګریزۍ کې د “?How cute are you” برابر ده. کله چې څوک داسې څه وکړي چې تاسو ته ښکلی ښکاري، نو “ما أطيبك” نارینه ته او “ما أطيبكِ” ښځینه ته کارول کېږي.
۷- (حلمت بك/ حلمت بك)
کله چې په چا میین یاست، دا عادي خبره ده چې و وایئ د هغوی په اړه خوب وینئ. “Bahlam feek” نارینه ته او “Bahlam feeki” ښځینه ته ویل کېږي، چې مانا یې “ستا خوبونه وینم” یا “ته زما په خوب کې یې”.
۸- (يا قمر)
یو څوک له سپوږمۍ سره پرتله کول په عربي ژبه کې د مینې د ښکاره کولو تر ټولو روماني طریقه ده. سپوږمۍ د تیاره شپې روښانه رڼا ده. “يا قمر” مانا دا چې “یه سپوږمۍ” او دا هم په عربۍ کې د مینې څرګندولو ښکلی ډول دی. دا کلمه زموږ په پښتو کې هم په ورته مفهوم کې ډېره مشهوره ده.
۹- (عُمري)
عربان د “زما ژوند” ویلو لپاره یوازې یو ټکی نه کاروي، د نورو ترڅنګ “عمري” هم ورته وايي، چې هم د “زما ژوند” او هم د “زما ګران” مانا لري.
۱۰- (تقبرني)
په لفظي توګه یې مانا دا ده چې “زه دې خښ کړم” یا “ته ما خښوې”. دا جمله هغه چا ته ویل کېږي چې نه غواړئ د هغوی پرته ژوند وکړئ، له تګ سره یې مرئ.
۱۱- (وحشتيني)
“وحشتيني” په دې مانا چې “ته مې ډېر یادیږې”. دا یوه مشهوره جمله ده چې مصریان یې د خپل محبوب سره د فراق پر مهال د احساس څرګندولو لپاره کاروي، دا هم د عربۍ تر ټولو ښکلې مینه ناکه او روماني کلمه یا ترکیب دی چې شاعرۍ کې هم ښه ډېر کاریږي.
۱۲- (أنا بحبَك/ بحبِك)
د مینې څرګندولو ساده او مستقیمه لار دا ده چې ووایئ “أنا بحبك” نارینه ته او “أنا بحبكِ” ښځینه ته، چې مانا یې ده “زه تا سره مینه لرم”.
عربي د صنایعو ، ادبي جوړښتونو، بیان، کلماتو، مترادفاتو او تشبهاتو له پلوه په ټولو برخو کې بډایه ژبه ده.
اخیستنه ؛ بیت الفن او نور
Sial Yousofi

News Provider at TOLOneews
Cell / WhatsApp: +93778115021

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...