استاد اسدالله غضنفر په خپل کتاب«د نثر لیکلو هنر» کې لیکلي:
«فکرونه او خیالونه کورنۍ کوترې نه دي، چې والوځي او بېرته راشي. زموږ فکرونه او خیالونه سارایي کوترې دي، چې یوازې نیمه شېبه زموږ د ذهن د بام پر څنډه کښېني. لیکوال که د نن احساس نن قلمبند نه کړي بل وخت ممکن په ګوتو ور نهشي».
په ادبیاتو کې موږ دوه ډوله لیکنې لرو، چې یو ډول یې تخلیقي یا هغه لیکنه چې د لومړي شخص یا د لیکوال لخوا پنځول کېږي او دویم يې څېړنیزې لیکنې دي چې په دویم لاس یا کس په واسطه د لومړي کس اثار نورو نسلونو ته را انتقالوي، چې په دې سره د یوې ژبې ادبیات، فکر او تاریخ ژوندی ساتل کېږي. تخلیقي لیکنې ډېرې د پیغام او هدف د لېږد لپاره کېږي. دا لیکنې ښايي د کیسو، شعر په بڼه، روایت یا حکایت په ډول وي. د تخلیقي لیکنو ډېره برخه ټولنیز موضوعات جوړوي.
ځېرنه د یوه جوړښت ماهیت رابرسېره کوي او د مانا تجلا یې تر ذهن راکوي. لیکوال باید د ټولنې هرې پدیدې ته ځيرک اوسي، هر څه ته د نیوکې په بڼه وګوري او ورسره د دلایلو مجادله وکړي. په دې سره د انسان ذهن بوخت ساتل کېږي او فکر یې د یوې موضوع ټولې خواوې له نظره تېروي. د لیکوال لپاره د نظر دقت دومره مهم دی، چې په لومړي ځل باید د یوې صحنې انځورونه پرته له ژور فکره وکړي. دومره باید د ټولنې او موضوعاتو په لټون کې ننوتی وي چې د الفاظ او تصویر جوړول یې وخت ضایع نه کړي.
غضنفر استاد په خپل کتاب کې لیکلي چې یوه ورځ مې له خپلو زده کوونکو پوښتنه وکړه، چې په څلور لارو کې درې رنګه څراغونه لګېدلي دي، اول سور څراغ وي که ژېړ یا زرغون؟ دوی که څه هم ښار کې اوسېدل او په سلګونه یا په زرګونه زره ځله به یې څراغونه لیدلي وو، خو اکثرو یې دقت ورته نه و کړی، په دې نه پوهېدل چې د دغو څراغونو ترتیب څنګه دی. یا هم فکر وکړئ چې په کلي کې د یوه غریب سړي ژوند غواړئ په لیکلو انځور کړی، تاسو لومړی باید د سیمې خړ خړ کورونه، باغونه، دېوالونه، کورونه، خورې ورې لارې او فطرت داسې انځور کړي چې لوستونکي مو ژوند په ښار کې کوي او ستاسو لیکنه لولي، خو د لوستونکي جسد دلته او ذهن او نوره فکري لید یې په کلي کې وي.
په لیکوالي کې دقت او د هرې پدېدې انځورونه مو لوستوونکي عاطفي اغېز ته اړ کوي. ځېرنه مو فکر پراخوي، د تجربو، لیدنو، کیسو او موضوعاتو په ژر پوهېدنه کې درسره مرسته کوي. د خپلو لیکنو د لا پياوړتیا لپاره د ټولنې کیسې، روایتونه واورﺉ او ساحوي لیدنې وکړئ. په عملي بڼه تاسو ته یوه نمونه ږدم: فکر وکړئ په کلي کې له یوه دهقان سره مخ شوی، ځېرنه مو باید څه ډول وي؟ د دهقان بوټونه ته وګورئ، په بوټونو کې یې فکر وکړئ کوم رنګ دي، قیمت یې ذهني مقایسه کړئ، د اغوستلو وخت يې په نظر کې ونیسئ، پاکوالی یې په نظر کې ونیسئ، د بوټونو ډول یې مه هېروئ، په بوټونو کې ننه ایستې پښې یې له نظره تېر کړئ، د پښو، لاسونو، سترګو، پوستکي، د ږیرې او برېتو حالت، خوله، پزه، د سر ویښتان، غوږونه، خبرې او د کلام بیان یې په ذهن کې وساتي. د بدن په هر غړي، چلند او پؤهې یې نظر تېر کړئ، ذهني پوښتنې د مقابل شخص په وړاندې ځان سره جوړې کړئ او بیا دلیکلو پر وخت تاسو د دهقان د ژوند کیسه په اسانۍ لیکلی شئ، هم به مو لیکنه اغېزمنه وي او هم به مو د بیا فکر کولو وخت غنمیت کړی وي. د یادونې وړ بولم چې ځینې ټولنیز اصول په پام کې ونیسئ او ځېرنه مو باید له خپل ذهن او سترګو سره وي. د بدن حرکات مو ارادي او مقابل لوری ستاسو ناراحتي یا یو او بل ځای ته کتل درک نه کړي.